تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د نړۍ لومړنی واکسین چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مټ جوړ شوی'
- Author, جېمز ګالاګر
- دنده, د روغتیا او ساینس خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
څېړونکي وايي، مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) "له بنسټیز پلوه" د یو داسې ډول واکسین جوړولو لپاره کارول شوې ده چې د څېړونکو په وینا، کولای شي د وېروسونو د پراختیا پر وړاندې محافظت رامنځ ته کړي او د وباګانو مخه ونیسي.
د کمبرېج څېړنیز ټیم وایي دا لومړی ځل دی چې د یوه واکسین مهمه برخه په بشپړه توګه د مصنوعي ځیرکتیا له لارې طرحه شوې او وروسته پر انسانانو ازمویل شوې ده.
دا واکسین داسې جوړ شوی چې د کورونا د ټولو وېروسونو پر وړاندې اغېزناک وي، چې پکې د کوویډ ټول ډولونه او هم هغه وېروسونه شامل دي چې حیوانات پرې اخته کېږي، خو ښایي د راتلونکې وبا لامل هم شي.
دا څېړنه لا هم په لومړیو پړاوونو کې ده، خو ټیم لا دمخه د نورو جلا واکسینونو پر جوړولو کار کوي چې ښایي د زکام او اېبولا پر وړاندې هم اغېزناک وي.
واکسینونه زموږ بدن ته دا ور زدکوي چې څنګه یو انتان وپېژني، چې د ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې چانس مو زیات شي.
خو ځینې وېروسونه په خپله ظاهري بڼه کې د بدلون راوستلو، یا د هڅونې او بدلېدلو وړتیا لري؛ له همدې امله واکسینونه ژر زاړه او کم اغېزناک کېدای شي. همدا علت دی چې د کوویډ او د ژمي د زکام واکسینونه باید په منظم ډول نوي او تازه شي.
د پروفیسر جانتن هېنري په وینا: "موږ تل وروسته پاتې کېږو." هغه زیاته کړه: "هغه څه چې موږ یې هڅه کوو دا دي چې له پېښو مخکې واوسو. " یعنې دومره مخکې چې وکولای شو د نویو ناروغیو د خپرېدو یا راتلونکو وباګانو پر وړاندې هم محافظت برابر کړو.
دا څنګه کار کوي؟
په عادي ډول، واکسینونه د یوه وېروس د اوسني ډول د فشار پر بنسټ طرحه او جوړېږي.
د کمبرېج پوهنتون څېړونکو د بېلابېلو کورونا وېروسونو پېژندل شوي جنیټیک کوډونه راټول کړل. دا کوډونه د ژوند د لارښوونو کتابچې بلل کېږي او د هغو څارنیزو پروګرامونو له لارې ثبت شوي وو چې د احتمالي وېروسي ګواښونو لټون کوي.
بیا مصنوعي ځیرکتیا دغه جنیټیک معلومات تحلیل کړل او یو "سوپر انټيجن" یا د معافیت غبرګون راپارونکی ماده هغه ماده چې د بدن دفاعي سیستم یې د بهرني ګواښ په توګه پېژني، یې طرحه کړه. دا انټيجن داسې جوړ شوی چې د بدن دفاعي سیستم وروزي، چې د ټولو وېروسونو پر وړاندې محافظت رامنځته کړي؛ ان که وېروسونه بدل هم شي یا یوه نوې ناروغي له حیواناتو انسانانو ته انتقال شي.
انټيجنونه د واکسینونو تر ټولو مهمې برخې دي، ځکه همدا هغه څه دي چې د بدن دفاعي سیستم یې پېژني او وروسته پرې برید کوي.
هېنري وویل دا لومړی ځل دی چې د مصنوعي ځیرکتیا په مټ ډیزاین شوی انټيجن پر انسانانو ازمویل شوی دی. هغه زیاته کړه چې دا ټکنالوژي "موږ ټول حیرانوي" او "دا حیرانوونکې ده چې د بشریت د خیر لپاره پرې څه څه ترسره کولای شو."
