د ایران او امریکا ترمنځ د سولې هڅې: د پاکستاني پوځ مشر او د قطر یو پلاوی تهران ته ورسېدل

د عکس سرچینه، ISPR
د پاکستان پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر او ورسره مل پلاوی د جمعې په ماښام د ایران پلازمېنې تهران ته ورسېدل.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مؤمني د هغه هرکلی وکړ.
د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، چې له چهارشنبې راهیسې په تهران کې و، هم د هرکلي په مراسمو کې ګډون درلود.
د پاکستان پوځ په یوه لنډ بیان کې د عاصم منیر د سفر هدف ''د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب د هڅو یوه برخه'' بللې ده.
بل لور د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په تهران کې د قطر د یوې پلاوي شتون تائید کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تائید کړه چې د جمعې په ورځ د قطر یو پلاوی په تهران کې و او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې خبرې وکړې.
اسماعیل بقایي په یوې ټلویزیوني مرکې کې، پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي، وویل ''په دې ورځو کې ډېر هېوادونه، که د سیمې وي او که له سیمې بهر، هڅه کوي چې جګړه پای ته ورسوي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي''، خو هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د ایران او امریکا تر منځ اصلي منځګړی دی.
تر دې مخکې، رویټرز د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی و چې د قطر یو پلاوی د امریکا په همغږۍ تهران ته تللی دی.
قطر، امارات او سعودي عرب هغه درې هېوادونه دي چې ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي و، د دوی په غوښتنه یې د ایران پر وړاندې د بیا بریدونو بهیر په موقت ډول درولی دی.
ټرمپ: ایران هوکړې ته لېوال دی

د عکس سرچینه، Reuters
په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یو ځل بیا وویل چې ده داسې څه کړی چې ''ایران یوې هوکړې ته رسېدو ته لیوال شوی دی.''
ټرمپ وویل: ''تاسې وینئ چې موږ له ایران سره څه کړي؟ ایران هوکړې ته رسېدو ته لېوال دی. ګورو به چې څه کېږي. خو موږ پر هغوی سخت ګوزار وکړ، او بله چاره هم نه وه، ځکه ایران باید اټومي وسلې ونه لري. هغوی ته دا اجازه نه شي ورکول کېدای.''
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ښکاري د ایران او امریکا ترمنځ د اختلافاتو د حل او د سولې د یو ډول تړون د ترلاسه کولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې لا ډېرې چټکې شوي دي. د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د جمعې په ماښام تهران ته ورسېد.
دغه راز، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په تېرو دوو ورځو کې د دوهم ځل لپاره په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وکتل او ایراني چارواکو تهران کې د یوه قطري پلاوي شتون هم تائید کړ.


















