د سپټمبر ۱۱مه؛ 'د وېرونکي فلم په څېر چیغې لا هم زما په ذهن کې ژوندۍ دي'

جینس بروکس د سپټمبر له ۱۱مې یوازې څو اوونۍ مخکې نیویارک ته تللې وه، چې هلته د هغې په وینا د خپل ژوند "تر ټولو ستره پلټنه" پیل کړي. د سویلي اسمان څکې ودانۍ په ۸۴ پوړ کې د یورو بروکرز په نوم شرکت لپاره یې کار کاوه.
هغې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د بریدونو په سهار، هغه په دفتر کې وه کله یې چې د چاودنې یو غږ واورېد.
هغه وخت چې لومړۍ الوتکې له شمالي ودانۍ سره ټکر وکړ، "په هوا کې یې کاغذونه او دوړې" ولیدل چې تاوېدل راتاوېدل.

کله چې له سیمې د وتلو په حال کې وه، دویمې الوتکې په "ستر او ځواکمن غږ" ټکر وکړ. بروکس "د هغو وېرونکو فلمونو په څېر چیغې" واورېدې، ځکه هغه وخت یوه ښځه چې سترګې یې په وینو لړلې وې، پر کنډوالو را پرېوته.
بروکس وايي، هغه چیغه " لا هم زما په سر کې ژوندۍ ده."
کله چې په پای کې ځمکې ته ورسېده او ودانۍ ته یې وکتل، په هغه پوړ کې چې باید دا وای. هلته یو "ستر سوری" و.
د هغې په دفتر کې شپېته تنه مړه شول. بروکس وايي، "زه یوازې ۲۳ جنازو ته لاړم. ما باید ډېره هڅه کړې وای، زه به دا له ځان سره قبر ته یوسم چې ما دوی نهیلي کړل."
دا وايي له هغې ورځې راهیسې یې ځان ته "یوه دنده" ټاکلې: "ښه ژوند کول."
'د سوځېدو بوی یې لا هم زما په یاد دی'

د عکس سرچینه، Getty Images
د وېلز لومړی وزیر د سپټمبر تر یوولسمې وروسته په نیویارک کې د خپل کاري وخت خاطرو په اړه له بي بي سي سره خبرې کړې دي.
ښاغلي رون اپ ایورورت د بي بي سي خبریال په توګه، د سپټمبر د یوولسمې وروسته پېښې پوښلې.
هغه له خپلې مېرمنې لینوس او لور سره په رخصتۍ کې و او له ورمونټ د خپلو خسرخېلو سره د لیدو لپاره تللی و، چې له وېلزه یې نیویارک ته له دوی سره د یوځای کېدو لپاره سفر کاوه.
وروسته تر هغه چې ډاډ یې ترلاسه کړ، هغوی خوندي دي، نیویارک ته لاړ، یو ګرځنده ټیلیفون یې واخیست او د ترهګریزو بریدونو په اړه یې رپوټ ورکړ، "په دې پوهېدل چې ښايي نړۍ هېڅکله بیا د تېر په شان نه وي".
که څه هم هغه مخکې نیویارک ته تللی و، خو وايي: "په یاد مې دي، کله چې هلته ورسېدم، ښار په بشپړ ډول توپیر درلود."
"د سوځېدو بوی مې لا هم په یاد دي".
هغه د بي بي سي لخوا تولید شوې نیویډین اېس ۴ سي خپرونې ته وویل."دا خوځنده ښار، غلی و. د نیویارک په سړکونو کې هغه د پام وړ شوک حس زما په یاد دی."
لومړی وزیر وايي، د تېرو ۲۵ کلونو د تاریخ ډېره برخه "له دې پښې رامنځته شوې".
"د 'ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې' پیل، تاوتریخوالی، اسلام ضد نظرونه، د جیوپولیټیک بڼې رامنځ ته کېدل."
هغه زیاتوي، "موږ دا زده کړي چې ان په خورا سختو او وېرونکو حالاتو کې سړه سینه ساتل اړین دي."

د عکس سرچینه، BBC/Newyddion S4C
ما یوه تښتول شوې الوتکه ولیده، چې د کور پر سر مې تېره شوه- څو شېبې وروسته مې مېرمن د سپټمبر ۱۱مې په پېښه کې ووژل شوه

د عکس سرچینه، Charles Wolf
کله چې په یوه لمرین سهار کې په نیویارک کې د چارلز ولف د کور د پاسه یوه الوتکه تېره شوه سمدلاسه پوه شو، چې یو څه ناسم روان دي.
څو ثانیې وروسته، الوتکه د نړیوال سوداګریز مرکز له شمالي اسمان څکې ودانۍ سره ټکر شوه، چې مېرمن یې کاترین هلته کار کاوه.
کاترین د پېښې په پیل کې مړه شوه، او په امریکا کې د القاعدې په ترهګریزو بریدونو کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د وژل شویو ۲،۹۷۷ کسانو څخه یوه وګڼل شوه.
چارلز، چې یو روزل شوی پیلوټ و، وویل، "کله چې زموږ د ودانۍ او اپارتمان له پاسه الوتکه تېره شوه، زه ډېر ژر پوه شوم چې دا د دوه ماشینه الوتکه وه. زه دومره ښه پوهېدم چې له اېف بي ای سره مې اړیکه ونیوله او ورته ومې ویل، دا تصادفي پېښه نه وه، بلکې قصدي ده."
یو کال وروسته، کله چې چارلز د ایف بي ای له هغه استازي سره چې ټیلیفون یې پورته کړی و، ولیدل، ورته ویې وویل، "ته لومړنی کس وې، چې موږ دې حقیقت ته ورسولو، چې دا تصادفي پېښه نه وه."
چارلز وروسته د یو کمپاین مشري وکړه، ډاډ ترلاسه شي چې د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته په عادلانه توګه تاوان ورکړل شي، او وویل چې د هغه "ښکلې" مېرمن به په هغه څه ویاړي چې هغه یې لپاره مبارزه کړې.
'ما خپل تره او ترور د سپټمبر په ۱۱مه له لاسه ورکړل، مهمه ده چې راتلونکي نسلونه ترې زده کړه وکړي'

د عکس سرچینه، Nick Johnson/BBC
لیام مک کینا هغه وخت ۱۵ کلن و او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه په هل کې، کله چې له ښوونځي کور ته راغی، په ټلویزیون کې یې د امریکا پېښې ولیدې.
د هغه مور یې ور ته وویل: "تره دې مایکل په هغه ودانۍ کې کار کوي."
لیام وايي، "د یوه ظالم برخلیک له امله"، د هغه ترور کریسټین، هغه ورځ له کاناډا نیویارک ته ورغلې وه. مایکل او کریسټین دواړه ووژل شول.
هغه وايي، د سپټمبر یولسمې پېښې، چې په پیل کې لېرې احساسېدې، وروسته د دوی د کور ناستې کوټې ته ورسېدې.
لیام زیاتوي، د هغه او کورنۍ لپاره یې دا ډېر مهم دي، نه یوازې هغه ورځ چې څه پکې پېښ شوي هېڅکله هېر نه کړي، بلکې دا ډاډ ترلاسه کړي چې راتلونکي نسلونه هم د ۲۵ کلونو پېښو څخه خبر شي.


















