هند افغانستان سره ټېسټ لوبې او يو ورځنيو سياليو لپاره لوبغاړي اعلان کړل

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د هند کرېکټ بورډ د سې شنبې په ورځ (۱۹ مې) د افغانستان پر وړاندې يوې ټېسټ لوبې او د دريو يو ورځنيو لوبلړۍ ته د ۱۵ کسيزه لوبغاړو نوملړونه په ډاګه کړل.
هند د افغانستان پر وړاندې سياليو لپاره پياوړي لوبغاړي غوره کړي دي. شبمن ګېل به په دواړو فارمټونو کې د هند لوبډلمشرۍ پر غاړه ولري. کې اېل راهول د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره مرستيال لوبډلمشر اعلان شوی دی. شرياس اير د يو ورځنيو سکواډ ته بېرته راستون شوی او يو ځل بيا به د شوبمن ګېل مرستيال لوبډلمشر وي.
د هند دوه وتلي توپ ووهونکي وېراټ کوهلي او روهېت شرما چې په دې وروستيو کې یې د ۲۰۲۷ کال نړيوال جام کې د لوبېدو ژمنتيا تکرار کړې د يو ورځنيو سياليو لپاره غوره شوي دي خو د روهېت شرما او هاردېک پانډيا ګډون به د هغوی په روغتيا او فېټنېس پورې تړلی وي.
بل پلو هرش دوبې، ګورنور برار او پرېنس يادو په لومړي ځل د يو ورځنيو نړيوالو سياليو لپاره غوره شوي دي.
د هند چټک توپ اچوونکی جسپريت بومرا د دواړو فارمټونو لپاره د نه دی غوره شوی.
ټاکل شوې دغه سيالۍ به د هند غوره ليګ د روانو سياليو له پايته رسېدو وروسته د جون پر شپږمه پيل شي.
د لوبغاړو نوملړ
د ټېسټ لوبې سکواډ:
د ټېسټ لوبې لپاره شوبمن ګېل (لوبډلمشر)، يشسوي جېسوال، کې اېل راهول (مرستيال لوبډلمشر)، سای سودرشن، رېشب پنت، دېودت پډېکال، دهرو جورېل، واشنګټن سوندر، محمد سراج، کولديپ يادو، نېتېش کومار رېډي، مانو سوتار، پرسېد کرېشنا، ګرنور برابر او هرش دوبې غوره شوي دي.
د يو ورځنيو سياليو سکواډ:
د يو ورځنيو لپاره شوبمن ګېل (لوبډلمشر)، روهېت شرما، وېرات کوهلي، شرېاس اير، کې اېل راهول، ارشديپ سېنګ، ايشان کېشن، هاردېک پانډيا، نېتېش کومار رېډي، واشنګټن سوندر، کولديپ يادو، پرسېد کرشنا، پرېنس يادو، ګرنور بار او هرش دوبې ته ځای ورکړل شوی دی.
د لوبو مهالوېش

د عکس سرچینه، Getty Images
- یوازینۍ ټېسټ لوبه د جون له شپږمې د جون تر لسمې نېټې په نیو چندیګړ کې
- لومړۍ ټېسټ لوبه د جون پر ۱۳ مه نېټه په دهرمشالا کې
- دويمه يو ورځنۍ لوبه د جون پر ۱۷ نېټه په لکنو کې
- درېيمه يو ورځنۍ لوبه د جنوۍ پر ۲۰ مه په چنای کې
هند د افغانستان پر وړاندې پياوړې لوبډلې اعلان کړي دي او له جسپريت بومرا پرته هند نژدې ټول مشهور او تکړه لوبغاړي په لوبډلو کې شامل کړې او له دې ښکاري چې د افغان لوبډلې لپاره به په هند کې د هند ماتولو ګران کار وي.
هند د ټېسټ لوبډلو په جدول له اسټراليا او جنوبي افریقا وروسته په درېيم نمبر دی. افغانستان بيا د ټېسټ غوره لسو لوبډلو کې نه راځي چې یو ستر علت يې ښايي د کافي ټېسټ لوبو نه کېدل وي.
د يو ورځنيو په نوملړ کې بيا هند تر ټولو مخکې په لومړي سر کې دی. افغانستان بيا له شري لنکا وروسته او له انګلنډ مخکې په اووم نمبر دی.
که د دواړو هېوادونو تر منځ لوبو ته وګورو، هند او افغانستان تر دې مهاله دری يو ورځنۍ لوبې کړې دي چې دوې هند کټلې او يوه مساوي پايته رسېدلې ده.
په ټېسټ لوبو کې یې بيا يوازې يوه سيالۍ په ۲۰۱۸ کال کې کړې چې هغه هم هند ګټلې ده.
د لوبډلو تاريخ، سهولتونو او امکاناتو ته په کتو د هند او افغانستان د کرېکټ ټيمونو پرتله کول ښايي له انصافه لرې وي خو د راشد خان، په څېر ورو توپ اچوونکي کېدی شي په دغو سياليو کې هند ته سرخوږی جوړ کړي.


















