نړیوالې ادارې: پاکستان تېرو ۴ میاشتو کې له ۵۰ زرو ډېر افغانان نېولي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي،لندن
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د کډوالو مرستندویه نړیوالې ادارې وايي چې پاکستان کې افغان کډوال هره ورځ او هر چېرې د نېولو او توقیف له سخت حالت سره مخ دي.
دا تازه رپوټ چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ( یو اېن اېچ سي ار) او د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) ګډې موندنې دي وايي " د اپرېل له ۲۶مې د مې تر دویمې مستندې شمېرې ښیې چې پاکستان کې د همدې یوې اونۍ په ترڅ کې ۲۲۸۷ افغانان نېول شوي او توقیف شوي دي."
د دغو ادارو ګډ رپوټ کاږي" دا شمېرې له دې د تېرې اونۍ پرتله ۵۱ سلنه کمې دي."
رپوټ وايي د نیونې دا شمېر تېره اپرېل میاشت کې له دې ډېر لوړ وو.
ملګري ملتونه او د کډوالۍ نړیوال ادارې موندنې ښيې چې په دې کسانو کې ان معتبر اسناد لرونکي او د کډوالۍ کارټ لرونکي افغانان هم نیول شوي دي.
دا د افغان کډوالو اړوند د دغو دوو نړیوالو ادارو ۹۳م ګډ رپوټ دی چې د کډوالو نږدې ټولې شمېرې یې مستند کړي او روانه اونۍ خپور شو.
رپوټ د روان کال له پیله د لومړیو څلور میاشتو شمېرې هم خپرې کړې او وايي " دې موده کې څه باندې ۵۰ زره افغانان پاکستان کې نېول شوي دي.
دا شمېره ۱۰ کاله وړاندې ۲۰۱۶ کې تر شپږ زرو رسېده.
په رپوټ کې راغلي تر ټولو ډېر ۶۶ سلنه افغانان بلوچستان کې ۱۵ سلنه خیبر پښتونخوا، ۹ سلنه اسلام اباد او ۷ سلنه پنجاب کې نیول شوي دي.
د تېرو ۱۰ کالونو شمېرې ښيې چې تر ټولو کم افغانان ۲۰۲۰ کې نېول شوې وو او له هغې وروسته د نېونې دا شمېر پرلپسې زیات شوی دی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغې تازه رپوټ موندنو او شمېرو په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې منلې چې پاکستان کې افغانان ځورېږي، په زور شړل کېږي او ان هغه چې وطن ته ستنېږي په لارې ورته ستونزې جوړېږي.
د طالبانو حکومت دا هم ویلي چې "د کډوالو ځورول او نېول د کرکې او نفرتونو" لامل ګرځي.
د نېونې له وېرې کډې بارول

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د مې میاشتې رپوټ وايي چې د دغې پراخې نیونې له کبله زیات شمېر افغانان په زور کډه کولو ته اړ شوي دي.
د کډوالۍ اړوند دغو معتبرو بنسټونو له پاکستان څخه خپل هېواد ته د ستنېدونکو افغانانو شمېرې هم ثبت کړي او وايي " دا شمېره په وروستۍ اونۍ کې ان نږدې ۴۰ زره کسانو ته رسېدلې."
په همدې موده کې نږدې دوه نیم زره نېول شوي افغانان هم افغان لوري ته سپارل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ( یو اېن اېچ سي ار) او د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) په دې ګډ رپوټ کې راغلي چې د تېر یوه کال راهیسې نږدې یو نیم میلیون افغانان له پاکستان خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي.
د رپوټ پر بنسټ د تېرو دریو کالونو راهیسې بیا دا شمېر ۲ اعشاریه درې میلیونه کسانو ته رسېږي.
نړیوالو بشري بنسټونو خبرداری ورکړی چې د پاکستان تر څنګ له ایرانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو دا څپه به په ۲۰۲۶ کال کې هم دوام وکړي.
اټکل کېږي چې سږ کال به شاوخوا دوه میلیونه نور کسان افغانستان ته ستانه او یا په زوره وګرځول شي.
ملګري ملتونه د کډوالو دا ډول ستنېدنه جبري بولي او په خپل رپوټ کې یې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د کډوالو په زور شړلو او ناقانونه نیونو لاس واخلي.
ستنېدونکو افغانانو ته افغانستان کې د ځمکې وېش بهیر پیل

د عکس سرچینه، RTA
ملګرو ملتونو ویلي ، افغانستان ته له کډوالۍ د ستنېدونکو افغانانو بهیر د هېواد د وګړو شمېر تر ۱۰ سلنې لوړ کړی، دې زیات شوې شمېر له استوګنځیو نیولې تر ګڼو بنسټونو خپل اغېز پرېښی دی.
نړیوالو بنسټونو اندېښنه ښودلې چې په دومره پراخه کچه د افغان کډوالو ستنېدنه افغانستان کې بشري ناورین لا ژورولی شي.
د طالبانو حکومت سره له دې چې په کوربه هېوادونو بیا بیا د کډوالو د جبري او کتلوي ستنولو لړۍ درولو غږ کړی خو تر اوسه یې غږ نه دی اوریدل شوی.
له دې ور ها خوا د طالبانو حکومت سره له دې چې په کور د ننه له ګڼو ننګونو سره مخ دی وايي " ورستنېدونکو کډوالو ته یې تر خپلو مېنو تګ، ځمکو وېش تر څنګ تر وسې اړین خدمات برابروي."
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت چې په ورځني ډول د ورستنېدونکو کډوالو شمېرې خپروي د یکشنبې ورځې په خپرپاڼه کې په یوه ورځ د څه باندې پنځه زره کسانو ورستنېدو ویلي دي.
ښاغلي فطرت همدا راز ویلي د مهاجرینو د مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې بېلابېلو ولایتونو ته ستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو نمرو د وېش لړۍ هم چټکه کړې او هره ورځ سلګونه نمرې وېشي.
د طالبانو حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره یوه اونۍ کې نږدې ۱۲۰۰ نمرې وېشل شوې او ویل کېږي تر دې مهال په ټوله کې څه باندې شل زره نمرې وېشل شوې دي. دطالبانو حکومت دې څرګندونو سره سره یو شمېر خلک شکایت کوي چې ستنېدونکو کسانو ته د سرپناه برابرولو په لړ کې ډېر ستونزۍ شته او د ترلاسه کولو چاره یې اسانه نه ده.
د ځمکو د وېش دا لړۍ لږ په ځنډ پیل شوې چې له کبله یې افغانستان ته یو زیات شمېر ستنېدونکي افغانان د سرپناه له ستونزو سره مخ شوي دي.




















