"اختر کې کور ته راته، خو ان مړی یې هم ونه موندل شو"

- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
۲۶ کلن سید محمد په امید کمپ کې پنځه میاشتې تېرې کړې وې، د ډاکټرانو په وینا له نشه یې توکو د رغېدو ټول معیارونه یې پوره کړي او اختر کې ورته کورته د ستنېدو اجازه ورکړل شوې وه.
ده هم له خپلې مور او مېرمنې سره د اختر د ګډ لمانځلو ژمنه کړې وه او کور ته بېرته د تللو تلوسه یې وه.
خو د اختر پر ورځ، د سید محمد مور روغتون په روغتون د هغه د مړي لټون کاوه.
کابل کې د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايي برید پر سبا، د دغه مرکز مخې ته د هغه له سپین سرې مور سره مخامخ شوم چې په اوښلونو سترګو یې له چارواکو د خپل زوی پوښتنه کوله، خو هغوی ورته هېڅ ځواب نه درلود.
د سید محمد د تره زوی روزالدین ملاخیل وايي "د هغه څلور کلنه لور، دوه کلن زوی، میرمن او مور ېې لار څارله. تیاریانې یې کړې وې چې سید محمد دا اختر په کور دی."
سید محمد د هغو ۱۷ کسانو له ډلې و چې په پخلنځي کې یې په خپله خوښه یا رضاکار توګه کار کاوه، چې اوس یوازې څلور تنه یې ژوندي پاتې او سخت ټپیان دي.

د ښاغلي ملاخیل په وینا د سید محمد نوم یې نه د مړو په نوملړ کې و نه موند خو د پخلنځي د رضا کارانو د ډلې له پاتې څلور تنو یوه ورته وویل، ښايي مړی به یې د پېژندلو نه وي.
"هغه را ته ویل، ورشئ او پخلنځی وګورئ، که ویجاړ و نو په خپله پوهېږئ چې حالت څه به شوي وي. ورغلو پخلنځی مو ولید، بمب ورته نژدې غورځېدلی، چتونه یې لوېدلي او بشپړ ویجاړی و."
دا کورنۍ نو بلاخره اړه شوه چې فاتحه واخلي، خو مورکۍ یې لا هم په دې هیله ده چې ورک زوی به یې یوه ورځ بېرته راشي."
له روسیې د مسلکي ټیم استولو غوښتنه
د طالبانو حکومت د برید پړه پر پاکستان اچوي خو پاکستان ادعا کوي چې پوځي تاسیسات یې به نښه کړي او د درملنې دا مرکز د چاودېدونکو توکو په چاودنو کې ویجاړ شوی.
دوی اوس روسیې ته وړاندیز کړی چې د دغو ادعاوو او د پېښې د ځای ارزونې لپاره خپل یو مسلکي ټیم و استاوي.
روسیه یوازینی هېواد دی چې افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی.
قطر کې د طالبانو د حکومت سفیر سهیل شاهین بي بي سي ته وویل "د روسیې سربېره دا غوښتنه د بشري حقونو او نورو نړیوالو ادارو هم شوې."

د تېر مارچ پر شپاړسمه، له دغه برید شاو خوا ۴۰ دقیقې وروسته د پېښې ځای ته ورسېدم، د درملنې مرکز د اور په لمبو کې سوځېده.
کمپ کې د سترګو لیدلی حال
دا محوطه تر ۲۰۱۶ م کاله پورې د ناټو ځواکونو اډه وه، خو لس کاله وړاندې د هغه مهال حکومت پرېکړه وکړه چې په نشه یې توکو روږدو د درملنې پر مرکز یې واړوي.
د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چوهدري یوې پاکستانۍ رسنۍ سره خبرو کې ادعا وکړه چې دا سیمه کې د ډرون الوتکو زېرمې او د پورزو د تړلو مرکز و. نوموړی ادعا کوي چې هوايي ځواکونو یې همدا ځایونه په نښه کړي او د درملنې مرکز په نورو چاودنو کې ویجاړ شوی.
نو ځکه، بیا دې مرکز ته را وګرځېدو چې وګورو ريښتیا بمب چېرې غورځېدلی او د پوځي تاسیساتو د شته والي خبره شونتیا تر حده و ارزوو.

