ملګري ملتونه: محدودیتونو او د مرستو کمښت افغان ښځې له حیاتي خدمتونو بې ‌برخې کړې دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت محدودیتونو او د نړیوالو مرستو کمښت په دغه هېواد کې روغتیايي خدمتونو ته د افغان مېرمنو او نجونو لاسرسی خورا ستونزمن کړی دی.

د دغه سازمان د بشري مرستو د چارو د برخې مشره، سوفیا کال‌تورپ، چې په دې وروستیو کې یې له افغانستان څخه لیدنه کړې، وايي چې دا خطر شته چې په اوږدمهال کې به په افغانستان کې ۲۲ میلیونه ښځې او نجونې روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي څخه بې‌برخې شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې، د طالبانو د حکومت له خوا تر سلو ډېر فرمانونه صادر او محدودیتونه لګول شوي چې د تګ راتګ، زده کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې د ښځو ورځنی ژوند له محدودیتونو سره مخامخ کړی دی.

د یاد سازمان د بشردوستانه خدماتو د برخې مشره سوفیا کال‌تورپ، چې تازه یې افغانستان ته سفر کړی، وايي په روغتیايي برخه کې د ښځو پر زده کړو او فعالیت محدودیتونو، او په ځینو سیمو کې نارینه ډاکټرانو ته د ښځو د ورتګ پر وړاندې شته خنډونو، روغتیايي خدمتونو ته د ناروغو مېرمنو او په ځانګړې توګه د میندوارو مېرمنو لاسرسی لا ستونزمن کړی دی.

نوموړې وايي، "موږ اوس د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو د سرغړونې یوه بله بڼه وینو. ښځې ورځ تر بلې په روغتیايي برخه کې له کار کولو او د درملنې له خدمتونو وړاندې کولو محرومېږي. په پایله کې، دا خطر شته چې په اوږدمهال کې په افغانستان کې ۲۲ میلیونه ښځې او نجونې روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي بې برخې شي."

د اغلې سوفيا په وینا، "دغو مېرمنو د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له لارې بېړنۍ نغدي مرستې ترلاسه کولې او همداراز د کوچنیو کاروبارونو د پیلولو لپاره یې د مشورې او روزنې له خدمتونو ګټه اخیسته. دغو محدودیتونو د کورنۍ دننه له تاوتریخوالي او ناوړه چلنده د ښځو د خوندیتوب لارې هم له منځه وړې دي."

نوموړې په کونړ ولایت کې د یوې مېرمنې یادونه کوي چې د هغې په وینا، څو ځله یې ماشوم ضایع شوی خو روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی نه دی موندلی.

"ما په کونړ ولایت کې له یوې مېرمنې سره ولیدل چې راته ويل یې، څو ځله یې ماشوم ضایع شوی، خو روغتیايي خدماتو ته یې د نه لاسرسي له امله درملنه نه ده شوې. له داسې نارینه وو سره مې هم خبرې وکړې چې ویل یې شته محدودیتونو د خپلو کورنیو له مېرمنو سره د دوی د مرستې او ملاتړ مخه نیولې ده. د دغو محدودیتونو ترڅنګ، د نړیوالو مالي مرستو سخت کمښت هم وضعیت لا خراب کړی دی."

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر او همکارو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې نږدې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو خپل فعالیت درولی یا ځنډولی دی. یو داسې اقدام چې روغتیايي خدماتو ته یې د څه باندې یو میلیون ښځو او نجونو پر لاسرسي اغېزه کړې ده.

همدارنګه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قربانیانو ته د خدماتو وړاندې کولو له ۱۹۳ نه ډېر مرکزونه تړل شوي او شاوخوا درې میلیونه او څلور سوه زره اړمنې ښځې او نجونې هم ښايي د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.

یاد سازمان وايي محدودیتونه یوازې د روغتیا تر برخې محدود نه دي بلکې په وینا یې په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه او شپږ سوه زره نجونې هم له منځنیو زده کړو بې برخې شوې دي، یو داسې وضعیت چې کولای شي له وخته مخکې د ودونو او د میندو د مړینې د کچې د لوړېدو خطر لا ډېر کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وايي، د مالي مرستو کمښت مرستندویه سازمانونه اړ کړي چې پرېکړه وکړي له کومو اړمنو ښځو او نجونو سره مرسته وکړي او د کومو له ملاتړه لاسه واخلي.

نوموړې له حکومتونو او نړیوالو مرستندویانو غوښتنه کړې چې د مرستو د کمولو پر ځای، له افغان مېرمنو او نجونو سره خپل مالي ملاتړ ډېر کړي.