تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ: ښايي بیا پر ایران برید وکړو یا یوې هوکړې ته ورسېږو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران خلاف د پوځي ګام د پورته کېدو د احتمال یادونه کړې، خو هممهاله یې دا هم ویلي، چې واشنګټن او تهران ښايي یوې هوکړې ته ورسېږي.
هغه تېره ورځ په فلوریډا ایالت کې تر وخت مخکې د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د رایې ورکولو له بهیر وروسته د جګړې د احتمال په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل: "ښايي اړ شم چې دا کار بشپړ کړم، یا کېدای شي هغوی هوکړه وکړي. خو ډاډه نه یم، چې په هر صورت کې موږ بریالي کېږو."
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، کله چې یوه خبریال له ټرمپ وپوښتل چې د ایران خلاف د احتمالي اقدام پرېکړه تر کومه مخ ته تللې، هغه وویل: "پر دې فکر کوو، ښايي ان سبا. تاسې رښتیا فکر کوئ که زه غواړم څه وکړم، نو تاسو ته به یې ووایم؟"
د امریکا ولسمشر که څه هم ادعا وکړه چې ایران د یوې هوکړې غوښتونکی دی، خو د هر ډول احتمالي تړون په اړه یې د تهران پر ژمنتیا شک وښود.
هغه وویل موخه یې دا ده چې ایران په راتلونکې کې هم اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري او ټینګار یې وکړ چې دا موضوع باید د تل لپاره حل شي.
د امریکا ولسمشر په داسې حال کې یو ځل بیا د ایران پر ضد د پوځي اقدام د احتمال یادونه کړې، چې د اکتوبر پر اتمه یې ویلي وو، امریکا به د نومبر پر درېیمه له منځمهالو ټاکنو مخکې پر ایران نوی برید ونه کړي.
د یادونې ده چې له ایران سره د امریکا او اسرائیل شخړه، چې د فبرورۍ پر ۲۸مه پر تهران له بریدونو سره پیل شوې، لا هم روانه ده د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې هڅو تر اوسه پایله نه ده ورکړې.
ایران سره د جګړې له کبله پر ټرمپ د اوباما نیوکه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران خلاف د نویو پوځي اقداماتو د احتمال خبره داسې مهال کوي، پخواني ولسمشر بارک اوباما بیا پر هغه له ایران سره د جګړې پیلولو له کبله نیوکه کړې ده.
اوباما په اوهایو ایالت کې یوې انتخاباتي غونډې ته وویل چې د ده حکومت پرته له دې چې ان یو توغندی وتوغوي، د اټومي تړون له لارې د ایران لخوا د اټومي وسلو د جوړېدو مخه نیولې وه.
هغه زیاته کړه: "ایران اتومي وسله نه درلوده، ځکه ما داسې یو تړون کړی و چې د ټولو په باور یې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راګرځاوه. دې لپاره اړتیا نه وه چې ان یو توغندی وتوغول شي؛ یوازې ډیپلوماسۍ ته اړتیا وه."
اوباما د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړونه د ټرمپ وتلو پرېکړې ته په اشارې وویل: "هغه [ټرمپ] له تړونه ووت او دا جګړه یې پیل کړه. اوس یې اووه میاشتې تېرې شوې او شپږ میاشتې کېږي چې هغه د بریا اعلان کړی دی. جګړه څنګه مخ ته ځي؟"
اوباما د خپلې وینا په بله برخه کې د امریکا پر دفاع وزیر پیټ هېګسېټ هم سختې نیوکې وکړې او د ټرمپ اداره یې تورنه کړه چې ګوندې هېواد ته د ورپېښور لویو او اصلي ستونزو پر ځای پر کمارزښته مسایلو تمرکز کوي.