د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبلړۍ: افغانستان بنګله دېش ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ لوبغاړي
د عکس تشریح، ACB
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلونو لوبډلې په عمان کې بنګله‌ دېش ته په څلورو وېکتو وېکټو ماته ورکړه او له دې سره د دواړو هېوادونو لوبلړۍ مساوي پایته ورسېده.

بنګله دېش د پچې له ګټلو سره لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې افغانستان ته د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه چې افغانستان په ۴۹ اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د افغانستان لپاره امير حمزه او سهيل خان هر يوه دری دری او لطف الله محمدي دوه بنګالي لوبغاړي وسوځول.

بل پلو د بنګله دېش لپاره فريد حسن تر ټولو ډېر (۸۲) منډې وکړې. د ده ترڅنګ الامين حسين ۲۹ او روبيل حسن هم ۲۹ منډې وکړې.

د افغانسان لپاره بيا طاهر سروري ۶۷، سبحان زاخېل ۶۰، شاه فيصل او سهيل خان هره يوه ۱۸ منډې جوړې کړې.

د یادولو وړ ده له دې بریا سره په دې لوبلړۍ کې افغانستان او بنګله دېش دواړو دوې دوې لوبې وګټلې او دا لوبلړۍ مساوي پايته ورسېده.

د افغانستان ۱۹ کلنو راتلونکې لوبه د سې شنبې په ورځ له عمان سره ده.