هغه شېبه چې ډونلډ ټرمپ د ډزو له اورېدو وروسته و ايستل شو

هغه شېبه چې ډونلډ ټرمپ د ډزو له اورېدو وروسته و ايستل شو

د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنې کلنۍ مېلمستيا، چې د ډونلډ ټرمپ په ګډون ترسره کېده، د امنیتي پېښې له امله ګډوډه شوه.

د غونډې په پیل کې، چې ښاغلي ټرمپ او د هغه د مېرمنې ملانیا ټرمپ هم په کې ګډون درلود د ډزو غږونو له اورېدو سره ځانګړي ځواکونه هغه تالار ته ننوتل چې دغه غونډه په کې ترسره کېده او وروسته ولسمشر او نور چارواکي د امنيتي کسانو له خوا وايستل شول.

په دې غونډه کې څوک ټپي شوي نه دی.

راپورونه وايي پولیسو د هېلټن هوټل په دهليز کې یو وسله وال کس نیول شوی دی.