د شرابو دوکاندار باندې د پړانګ برید

د ویډیو تشریح، د شرابو دوکاندار باندې د پړانګ برید
د شرابو دوکاندار باندې د پړانګ برید
د خپرېدو وخت

په دې ویډیو کې هغه شېبه وینئ چې د شرابو پر یوه هټیوال پړانګ برید کوي او هغه ځان ترې ژغوري‌. دا پېښه د هند په شمال لوېدیځ راجستان ایالت کې شوې. پړانګ تر ده مخکې د دوکان پاکوونکی هم داړلی و. وروسته دواړه له دوکانه په تېښته بریالي شول او د هټۍ چادر یې په پړانګ پسې وتاړه. پنځه ساعته وروسته چارواکو پړانګ ونیو او په ځنګل کې یې خوشی کړ.