ژوندي پاتې کېدو لپاره د کوچنیانو "پلورل"، د ځينو افغان پلرونو سخت غوراوی

عبدالرشید عظیمي له خپلو دوو لوڼو او یوه زوی سره په یوه کوټه کې غمجن ناست دی او شا ته یې کمپلې او توشک د دیوال کونج ته امبار شوي دي.

د عکس سرچینه، Imogen Anderson/BBC

د عکس تشریح، عبدالرشید عظیمي وايي، د خپلو نورو اولادونو د ساتنې لپاره مجبور دی چې خپلې لوڼې وپلوري.
    • Author, یوګیتا لېمای
    • دنده, د افغانستان او جنوبي اسیا برخې خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

له لمرختو سره سم د غور ولایت په مرکز چغچران کې سلګونه کاریګر په خاورو-دوړو کې په یوه څلورلاره کې راټول دي. دوی په دې تمه د سړک پر غاړه ناست دي چې که څوک یې په دیاړۍ کار ته ورسره بوځي.

د دوی د ورځني ژوند د ګوزارې برخلیک په همدې پورې تړلی دی. که چا کار ته بوتلل نو نغری یې بل دی، کنه نو بلې ورځې ته به بیا خپل بخت ازمايي.

د دوی ترمنځ ۴۵ کلن جمعه خان هم دی چې په تېرو شپږو اوونیو کې یې ایله درې ورځې کار پيدا کړی دی. ده ته د ټولې ورځې د کار په بدل کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو ورځانه یا دیاړي ورکول کېږي.

جمعه خان وايي، "ماشومان مې سرپه‌سر درې ورځې وږي ویده شوي دي. هم مې ښځې ژړل او هم مې اولادونو. بیا مې له خپل ګاونډي یو څو روپۍ پور کړې چې اوړه پرې واخلم. کله خو وډار شم چې بچیان مې له لوږې مړه نه شي".

دا یوازې جمعه خان نه دی بلکې ګڼ افغان پلرونه له ورته کړاو سره مخ دي.

خبرداری: دغه رپوټ خواشينوونکې محتوا لري.

یوه ډله سړي کامرې ته مخامخ ګوري چې په یوه څلورلاره کې ولاړ دي. څو یې له سره دسمالونه تاو دي.

د عکس سرچینه، Imogen Anderson/BBC

د عکس تشریح، ۴۵ کلن جمعه خان (په منځ کې ولاړ سړی) په تېرو شپږو اوونيو کې یوازې درې ورځې کار او مزدوري موندلې ده.

ملګري ملتونه وايي چې نن سبا د افغانستان له هرو څلورو کسانو درې یې دومره وس نه لري چې د خپل ژوند ځينې ډېرې مهمې اړتیاوې هم پوره کړي. بېکاري ډېره ده، روغتیايي خدمتونه له ستونزو سره مخ دي او هغه مرستې هم اوس په نشت حساب دي چې یو وخت میلیونونه افغانان پرې تکیه وو.

په دغه هېواد کې اوس شاوخوا څلور اعشاریه اووه (۴.۷) میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي چې د افغانستان د نفوس ۱۰مه برخه کېږي او دا د ریکارډ په کچه لوړ شمېر دی.

غور تر بل هر ولایته ډېر اغېزمن شوی او نارینه یې ناهیلي دي.

د دیاړۍ په تمه ولاړ رباني نومي غور مېشتي سړي په رېږدېدونکي غږ راته وویل، "له کوره زنګ راغی چې ماشومانو مې له دوو ورځو د هیڅ شي څکه هم نه ده کړې".

دی زیاتوي، "یو ځل خو مې زړه کې راتېره شوه چې بیخي ځان و وژنم. بیا مې کورنۍ سترګو ته ودرېده چې هغه به څه کوي؟ نو اوس ځکه دلته په مزدورۍ پسې راغلی یم".

خواجه احمد په سختۍ خپلې خبرې راټولې کړې او وروسته په ژړا شو. ده راته وویل، "موږ وږي یو. مشران اولادونه مې مړه شول نو ځکه خپله په مزدورۍ پسې راوتلی یم. خو زه سپين‌ږیری یم او څوک مې کار ته نه بیايي".

د څنګ بېکري یا د کولچو او خوږو دوکان چې خلاص شي نو څښتن یې هلته پر ولاړو مزدورانو د سېلو ډوډۍ وېشي. هر یو د ګڼې‌ګوڼې په منځ کې د دې یوې ټوټې ډوډۍ په ترلاسه کولو پسې زورونه وهي. د سترګو په رپ کې د بېکرۍ والا شکور تش تور شي.

