د امریکا کانګرس "د افغانستان د جګړې کمېسیون" ماموریت یو بل کال وغځاوه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

"د افغانستان د جګړې کمېسیون" د امریکا د کانګرس لخوا یو بل کال لپاره د دوی د ماموریت د غځولو هرکلی کړی دی.‌

د دغه کمېسیون مشران وايي د ماموریت غځېدل دې لپاره "اړین" اضافه وخت ورکوي، چې د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې خپلواکه، هر اړخیزه او کره ارزونه بشپړه کړي.

د افغانستان د جګړې کمېسیون ګډو مشرانو شمیلا چودري او کالین اېف. جکسن پنجشنبه (د اګست ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د خپلو ارزونو "وروستی راپور" به د ۲۰۲۷ کال په اګست کې خپور کړي.

په اعلامیه کې راغلي، "د کانګرس په دواړو خونو او دواړو ګوندونو کې د اړوندو کمیټو مشرانو زموږ [د افغانستان د جګړې کمېسیون] د واکونو په قانون کې د ذکر شوې پروسې له لارې دا تمدید تصویب کړ."

په اعلامیه کې زیاته شوې "دا ډول پراخ، دوه اړخیز ملاتړ د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره خورا مهم دی، چې کمیسیون وکولی شي د کانګرس لخوا ورسپارل ماموریت بشپړ کړي."

د افغانستان د جګړې کمېسیون مشران وايي، خپله ارزونه به په راتلونکو میاشتو کې له کانګرس او حکومت سره په ګډه بشپړه کړي، څو دا ډاډ ترلاسه شي چې "د دې جګړې درسونه د امریکا د راتلونکو نسلونو مشرانو باخبره کړي."

د افغانستان د جګړې کمېسیون څه کوي؟

"د افغانستان د جګړې کمیسیون" په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا کانګرس لخوا د دې لپاره د یوې خپلواکې ادارې په توګه رامنځ ته شو، چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د حکومتونو "ستراتیژیکې، ډیپلوماټیکې او عملیاتي پرېکړې په خپلواکه توګه وڅېړي."

دا څېړنه په افغانستان کې د امریکا له ترهګرۍ ضد اقداماتو او پوځي عملیاتو را نیولې تر استخباراتي ارزونو، سیاسي او دیپلوماتیکو نوښتونو او بحثونو، بیارغونې او پراختیايي مرستو، په افغاستان کې د پراخ ملي فساد او نشه‌يي توکو خلاف هڅو، د افغان ځواکونو د پرځېدو د لاملونو او ان د افغانستان د ګاونډیو تر رول او سیمه‌ییزو اغېزو پورې بېلابېل موضوعات رانغاړي.

د افغانستان د جګړې کمېسیون ۱۶ غړي لري چې ټول یې په حکومت او اکاډمیکو بنسټونو کې د ملي امنیت اړوندو برخو کې پام وړ تخصص او تجربه لري.

امریکا او نړیوالو متحدانو یې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته پر افغانستان یرغل وکړ،‌ د طالبانو حکومت یې رانسکور او د نوې ادارې رامنځ ته کېدو ته یې لار هواره کړه.

د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف ځواکونو شل کاله افغانستان کې حضور درلود او وروستي پوځیان یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه ووتل.

له دې سره د افغانستان حکومت هم ژر ونړېد او طالبان بېرته واک ته راوګرځېدل.