تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښي لاس' پر موټرو له بندیز وروسته د وېش بازار ځوړ
په کندهار کې د ویش بازار د دویم لاس موټرو د پېر او پلور له مهمو مرکزونو و، چې د زرګونو کورنیو د عاید سرچینه او د ډېرو خلکو د ورځني ژوند یوه برخه وه. خو د طالبانو حکومت له نږدې ۳۰ کلونو وروسته د دې بازار د کانټینري ګاډو پر پېر او پلور بندیز لګولی دی.
د ښيلاسي موټرو د واردولو دغه بندیز، چې د خوندیتوب د اندېښنو له امله لګېدلی، اوس د هغو سوداګرو، کارګرانو او اړوندو کاروبارونو د برخلیک په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي چې له کلونو راهیسې یې د همدې بازار له لارې خپل ژوند پر مخ وړی.
په دې راپور کې د ویش بازار اوسنی وضعیت او د دغه پرېکړې اقتصادي اغېزې پر هغو خلکو څېړو چې له کلونو راهیسې یې د همدې بازار له لارې د ځان او خپلو کورنیو لګښتونه برابرول.
راپور: مامون درانی