په همدې کې ناڅاپه کاریګر پر یوه موټرسایکل ورټول شول. هغه دغه چوک ته په داسې دیاړۍ کوونکو پسې راغلی و چې خښتې ورته بار کړي. د مزدورۍ په تمه ولاړو هر یوه پر موټرسایکل ځانونه ورغورځول چې کار ته یې ورسره بوځي.

موږ دوه ساعته په دې څلورلاره کې ولاړ وو او یوازې درې تنه مو ولیدل چې دیاړۍ ته بوتلل شول.

یوه ډله کاریګر ښکاري چې د کار په تمه په چوک کې ولاړ دي. ځينو یې خولې پوښلې دي او د ګڼو نورو چې سپين ږیري هم پکې ښکاري، له سره دسمالونه تاو کړي دي.

د عکس سرچینه، Imogen Anderson/BBC

د عکس تشریح، سهار وختي ګڼ کاریګر په څلورلاره کې راټولېږي چې که څوک یې په دیاړۍ یا ورځانې کار ته ورسره بوځي.

د تور غره په لړۍ کې د پرتې دې سیمې پر غونډیو جوړو خټينو کورونو کې د دې بېکارۍ او نیستۍ اغېز بیخي جوت برېښي.

موږ هلته د عبدالرشید عظیمي په نوم یوه ځايي سړي خپل کور ته بوتلو او خپلې اووه کلنې غبرګونې لوڼې روقیه او روهیله یې راوپېژندلې.

دی وايي، "اولادونه مې ډوډۍ رانه غواړي خو زه یې ورته له کومه کړم؟ کار او مزودري چیرې شته؟"

عبدالرشید راته وویل چې له همدې امله مجبور دی چې د واده په نوم پر خپلې وړې لور پیسې (ولور) واخلي او زیاتوي، "د یوې لور په پیسو مې لږترلږه څلور کاله خپل نور اولادونه ساتلی شم".

له همدې خبرې سره په ژړا شو، روهیله یې ښکل کړه او ویې ویل، "په دې مې زړه سوځي خو څه وکړم، بله لار نه ده راپاتې".

کیهان د عبدالرشید ښځه او د روقیې او روهیلې مور ده. دا وايي، "موږ ته یوازې وچه ډوډۍ او تودې اوبه راپاتې دي، ان چای هم نه لرو".

د کیهان او عبدالرشید دوه زلموټي زامن په ښار کې د خلکو بوټان پالشوي. بل زوی یې له ښار-بازاره د اخلي‌پخلي لپاره خلي‌خاشاک راټولوي.

یوه بل سړي سعید احمد راته وویل چې وروسته له هغه ان د خپلې پنځه کلنې لور شایقې خرڅولو ته اړ شو چې اپنډېکس شوه او په ځيګر کې یې تومور دانه راوخته.

دی زیاتوي، "دومره پیسې نه وې راسره چې د هغې درملنه پرې وکړم. نو ځکه مې یوه خپلوان ته ورکړه".

د وړې شایقې عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول او پر درملنه یې له هغو شاوخوا دوه لکو (۲۰۰ زره) افغانیو پیسې ورکړل شوې چې د دې ولور ټاکل شوی و.

سعید احمد وايي، "ما له هغوی [د شایقې خسرګنۍ نه] په یو ځای ټولې پیسې وانخیستې، کنه نو هغه يې په [همدې ماشومتوب کې] رانه بیوله. ورته ومې ویل چې د هغې د درملنې لپاره اوس یو څه روپۍ راکړه، نورې به پنځه کاله وروسته راکړې او نجلۍ به درسره بوځې".

سعید د شایقې وړې څنګلې په خپله اوږه ور واچولې او غلی شو. دا د یوې لور او پلار ترمنځ د مینې او ګرانښت څرګندونه کوي خو پنځه کاله وروسته به دی مجبور وي چې هغه خپل پوروړي خپلوان ته وسپاري.

دی زیاتوي، "که پیسې مې لرلی نو هېڅکله به مې داسې پرېکړه نه وای کړې. خو ما ویل چې که درملنه یې و نه شي نو مري. د هغې د ژوندي پاتې کېدو لپاره دې تصمیم ته اړ شوم".

سعید احمد شایقه په خپله غېږه کې کېنولې او څنګ ته یې یو ماشوم هم ناست دی. سعید احمد له سره ګلابي رنګه څادر تاو دی او کامرې ته ګوري.

د عکس سرچینه، Imogen Anderson/BBC

د عکس تشریح، سعید احمد وايي، مجبور شو چې ان خپله پنځه کلنه لور د پيسو په بدل کې خپل یوه خپلوان ته ورکړي چې درملنه یې وکړي او بیا د هغه کور ته واده شي.

