کرېکټ: افغانستان باران راکمه کړې سیالۍ کې هند ته د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په لومړي ځل له هند سره د دریېو یو ورځنیو لوبو لړۍ کې مخامخ ده.
د دې لوبلړۍ لومړنۍ لوبه، چې د باران له کبله له ۵۰ اوورنو څخه ۲۵ اوورونو ته راکمه شوې، د هند د هماچل پردېش په درمسلا کې روانه ده.
پچه هند وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
که څه هم د افغانستان د سر درې لوبغاړي ژر یو بل پسې وسوځېدل، خو ښيلاسي پیلیز توپوهونکي رحمانالله ګوربز چټکه لوبه وکړه او د هند خلاف یې لومړۍ سلیزه ووهله.
دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د هغه نهمه سلیزه وه. ګوربز په ۵۱ توپونو له ۲۰۰ سټرایک ریټ سره ۱۰۲ منډې وکړې.
هغه د نېتیش کمار رېډي لخوا تر سوځېدو مخکې ۸ شپږېزې او ۸ څلوریزې ووهلې.
د حشمتالله شهیدي په مشرۍ لوبډله کې نن رحمانالله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیقالله اتل، رحمتشاه زرمتی، عظمتالله عمرزی، محمد نبي عیسیخېل، راشد خان، اللهمحمد غضنفر، ضیاءالرحمن او محمد سلیم هند خلاف لوبه کوي.

د عکس سرچینه، ACB
تر ګوربز ورهاخوا حشمتالله شهیدي ۲۷ او عظمتالله عمرزي په ۱۶ توپونو د درېیو شپږیزو په مټ ۲۶ منډې وکړې، چې تر نورو ډېرې وې.
له دې سره په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د حشمت الله شهیدي منډې ۲۵۰۰ ته ورسېدې.
د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۹۴ منډو په داسې حال کې وسوځېده، چې د لوبې یوازې یو توپ پاتې و.
د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلو تر دې مخکې له نړیوال او اسیايي جام ورهاخوا په خپلو کې یو ورځنۍ سیالۍ نه دي کړې.
دغه لوبډلې د یو ورځنیو لوبو په نړیوال او اسیايي جام کې څلور ځله سره مخامخ شوې، چې درې یې هند ګټلې او یوه مساوي شوې ده.
د افغانستان او هند د ملي لوبډلو دویمه یو ورځنۍ سیالي د جون ۱۷مه په لکناو او درېیمه د جون ۲۰مه په چینای کې پلان شوې ده.
د یادونې ده چې د یو ورځنیو لوبو له لړۍ مخکې د هند او افغانستان ترمنځ په نیو چندیګړ کې د کرېکټ یوازینۍ ټیسټ لوبه هم ترسره شوې وه چې هند پکې افغان لوبډلې ته د یو اننګز او ۳۰۰ منډو په خورا لوی توپیر ماته ورکړه.

د عکس سرچینه، ACB
افغان لوبډله د یو ورځنیو لوبو په تېر نړیوال جام کې چې په هند کې ترسره او دغه هېواد وګاټه، ښه ځلېدلې وه او پاکستان، انګلنډ او شريلنکا ته یې، چې درې واړه پخواني اتلان دي، تاریخي ماتې ورکړې وه.
د یادونې ده چې هند په خپلو تېرو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې درې بایللې، خو افغان لوبډلې بیا له خپلو وروستیو پنځو، څلور لوبې ګټلې دي.
د هند مقابل کې افغان لوبغاړو لپاره د مثبتې روحې یو بل ټکی دا دی چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې همدا دوه ورځې مخکې په شريلنکا کې په روانې درې اړخیزې لوبلړۍ کې خپلو هندي سیالانو ته ماته وکړه.
د شريلنکا الف لوبډلې خپلو افغان همزولو ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان الف یا ابدالیان لوبډلې له هند او شريلنکا سره د درې اړخیزې لوبلړۍ دویمه سیالۍ کې نن له شريلنکا ماته وخوړه.
د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره د پچې یا ټاس له ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه کړې او د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره یې شريلنکا ته د ۲۴۶ منډو هدف ټاکلی و.
د افغانستان له اړخه حسن عیسی خیل ۴۵، بهیر شاه محبوب ۴۴ او فرمان الله ساپي ۳۵ منډې وکړې.
د یادونې ده چې د دې سیالۍ دویمه پاڼۍ هم د باران له کبله ۴۱ اوورنو ته راکمه او هدف د ډياېلاېس میتود له مخې ۲۳۱ منډې وټاکل شو.

د عکس سرچینه، ACB
د شريلنکا له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلې د باران له کبله د سیالۍ تر ځنډېدو مخکې نسبتآ چټکه لوبه وکړه او ۱۰۰ منډو ته یې په داسې حال کې ځان ورساوه، چې یوازې ۸ اوورنه شوي او دوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
شريلنکا دواړه لوبغاړي فرمانالله ساپي وسوځول.
د شريلنکا اوویشکا فېرناندو سلیزه (۱۰۸) او سدیرا سماراوېکرما پنځوسیزه (۶۰) وکړه.
هند د تېرې اوونۍ سېشنبه د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې شريلنکا ته په اتو منډو ماتې ورکړې وه.
د شريلنکا په دمبولا کې روانې دې لړې کې درې واړه لوبډلې یو بل سره دوه دوه سیالۍ کوي او د سر دوه ټیمونه به د جون پر ۲۱مه نېټه په پایلوبه کې سره مخامخ شي.





