کابل کې د روږدو د درملنې ۲۰۰۰ بستریز مرکز، اوس بشپړ ویجاړ پروت دی. چاودنه دومره پیاوړې وه چې ان د اوسپنې یوه لویه ټوټه یې په لوړه ارتفاع کې د مخابراتو د یوې ستنې پر سر غورځولې.
د کمپ مسوولین او عیني شاهدان وايي الوتکې پر محوطې لږ تر لږه دوه بمونه غورځولي.
سردار له میاشتو راهیسې په امید کمپ کې بستري و. اوس د ابن سینا روغتون ته لېږدول شوی. کله چې پوه شو د بي بي سي خبریالان یو نو پر موږ یې غږ وکړ چې الوتکه یې په خپلو سترګو لیدلې.
"زه هماغه شېبه له تشنابه راتلم، الوتکه ټيټه راغله بمونه یې وغورځول او په چټکۍ بېرته پورته شوه. ما په خپله ولیدله. دې غاړه او هغه غاړه کې یې کانټینرونه وویشتل او پر سالون یې بمب وغورځاوه او د سالون چت یو دم کیناست."
د ناستې د سالون پر غولي د بمب جوړه کړې کنده لا هم لیدل کېږي. هغه مهال زه یې د دویم ځل لیدو ته ورغلم، د باران اوبه په کې راټولې شوې وې.
د کمپ مسوول حافظ مزمل پر ویجاړیو وګرځولم.
"دوی تازه تراویح لمونځ کړی و او دلته راټول شوي وو چې برید وشو." ښاغلي مزمل په دغه سالون کې د جومات پر لور اشاره کوله.
هغه خپلې خبرې پسې وغځولې "دا ساحه ټوله د ډوډۍ سالون و."

ښاغلی مزمل خوړنځي ته ورڅېرمه دوه نورې خونې راښېي چې د ګودام په توګه کارېدلې او په کې د غوړیو ټیمونه او پلاستیکي بوتلونه پراته دي.
حافظ مزمل په لږ واټن کې د دویم بمب د لګېدو ځای را ښېي: "دویم بم دلته لګېدلی. دا د تنکیو روږدو ځوانانو خونې وې. دلته نژدې شل تنکي ځوانان وو. خو اوس د دغو ودانیو هېڅ څرک نه لګېږي."
هلته کنده لیدل کېده، نو دلیل مې یې وپوښت. هغه ویل "کنده جوړه شوې وه، دلته تر ملبې لاندې مړي ایسار پاته و، نو اړ شو چې د بلډوزر په مټ یې لېرې کړو، نو کنده تر خاورو لاندې شوه."
هلته تازه انبار شوې خاوره پرته وه.

ورڅېرمه سوځېدلي او ویجاړ کانټینرونه پراته دي. لوبیا، وچ چای او د رومي بانجانو روب ټول سوځېدلي ښکارېدل.
دا کانټینرونه د خوړو د زېرمې په توګه کارول کېدل.
ښاغلی مزمل د کمپ په انګړه کې بلې برخې ته مو بیایي چې هلته روږدو خیاطي زده کوله او ورته مخامخ پرتو کانټینرونو کې د سکرو او لرګیو په څېر د ژمي لپاره سونتوکي و چې یوه اوونۍ وروسته لا هم ترې لوګي پورته کېدل.
ښاغلی مزمل مې د کمپ د شاوخوا سیمې په اړه وپوښت.
د کمپ شمال لوري ته له دیواله پورې غاړه څه دي؟
"د دیواله پورې غاړه خصوصي شرکتونه دي، د اوبو ټانکۍ جوړوي."
نو که وغواړم هلته تللی شم؟
"هو هېڅ ممانعت نشته."
نو لوېدیځ او ختیځ لوري ته پرتې دا ودانۍ د څه دي؟
"لوېدیځ لوري ته د افسوتر شرکت ودانۍ ده او ختیځ لوري ته بیا وګړ مېشته سیمه ده."
آیا داسې ځای شته چې د محرمیت له امله ورته د تګ اجازه ونلرم؟
"کولی شې هرې برخې ته ورشې وګړ مېشته سیمه ده."
د کمپ لوېدیځ لوري کې شته ودانیو یا انګرونو ته مې پام شو، هلته د تلو غوښتنه مې وکړه.
اجازه مو ومونده او دننه ورغلو، داسې برېښي چې له میاشتو راهیسې نه دي کارول شوي.