هیني له بي بي سي نیوز سره په خبرو کې وویل: "موخه د داسې واکسین جوړل دي چې نه یوازې د نننیو وېروسونو پر وړاندې مو خوندي کړي، بلکې د هغو وېروسونو پر وړاندې هم محافظت هم رامنځ ته کړي چې د راتلونکو ناروغیو او وباګانو لامل کېدای شي."
هغه زیاته کړه: "دا د وباګانو لپاره زموږ د چمتووالي په طریقه کې یو بنسټیز بدلون دی".
دا ازمایښتونه چې پر ۳۹ کسانو ترسره شوي وو، د دې لپاره طرحه شوي وو چې معلومه کړي ایا دا ډول واکسینونه خوندي دي که نه. دویمه څېړنه چې شاوخوا ۲۰۰ کسان پکې ګډون لري، به لا ښه روښانه کړي چې دا واکسین د انسان دفاعي سیستم څومره ښه روزي.
هغه موندنې چې د انتان ژورنال کې خپرې شوې، ښيي چې پر دفاعي سیستم یې اغېز "معتدل" و، خو بیا هم د ساینسپوهانو ترمنځ یې ډېره لېوالتیا او هیجان رامنځته کړی دی.
سال فاسټ، چې د ازمایښتونو یوه برخه یې د سوتهمپټن پوهنتون په اډانه کې ترسره کړې وه، وویل چې د مصنوعي ځیرکتیا دا ډیزاین "بېشکه ډېر ظرفیت لري" او "رښتیا هم ډېر په زړه پورې" دی.
هغه بي بي سي ته وویل: "تر ټولو په زړه پورې خبره دا ده چې دا ټکنالوژي د هغو احتمالي وباګانو لپاره د واکسینونو په جوړولو کې خورا ښه ده چې وېروسونه پکې په دوامداره توګه بدلېږي".
د کیمبرېج څېړنډله اوس د حیواناتو پر بنسټ څېړنې هم کوي چې د موسمي زکام لپاره یو عمومي واکسین جوړ کړي چې هر کال د نوي کولو اړتیا ونه لري. همدارنګه دوی د H5N1 Avian Influenza ( مرغانو زکام) لپاره هم واکسین جوړوي، که چېرې دا وېروس چې اوس مهال د مرغانو نفوس سخت زیانمنوي، په راتلونکې کې د انسانانو وبا شي.
دوی د وېروسي وینې بهېدونکو تبو لپاره هم واکسین څېړي، چې د اېبولا بېلابېل ډولونه پکې شامل دي. د کانګو دیموکراتیک جمهوریت اوسنی وبایي حالت د اېبولا د داسې ډول له امله رامنځته شوی چې تر اوسه ورته ځانګړی واکسین نه دی جوړ شوی.
انډي پولارډ چې په دې څېړنه کې یې مستقیمه ونډه نه لرله، وویل دا طریقه د حیواناتو په څېړنو کې ډېر قانع کوونکي شواهد وړاندې کوي.
هغه بي بي سي نیوز ته وویل: "دا واقعاً زړه راښکونکي معلومات دي او ډېرو خلکو به دا اټکل نه کاوه چې دومره قوي دفاعي غبرګونونه به رامنځته شي."
خو د هغه په وینا، اصلي ازموینه به د انسانانو په څېړنو کې وي، ځکه د انسان دفاعي سیستم د لابراتوار له موږکانو سره توپیر لري؛ زموږ دفاعي سیستم د کلونو کلونو انتاناتو او ناروغیو له امله ځانګړی جوړښت موندلی دی.
په پراخ ډول، هغه وویل چې مصنوعي ځیرکتیا به د واکسینونو په څېړنه کې یو "لوبه بدلوونکی" عامل وي. د هغه په باور، د AI وسایل کولای شي وړاندوینه وکړي چې دفاعي سیستم به یو واکسین ته څنګه ځواب ووایي، چې دا به د واکسینونو پراختیا ډېره چټکه کړي او "ژوندونه به وژغوري".
همدارنګه مارین نایټ وویل: "د مصنوعي ځیرکتیا په مټ د جوړ شوي دې 'سوپر انټيجن' ازمایښت د دې وړتیا په برخه کې یو مهم او تاریخي ګام دی چې پراخ او اوږدمهاله ویروسي خوندیتوب برابر کړو."