شاوخوا دوه کاله مخکې سعید یو څه مرسته ترلاسه کوله. هغه ته د میلیونونه نورو اړمنو افغانانو غوندې خواړه، اوړه، غوړي، دال او د ماشومانو لپاره ځانګړي خوراکي توکي ورکول کېدل. خو په تېرو څو کلونو کې پر افغانستان د نړیوالو مرستو کمېدو یوه لویه برخه افغانان له هغو ژوند ژغورونکو مرستو بې‌برخې کړي دي.

امریکا چې یو وخت له افغانستان سره له تر ټولو ډېره مرسته کوونکو هېوادونو وه، تېر کال یې پر دغه هېواد نږدې غونډې مرستې ودرولې. د برېتانیا په ګډون ډېرو نورو ملکونو هم له افغانستان سره خپل کومکونه د پام‌وړ کم کړل.

د ملګرو ملتونو اوسنۍ شمېرې ښيي چې سږ کال تر دې دمه ترلاسه شوې مرستې د ۲۰۲۵ کال پرتله ۷۰ سلنه کمې دي.

د دې ترڅنګ سختې وچکالۍ هم د افغانستان له نیمايي ډېر ولایتونه ځپلي چې دې د خلکو کړاو او ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي.

د عبدالمالک په نوم یو کلیوال سړی وايي، "موږ سره هېچا هم مرسته نه ده کړې. نه مو د حکومت کومک لیدلی او نه هم د مؤسسو".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته رسېدلی، د روان کړاو پړه پر تېر حکومت ور اچوي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بي‌بي‌سي ته وویل، "د ۲۰ کلونو یرغل پرمهال د امریکايي ډالرو په راتګ سره په هېواد کې مصنوعي اقتصاد رامنځ‌ته شوی و. کله چې یرغل پای ته ورسېد نو فقر، کړاو، بېکاري او نورې ستونزې موږ ته په میراث پاتې شوې".

خو په خپله د طالبانو حکومت ځينې تګلارې هم په ځانګړي ډول پر ښځو محدودیتونه لګول" د دې یو مهم لامل دی چې بسپنه ورکوونکي له دغه هېواده د مرستو مخ واړوي.

خو په دې برخه کې د طالبانو حکومت بیا خپل مسؤلیت نه مني او وايي چې "بشري مرستې باید سیاسي نه شي".

ښاغلی فطرت د خپل حکومت له لوري د ځينو بنسټيزو او د کانونو اړوند پروژو ته په اشاره وايي چې "د لویو اقتصادي پروژو په پلي کولو سره یې غریبي کمه کړې او خلکو ته یې کاري فرصتونه ایجاد کړي دي".

خو ښايي په اوږدمهاله پروژو کې چا ته یوه ورځ کار وي او بله نه وي نو دا خبره بیخي روښانه ده چې د بېړنيو مرستو له ترلاسه کولو پرته میلیونونو افغانانو ته پايېدل سخت دي. بیخي داسې لکه د محمد هاشم ۱۴ میاشتېنۍ لور چې څو اوونۍ مخکې مړه شوې ده.

دی وايي، "لور مې له لوږې او د درملو د کمښت له امله مړه شوه. یو ماشوم چې وږی او ناروغ وي نو معلومه خبره ده چې مري به".

د سيمې یوه مشر راته وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په ځانګړې توګه د لوږې له کبله د رامنځ‌ته شوې خوارځواکۍ له امله د ماشومانو مړینه "بیخي ډېره شوې ده".

که څه هم د کوچنیانو د مړینې د کچې په اړه رسمي شمېرې په لاس کې نه شته خو په هدیرو کې یې ډېرېدونکي قبرونه حال وايي.

موږ په تېره څه موده کې په جلا ډول د ماشومانو او لویانو قبرونه شمېرلي دي او راته معلومه شوې چې د سترو پرتله د وړو قبرونه دوه برابره ډېر شوي دي.

د ډاکټرانو په سپينه چپنه کې یوه ښځه ولاړه ده چې ماسک يې په خوله دی او زرغون رنګه لوپټه یې پر سر ده. شا ته یې په یوه ماشین کې ماشوم هم ایښی برېښي.

د عکس سرچینه، Imogen Anderson/BBC

د عکس تشریح، روغتیاپاله فاطمه حسیني وايي چې په روغتون کې د نوزېږدو ماشومانو مړینه اوس عادي پېښه ګرځېدلې ده.

د چغچران په ولایتي روغتون کې روان وضعیت هم دا خبره ثابتوي. هلته د نوزېږدو ماشومانو څانګه تر ټولو ډېره بوخته وي. ټول کټونه یې ډک او کوچنیان پکې بستر دي. په ځينو کې خو ان دوه دوه واړه هم پراته دي.

له دوی یې د ډېریو وزن کم دی او په طبیعي ډول ساه نه شي اخیستلی.

