تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ حکومت د ۱۲ افغانانو په ګډون لسګونه کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږلي
امریکایۍ رسنۍ وايي، د ډونلډ ټرمپ حکومت د ۱۲ افغانانو په ګډون لسګونه کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته استولي دي.
اسوشیټډ پرس خبري اژانس لیکلي، د کډوالو دا جوپه شنبه (د اګست ۲۹مه)، د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته استول شوې ده.
اېپي خبري اژانس وايي، په دوی کې داسې یو افغان هم دی، چې دوو وروڼو یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر مهال له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
د هغه د وکیلې المان ډېویډ له خولې ویل شوي، د دغه سړي یو ورور، چې اوس په امریکا کې دی، واک ته د طالبانو له راستنېدو مخکې د افغانستان ملي اردو کې سرتېری او بل ورور یې د امریکا لخوا روزل شوی پیلوټ و، چې وروسته د طالبانو لخوا وژل شوی دی.
هغې زیاته کړې، چې مخکې یوه امریکايي قاضي د طالبانو لخوا د ځورول کېدو له وېرې بېرته افغانستان ته د هغه د نه استول کېدو حکم کړی و.
د ایپي په وینا دوی داسې اسناد هم کتلي، چې د دغه سړي کورنۍ ته د طالبانو لخوا "ګواښونه شوي" وو.
د طالبانو حکومت لا په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې په وار وار ټینګار کړی چې واک ته تر راستنېدو وروسته یې د اعلان کړې عمومي بخښنې پر ژمنه ولاړ دي او دا چې هېڅوک د پخوانیو دندو او کړنو له کبله نه ځورول کېږي.
د رپوټونو له مخې مرکزي افریقا جمهوریت ته په استول شویو کډوالو کې پر ۱۲ افغانانو سربېره ۸ ایرانیان او همدا راز د نیپال او نېکاراګوای یو شمېر اتباع شامل دي.
د افغان اېواک بنسټ مشر شان وندیور، چې په امریکا کې د دوی د پخوانیو افغان همکارانو د بیا مېشتېدو برخه کې فعالیت کوي، ویلي چې دغه افغانان داسې هېواد ته ایستل شوي چې هېڅ ډول تړاو او اړیکه ورسره نه لري.
دغه کسان په داسې حال کې له امریکا ایستل کېږي، چې د ډونلډ ټرمپ حکومت د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او د کډوالو د مدافع فعالانو له نیوکو سره سره د کډوالۍ ضد پالیسې سختې کړې دي.
په دې لړ کې ان یو شمېر کسان چې قضايي ادارو یې د خوندیتابه اندېښنو له کبله خپلو هېوادونو ته د ستنولو مخالفت کړی، درېیمو هېوادونو ته استول کېږي.
د بشري حقونو فعلان وايي، د ټرمپ ادارې د مرکزي افریقا جمهوریت په ګډون له ۲۰ ډېرو هېوادونو سره د کډوالو د ور استولو پټې هوکړې کړې، او زرګونه کډوال یې، چې د دغو هېوادونو خپل اتباع نه دي، ور استولي.
دوی دا یوه داسې قانوني تشه بولي، چې پایله کې یې پناه غوښتونکي په غیر مستقیم ډول بېرته هغو هېوادونو ته استول کېږي، چې ترې تښتېدلي دي.
د مرکزي افریقا جمهوریت ولې د درېیم هېواد کډوال مني؟
د مرکزي افریقا جمهوریت د افریقا د مرکزي برخې په وچه کې یو ایسار بېوزله هېواد دی، چې له چاد، شمالي او سویلي سودان، کانګو او کمېرون سره ګډې پولې لري.
دغه هېواد پر بېوزلۍ سربېره له امنیتي ستونزو سره هم مخامخ دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت مخکې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی و چې که دغه هېواد ته د سفر تکل لري، نو پام یې وي چې هلته د ناامنۍ، تښتونو، سازمان شویو جرمونو او د وسله والو ډلو د فعالیتونو له اړخه ګواښونه شته دي.
خو د ټرمپ حکومت له دې سره سره د روان کال په جون میاشت کې دغه هېواد ته د افغانانو په ګډون د کډوالو لومړۍ جوپه واستوله.
په دوی کې یوه داسې ایرانۍ ښځه هم وه، چې په خپل هېواد کې د اوسني رژیم د مخالفت له کبله د ځورول کېدو له وېرې امریکا ته پناه ور وړې وه.
سياېناېن همدا تېره ورځ د هغې په اړه یوه رپوټ کې لیکلي، لا معلومه نه ده چې د مرکزي افریقا جمهوریت ولې له امریکا څخه د ایستل کېدونکو کډوالو منلو ته غاړه ایښې، ځکه د ټرمپ د حکومت لخوا ورسره په تړاو د شوې هوکړې ټول جزییات لا نه دي خپاره شوي.
یو شی چې څرګند دی هغه دا دي، چې متحدو ایالتونو سږکال په مرکزي افریقا جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له نړیوال سازمان (ایاواېم) سره ۸۵ میلیونه ډالر مرسته کړې او د دغه هېواد د بشري مرستو صندوق سره یې هم د ۵۰ میلیونو ډالرو اضافي مرستې ژمنه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ حکومت په ټوله کې بهرنۍ مرستې راکمې کړې دي.
د یادونې ده چې د روان کال فبرورۍ کې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې دیموکراتو غړو په یوه مفصل رپوټ کې ویلي و چې د ټرمپ حکومت پنځو هېوادونو ته، چې ځینې یې د ډېرو فاسدو رژیمونو لخوا اداره کېږي، د دې لپاره ۳۲ میلیونه ډالر ورکړي چې له امریکا د درېیمو هېوادونو شاوخوا ۳۰۰ ایستل کېدونکي کډوال ومني.
د افریقا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان سیمهییزو مشرانو مارسو سېویډ او ټایګر چاګوتا د روانې اګست میاشتې لومړیو کې له افریقایي هیوادونه وغوښتل، چې درېیم هیواد ته د کډوالو د شړلو پالیسۍ کې د امریکا له ملګرتیا ډډه وکړي.
دوی ټینګار کړی و، چې د افریقايي هېوادونو مشران باید د امریکا لخوا په غیرقانوني ډول درېیمو هیوادونو ته د کډوالو د استول کېدو خلاف، چې دوی یو تبعیضي او د بشري حقونو خلاف ګام بللی و، غږ پورته کړي.