امریکايی شرکت: د هوکړې له مخې د پاکستان پوځ ته ډرونونه ورکوي

د عکس سرچینه، ISPR
امریکا کې د ډرون (بې پیلوټه الوتکو) یوه چمتو کوونکي شرکت پاور یو اېس ادعا کړې چې له پاکستاني پوځ سره یې د تفاهم یو سند لاسلیک کړی او د دې هوکړې له مخې یې د ډرونونو اړوند لومړنی غوښت هم ترلاسه کړی دی.
د شرکت شریک بنسټګر بریټ ویلیکووچ رویټرز خبري اژانس ته وویل، د چهارشنبې پر ورځ یو مهم تفاهملیک لاسلیک شو او ورسره شرکت ته لومړنی فرمایش هم وسپارل شو. خو هغه د امنیتي دلایلو له امله د تړون د ټیکنالوژۍ او د غوښتنې د مالي ارزښت په اړه له جزییاتو ورکولو ډډه وکړه.
پاور یو اېس هوايي او سمندري ډرونونه جوړوي چې د پوځي او صنعتي موخو لپاره کارول کېږي.
بل لور، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) وايي، د پاور یو اېس یو پلاوي چې مشري یې بریټ ویلیکووچ کوله، په راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځ په عمومي قومندانۍ (جی اېچ کیو) کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره ولیدل.
د ای اېس پي ار په خبرپاڼه کې د تفاهملیک یادونه نه ده شوې، خو ویل شوي چې په دې لیدنه کې د دفاعي ټیکنالوژۍ، دفاعي تدارکاتو، دفاعي تولید او د وړتیاوو د پیاوړتیا په برخو کې د همکارۍ پر فرصتونو خبرې وشوې.
د خبرپاڼې له مخې، فیلډ مارشال عاصم منیر د ملي امنیت او دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د عصري ټیکنالوژۍ او نوښتګرو حللارو پر اهمیت ټینګار وکړ.
دا پرمختګ په داسې مهال رامنځته شوی چې د پاکستان او امریکا اړیکې د ښه کېدو په حال کې ښکاري او دواړه هېوادونه د دفاعي او اقتصادي همکاریو د پراخولو فرصتونه لټوي. واشنګټن او اسلام اباد په تېرو شلو کلونو کې سره له دې چې د ترهګرۍ په نوم جګړه کې سره ملګري و خو اسلام اباد ته څېرمه د اسامه بن لادن وژل کېدو هغه باورونه ډېرو امریکایانو ته غښتلي کړل چې ګواکې پاکستان د تندلارو ډلو پټ ملاتړ کوي.
د پاور یو اېس چارواکو په وینا شرکت د امریکا او پاکستان ترمنځ د پرمختللې ټیکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراخولو هڅه کوي او دغه راز په پاکستان کې د ټیکنالوژۍ د تولید امکانات هم ارزوي.



