یوې نرسې په ټایر لروونکې څوکۍ کې دوه تازه زېږېدلې نجونې روانې کړې دي. دوی غبرګونې دي، له وخته مخکې پېدا شوې دي او د دواړو وزن هم ډېر کم دی. یوه دوه کیلوګرامه ده او بله یوازې یو کیلو ده.

د دواړو روغتیايي حالت نازک و، ساه یې نه شوای اخیستلی نو ځکه اکسیجن ته پرتې وې. مور یې چې شکیله نومېږي او ۲۱ کلنه ده، د روغتون د زېږنتون په څانګه کې بستر ده.

د شکیله خواښې ګلبدن وايي چې نږور یې "په میندوارۍ کې خوراک څښاک سم نه دی کړی ځکه چې څه یې نه لرل. یوازې په وچې ډوډۍ او چایو یې ګوزار کوله. ماشومان یې هم ځکه اوس په دې حال دي".

موږ چې له دغه روغتونه ووتو نو څو ساعته وروسته خبر شوو چې له هغو نجونو یې یوه مخکې له دې چې نوم پرې کېښودل شي، مړه شوه.

په بله ورځ یې غمجنې نیا (ګلبدن) راته وویل، "ډاکټرانو د هغې د ژغورلو هڅه وکړه خو مړه شوه. بیا ما په یوه وروڼی/روڼکي کې راتاو کړه او کور ته مې راوړه. مور یې لا نه وه خبره. خو چې خبره شوه نو بې‌خوده شوه".

ګلبدن ژوندۍ پاتې لمسۍ ته په اشاره وویل، "خدای دې دا بله ژوندۍ راته وساتي".

دوه نوزېږدې نجونې په یوه کوټنۍ ډوله ماشین کې اکسیجن ته پرتې دي.

د عکس سرچینه، Imogen Anderson/BBC

د عکس تشریح، دغه غبرګونې خویندې له وخته مخکې زېږېدلې وې او په نورمال ډول یې ساه نه شوای اخیستلی نو ځکه اکسیجن ته پرتې وې.

د روغتون روغتیاپاله فاطمه حسیني وايي، داسې ورځې ډېرې راځي چې په روغتون کې ان درې ماشومان هم په یکي یوه ورځ مړه شي.

دا زیاتوي، "په لومړیو کې به ډېره راته سخته وه چې د سترګو په مخکې به مې ماشومان مړه کېدل. خو اوس ورسره عادت شوي یو".

د نوزېږدو ماشومانو څانګې مسؤل ډاکټر محمد موسی اولدات وايي چې دغلته د ماشومانو د مړینې کچه ۱۰ سلنه ختلې چې بیخي "د نه منلو" شمېر دی.

دی زیاتوي، "د بې‌وزلۍ له امله د ناروغانو کچه ورځ تر بلې زیاتېږي او موږ دومره اسانتیاوې نه لرو چې د ټولو ماشومانو سمه درملنه وکړو".

د کوچنیانو د جدي پاملرنې په څانګه کې د شپږو میاشتو ضمیر نومی ماشوم بستر دی چې سينه‌بغل دی او د مغزو التهاب هم لري.

د دغو دواړو ناروغیو درملنه ممکنه ده او ډاکټران اړ دي چې لومړۍ یې (اېم‌ار‌ای) معاینه وکړي. خو په دغه روغتون کې د داسې معاینو کولو لپاره مناسب وسایل او ماشینونه نه شته.

تر دې حیرانوونکې او خواشينوونکې خبره خو دا ده چې ډاکټرانو راته وویل، دغه عامه روغتون د ډېرو ناروغانو لپاره ان درمل هم نه لري او کورنۍ مجبورې دي چې له بهره دارو درمل واخلي.

فاطمه وايي، "له یوې نسبتاً وس‌داره کورنۍ چې کله درمل پاتې شي نو موږ هغه بیا هغو ماشومانو ته ورکوو چې د دوا اخیستو وس نه لري".

نو بې‌وسۍ او نیستۍ ګڼې افغانې کورنۍ د ډېرو سختو پرېکړو کولو ته اړ ایستې دي.

د ګلبدن ژوندۍ پاتې لمسۍ اوس یو څه غوښه او وزن اخیستی دی او ساه هم په خپله اخیستلی شي. که څه هم لا نورې درملنې ته اړ وه خو کورنۍ یې په روغتون کې د ساتلو وس نه درلود نو ځکه یې څو ورځې وروسته کور ته یووړه.

د ضمیر په نوم ماشوم هم اوس له همدې امله کور ته وړل شوی دی.

د دغو ماشومانو نازک وجودونه اوس په خپلو کورونو کې پراته دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي.

یادونه: له یوګیتا لېمای سره په دغه رپوټ کې ایموجن انډرسن، محفوظ زبېدي او سنجې ګنګولي هم برخه اخیستې ده.