د ټرمپ لخوا د هرمز تنګي د تړلو ګواښ خطرونه زیاتوي او ستونزې حل ته نه پرېږدي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, انتوني زرچر
- دنده, د شمالي امریکا خبریال
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
وروسته له هغې چې د امریکا د مرستیال ولسمشر جيډي وینس په مشرۍ ډېپلوماتیک پلاوی له ایران سره د امریکا د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومې هوکړې ته و نه رسېد او مذاکرات یې ناکامه شول نو ډونالډ ټرمپ د بل ګام اوچتولو پرېکړه وکړه.
ښاغلي ټرمپ خپله دا پرېکړه پرون یکشنبې سهار پر خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشیل) په څو پرلهپسې پوسټونو کې په ډاګه کړې ده.
هغه لیکلي چې امریکا پر ایران سمندري کلابندي پلې کوي او ګواښ یې کړی چې، "[ایران ته] هېڅ ناقانونه باجورکوونکی به په نړیوالو اوبو کې خوندي تګراتګ ته پرېنښودل شي".
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې امریکا به په هرمز تنګي کې د سمندري ماینونو پاکول روان وساتي چې په ترڅ کې به یې د دغه هېواد د ملګرو هېوادونو د بېړیو تېرېدو ته خوندي لاره برابره شي.
ټرمپ دا ګواښ هم کړی چې د امریکا پوځ "چمتو" دی او په "مناسب وخت" کې پر ایران د بریدونو بیا پیلولو ته "ملاتړلی او د تیارسئ" حالت کې دی.
هغه دا هم ویلي چې که څه هم په اسلاماباد کې په ۲۰ ساعته خبرواترو کې پرمختګ شوی خو ایران د امریکا هغه غوښتنه نه ده منلې چې له خپل اټومي پروګرامه لاس اخلي.
که څه هم د ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د هغه د تېرې اوونۍ ګواښونو هومره سختې او افراطي نه وې چې ویلي یې وو "د ایران تمدن به ختموي" خو اوسنی دریځ یې بیا هم امریکا ته نوې ستونزې او خطرونه رامنځته کوي.
د ماین پاکونې عملیات
د امریکا د ولسمشر دې تازه څرګندونو ځینې پوښتنې را ولاړې کړې دي:
د ماین پاکولو عملیات به د امریکا سمندري بېړۍ د ایران د بریدونو له خطر سره مخ نه کړي؟ امریکا به څنګه معلوموي چې ایران ته څوک مالیه یا د ټرمپ په خبره، "باج ورکوي"؟ که بهرني بیرغ لرونکې کښتۍ د ټرمپ د کلابندۍ یا محاصرې امر له پامه وغورځوي نو امریکا به یې پر ضد له زور او ځواکه کار واخلي؟ د چین غوندې هغه هېوادونه به دې ته څه غبرګون ښکاره کړي چې د ایران پر تېلو تکیه دي؟ د امریکا دا ګام به چې موخه یې پر ایران د عوایدو د اصلي سرچینې بندول دي، په نړۍ کې د تېلو بیې لا پسې لوړې کړي او که څنګه؟
دې ټولو پوښتنو ته تر اوسه کوم روښانه ځواب نه شته.
د امریکا د سنا یا مشرانو جرګې د استخباراتو کمېټې لوړپوړي ډېموکرات غړي او د ویرجینیا سناتور مارک وارنر پرون یکشنبې سياېناېن خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، "نه پوهېږم چې [د امریکا له لوري د هرمز] تنګي تړل به څنګه ایران اړ کړي چې دغه تنګی بېرته پرانیزي".
مخکې له دې چې ایران او امریکا پر دوه اوونیز اوربند او مخامخ مذاکراتو سره سلا شي، تېره اوونۍ ډونلډ ټرمپ له یوه ستونزمن حالت سره مخامخ و.
هغه پر ایران بریدونه زیاتولی شول چې ښايي د دغه هېواد ملکي بنسټونو ته یې اوږدمهاله تاوان رسولی وای، ورسره بشري ناورین زیات شوی او نړیوال اقتصاد یې لا نور بېثباته کړی وای.
یا دا چې له دې جګړې نور لاس په سر شوی وای چې له لومړي سره د امریکا خلک ورته لېواله نه وو او اوس خو یې ان د ټرمپ ځينې ملاتړي هم ناهیلي کړي دي. ځکه چې هغوی د ټرمپ پر هغو ژمنو باور کړی و چې ویلي یې وو؛ له اوږدمهاله بهرنیو جګړو او په منځني ختيځ کې به له شخړو امریکا لرې ساتي.
خو اوس نږدې یوه اوونۍ اوړي او سره له دې چې امریکا په دې جګړه کې د خپلې بریا ادعا کوي خو هغه ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي چې ډونلډ ټرمپ ورسره مخ و.
ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په سهار له فاکس نیوز خبري رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې ایران به په پای کې امریکا ته "هر هغه څه" ورکړي چې ترې غواړي یې. هغه زیاته کړه چې که څه هم ښايي په راتلونکو میاشتو کې د تېلو بیې همداسې پاتې شي او یا لوړې شي خو باور لري چې د امریکا اقتصاد به پر خپل ځای کلک ولاړ پاتې شي.
دا خبره د یوه لوی قمار په معنا ده.
دا په داسې حال کې ده چې په را روانه نومبر میاشت کې په امریکا کې منځمهاله ټاکنې کېدونکې دي. که په دې موده کې ټرمپ کومه تېروتنه وکړي نو دا به د هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره په دې ټاکنو کې د دروند تاوان لامل شي.
د جګړې ډګر

د عکس سرچینه، Reuters
د تېرې شنبې په شپه چې د امریکا مرستیال ولسمشر په پاکستان کې له ایراني چارواکو سره پر مذاکراتو لګیا و، ټرمپ میامي ته د (یواېفسي) په نوم د قفسي رزمي سیالیو او سوکوهنې نندارې ته تللی و.
دې لوبې ته ورغلي خبریالان وايي چې دا "ډېره عجیبه صحنه" وه.
د امریکا ولسمشر په داسې حال کې د زرګونه نندارچیانو په مخ کې د دې تاوتریخجنې سیالۍ ننداره کوله چې د لوبې د ډګر یا د رېنګ پړي د لوبغاړو د وینو پر څاڅکو سره وو او ده هلته له مشهورو کسانو سره خبرې کولې او کله ناکله یې د خپل بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او نورو سلاکارانو سره جدي بحثونه کول.
د (یواېفسي) قفسي سیالۍ که څه هم ډېرې سختې او له تاوتریخوالي ډکې وي خو خپل ټاکلي قوانین او وخت لري او په پای کې یې ګټونکی او بایلونکی معلومېږي.
خو د ایران جګړه ښايي هېڅکله هم داسې روښانه پای ونه لري. ځکه چې دا جګړه دویمې میاشتې ته غځېدلې او اوسنی دوه اوونیز اوربند هم د ماتېدو په درشل کې برېښي.
دا شخړه اوس د راتلونکو ارادو د روښانولو پر یوې ازموینې اوښتې ده. داسې ازموینه چې پایله به یې د وخت په تېرېدو سره معلومه شي چې ایران تر کومه ځایه د امریکا او اسرائيلو پرلهپسې بریدونه زغملی شي او ټرمپ به تر کومه د دې جګړې اقتصادي او سیاسي لګښتونه وزغمي.
په پای کې ښايي په دې جګړه کې ښکېل ټول لوري کمزوري او ستړي شي.





















