د امریکا د خوړو مېله کې ډزې
د امریکا د خوړو مېله کې ډزې
د خپرېدو وخت
د امریکا سیاټل د خوړو په مېله کې ډزې شوې چې دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي، د مشکوکو کسانو په اړه لا معلومات نشته.
د راپور له مخې، پېښه کې یوه ۵۶ کلنه ښځه چې په ډېر خراب حالت کې روغتون ته لېږدول شوې ده، ټپي ده، یو دوه کلن ماشوم، یوه بله ۴۰ کلنه ښخه، او یو ۲۳ کلن زلمی هم دي.
د سیټل پولیسو ویلي چې د دې ډزو په اړه پلټنې لا هم روانې دي، خو تر اوسه یې د مشکوک یا احتمالي مشکوکو کسانو په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره کړي.



