تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا په افغانستان کې د خپل لادرکه شوي وګړي د موندلو لپاره شپږ میليونه ډالره جايزه ټاکلې
- Author, فرهاد محمدي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د امریکا د بهرنيو چارو او عدليې وزارتونو په رسمي اعلاميه کې د هغه امریکایی وګړي چې په افغانستان کې کلونه وړاندې لادرکه شوی د داسې معلوماتو ورکولو په تړاو چې د هغه موندلو او بېرته ستنېدو کې مرسته وکړي د شپږ ميليونه امریکايي ډالرو انعام ټاکلی دی.
د رسنيو د راپورونو له مخې دغه امریکایی وګړی چې پاول اېډوین اوربي جونير نومېږي یو خپلواک لیکوال دی او ۱۲ کاله وړاندې په افغانستان کې لادرکه شوی دی.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې ښاغلی اوربي وروستی ځل د ۲۰۱۴ کال په مې مياشت کې د افغانستان ختيځ خوست ولایت کې ليدل شوی و.
په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نيوز د دغه هېواد د فدرالي پوليسو له قوله راپور وکړی چې ښاغلي اوربي له لارکه کېدو مخکې ويلي وو، "کېدی شي له پولې واوړي او پاکستان ته ننوځي".
ويل کېږي نوموړی هغه مهال د خپل نوي کتاب لپاره د معلومات او څېړنو پر راټولو بوخت وو.
د سي بي اېس نيوز د راپور له مخې ښاغلی اوربي تر دې وړاندې د افغانستان په اړه د "سپېڅلې وينه: د افغانستان جګړې ته له دننه کتنه" په نامه یو کتاب کښلی و.
همدا ډول رويټرز خبري اژانس د هغه د مېرمنې جېن لارسن له خولې ويلي چې دغه امریکايي وګړي د همدې کتاب د دویم ټوک د ليکلو او څېړنې لپاره هيله لرله چې د طالبانو د حکومت کورنيو چارو د اوسني وزير سراج الدين حقاني سره مرکه وکړي.
د راپورونو له مخې د نوموړې مېرمنې په ۲۰۱۷ کال کې یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ویلي وو چې باور لري مېړه یې تښتول شوی دی او له تښتوونکو یې غوښتنه کړې وه چې دغه "جوړه" بيا سره يو ځای کړي.
ښاغلی اوربي که اوس ژوندی وي ۸۳ کلن به وي.
د شپږ ميليونو ډالرو انعام
د امریکايي چارواکو د رسمي اعلان له مخې د دې قضيې لپاره ټاکل شوی انعام دوې برخې لري:
- د امریکا د بهرنيو چارو وزارت "د عدالت لپاره انعام" کې تر پنځو ميليونو ډالرو پورې هغو معلوماتو ته ځانګړي شوي چې د دغه امریکايي ليکوال د ځای معلومولو، ژغورلو او بېرته راستنولو کې مرسته وکړي.
- د امریکا عدليې وزارت هم په جلا توګه تر يو ميليون ډالرو پورې انعام د هغو معلوماتو لپاره ټاکلی چې په مستقیم ډول د هغه ځای موندلو او ازادۍ ته لاره هواره کړي.
شخصي ځانګړنې او د هغه د روغتيا په اړه اندېښنې
په خپره شوې اعلاميه کې د پاول اېډوين اوربي ظاهري ځانګړنو په اړه هم معلومات خپاره شوي دي.
نوموړی په ۱۹۴۲ کال د امریکا يه اېلېنای ايالت کې زيږېدلی دی. ۱۸۰ سانتي قد، شاوخوا ۷۷ کيلوګرامه وزن لري او په انګرېزي، جرمني او پښتو ژبو ښه بلد دی.
امریکايي چارواکو د ښاغلي اوربي د روغتيايي وضعيت په اړه هم اندېښنه ښودلی ده. د دوی په وینا هغه د غوږونو له یوې ناروغۍ کړېږي چې د کنټرول لپاره دوامدارو روغتيايي خدمتونو او ځانګړو درملو ته اړتيا لري.
د امریکا امنيتي ادارو له ټولو هغو کسانو چې د دغه شخص د برخليک يا د ساتنې د ځای په اړه معلومات لري غوښتنه کړې چې د امریکا د فدرالي پوليسو (اېف بي ای) له سيمه ييزو دفترونو او یا د امریکا له نژدې سفارت او کونسلګرۍ سره اړیکه ونیسي.
په تېرو پنځو کلونو کې چې په افغانستان کې طالبان بيا واک ته رسېدلي، امریکا څو ځله په افغانستان کې بند خپل وګړي ازاد کړي خو د پاول اېډوين اوربي قضيه ترې یوې اندازې بېله ده، ځکه چې تراوسه هېڅ کومې ډلې د هغه د نيولو او يا تښتولو مسووليت نه دی منلی او په اړه یې معلومات هم نشته.