هندۍ معترضه: "د بې‌وسه وګړې پرځای شهیده مړه ښه یم"

هندۍ معترضه: "د بې‌وسه وګړې پرځای شهیده مړه ښه یم"
د خپرېدو وخت

د ریهیا اهیر هغه عکس چې په ممبۍ کې د پولیسو د یوه موټر مخې ته ولاړه ده، د هند د ځوانانو د لاریونونو له مهمو انځورونو څخه یو شو. خو هغه څوک ده، او ولې یې داسې دریځ ونیو؟

په دې بي‌بي‌سي نیوز هند مرکه کې، ریهیا بیانوي چې د ممبۍ د پیوستون په یوه لاریون کې څه پېښ شول. په دغه لاریون کې ګډونوالو د کاکروچ جنتا ګوند (CJP) په ملاتړ غونډه کړې وه؛ دا یو د ځوانانو په مشرۍ حرکت دی چې لومړی آنلاین پیل شو او وروسته د هند په کچه خپور شو.

لاریونونه د رقابتي ازموینو د پوښتنپاڼو د افشا کېدو او د ازموینو د بې‌نظمۍ د ادعاوو له امله پیل شول. ډېری لاریونوال له حکومته د لا ډېر حساب ورکولو غوښتنه کوي، چې پکې د هند د پوهنې وزیر استعفا هم شامله ده. حکومت وايي چې د ازموینو د سیستم د پیاوړتیا لپاره یې اصلاحات راوستي او له خلکو یې غوښتي چې لاریونونه دې سوله‌ییز پاتې شي.