کمپ ته د ننوتو پر مهال ومو لیدل چې ساتونکي یې د طالبانو د ځواکونو غړي دي، نو له ښاغلي مزمل مې وپوښتل چې د دغو ساتونکو شمېر څو تنو ته رسېږي؟
ویې ویل "شاو خوا ۴۰ یا ۵۰ تنه."
د دغه شمېر ساتونکو د اړتیا په تړاو یې زیاته کړه چې "دا ځای ۵۰ یا ۶۰ جریبه ځمکه ده او دلته داسې ډېر شمېر روږدي دي چې غواړي وتښتي."
ډاکټر ولي محمد یوسفزی د امید کمپ روغتیايي مسوول هماغه شپه په کمپ کې و وايي بوږنونکی حالت و.
"زه هماغه شپه په خپل دفتر کې وم. چې را ووتم، دیخوا، هاخوا ټول ځای کې اور لګېدلی و."
د روږدو د ناستې ویجاړ شوي سالون لوري ته یې لاس ونیوه او ویې ویل "هغه ځای کې چیغې اورېدل کېدلې. په لومړي سر کې وتښتېدلو. ځکه فکر مو کاوه چې الوتکه بیا رانشي او بمونه ونه غورځوي. ۳۰ بلاک پورې لاړو. ۱۵ دقیقې وروسته بېرته را وګرځېدو چې ژوبلو سره مرسته وکړو."

رنځورپال نظر محمد له لسو کلونو د روږدو د درملنې په دې مرکز کې کار کوي دلته د پوځي تاسیساتو ادعا نه مني:
"دلته پوځي تاسیسات نشته. نه په امید کمپ کې، نه په فینېکس کمپ کې او نه په ابن سینا روغتون کې. هغه مهال هم نه و، او د اسلامي امارت په وخت کې هم نشته."
موږ هم د محوطې د کتنې پر مهال داسې څه ونه لیدل چې د پوځي تاسیساتو ښودنه وکړي.
له محوطې لېرې د بم ټوټې او سوځېدلې ونې
موږ له کمپه بهر هم ګرچاپېره وګرځېدو. د کمپ شمال لوري ته په صنعتي پارک کې مو د خصوصي کارخونو له ساتونکو سره وکتل.
د یوې خصوصي کارخونې ساتونکو اجازه راکړه چې د کارخونې پر بام وخېژو او سیمه په خپله وګورو.
د بېسکټو د کارخونې ساتونکی احمد الکوزی شاو خوا سیمه راته ښېي: :"هلته ملي فابریکه ده،څنګ لوري ته د ملي ستندرد اداره ده او پورې غاړه بیا د اوبو د ټانکۍ جوړولو کارخونه ده."

په همدې وخت کې د کارخونې بل ساتونکی ګلالی د بم یوه کوچنۍ ټوټه په لاس راته نژدې شو، "دا ټوټه دلته پر دغه بام پریوتې وه او ان څلورمې کوڅې ته هم ټوټې رسېدلې وې."
له امید کمپه مو ان په د شاو خوا شپږ یا اووه سوه مترو په واټن کې د بم یوه کوچنۍ ټوټه او ان سوځېدلې ونې ولیدلې.
بیا ختیځ لوري ته تر وګړمېشتو سیمو هم ورغلو. خلک خپل ورځنۍ چارې پرمخ وړلې..
د برید د موخې په تړاو به د پاکستان او افغانستان ترمنځ ناندرۍ روانې وي خو هغه واقعیت چې تر سترګو وړاندې دی د درملنې ویجاړ مرکز او د سلګونو ولسي وګړو مرګژوبله ده.



















