د طالبانو د مشر د اختر خطبه: شعر یې ووایه او کورنیو لپاره یې د نفقې ټاکلو ژمنه وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخندزاده د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر لمانځه پر مهال خپله وینا کې په اسلامي ټولنه کې د یووالي پر ساتنه ټینګار وکړ او پر شریعت عمل او د خپل نظام مطلق اطاعت یې د داخلي اختلافاتو او فتنو د مخنیوي یوازینۍ لاره وبلله.
هغه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د مشرتابه د مسؤلیت منلو ته په اشارې وویل، د طالبانو اوسنی نظام پیاوړی دی او د اختلاف هېڅ نښه پکې نه لیدل کېږي.
د امیر اطاعت وکړئ او د فتنې مخه ونیسئ
د طالبانو د مشر د وینا لویه برخه د مشرتابه او یووالي د درلودلو پر اهمیت متمرکزه وه. هغه مسلمانانو لپاره د امیر ټاکل واجب وبلل او و یې ویل که خلک داسې امیر و نه لري چې اطاعت یې وکړي، نو په ټولنه کې نفاق حتمي دی.
هغه د امیر د اوامرو، قوانینو او لارښوونو اطاعت "شرعي حکم" یاد کړ او زیاته یې کړه چې د امیر له درلودلو پرته یو ساعت هم د فتنې او اختلاف لامل ګرځي.
مولوي هبتالله اخندزاده د افغانستان د "تېرو تریخو تجربو" په یادولو سره وویل، تېرو بېاتفاقیو داسې حالت راوستی و، چې د هېچا ژوند، مال او عزت خوندي نه و.
هغه خپل نظام، چې د نوموړي په وینا پر شریعت ولاړ دی، د نړۍ په کچه بېساری وباله او و یې ویل، تر هغه چې دا نظام د شریعت پر لاره روان وي، زه به د دین ساتنې لپاره په کې پاتې شم او که په نړۍ کې بل داسې اسلامي نظام وای، نو زه به هلته تللی وم.
نوموړي وویل، د مشرتابه مسؤلیت یې د "کافرانو" د حضور پر مهال د نورو په غوښتنه او یوازې د "فتنې د دروازې بندېدو" لپاره منلی او زیاته یې کړه: "ما خپل سر اتحاد ته ورکړی" او اوس هم د همدې دې لپاره ولاړ یم.
هغه اوسنی وضعیت له یووالي سره مل وباله، خو د پیاوړتیا لپاره یې د لا ډېرې هڅې غوښتنه وکړه. نوموړي وویل، د اسلامي امت اوسنۍ ستونزې او مظلومیت، په ځانګړي ډول د فلسطین د خلکو وضعیت، د مسلمانانو د بېاتفاقۍ پایله ده.
شخصي غچ مه اخلئ
مولوي هبتالله اخندزاده د خپلې وېنا بله برخه کې ټولو ته د زغم بلنه ورکړه او ویې ویل، که څوک وهل شوي او یا یې سپکاوی شوی وي، باید بښنه وکړي؛ ځکه بښنه د ده په وینا د ورورولۍ او غچ اخیستل د دښمنۍ د دوام لامل کېږي.
هغه د مذاکراتو مهال او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور وروستیو ورځو ته په اشارې وویل، چې کله باورمن شو چې امریکایان تښتي نو دا اندېښنه ور ته پیدا شوه چې د افغانانو ترمنځ به د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت په څېر جګړه په میراث پاتې شي، "ځکه زموږ هدف هېڅکله د افغانانو وژل نه وو، موږ به هغوی ته ویل چې د یرغلګرو له مخې لیرې شئ."
د طالبانو مشر اعلان شوې عمومي بښنه د الله تعالی لوی احسان وباله او و یې ویل، د همدې بښنې له لارې د مخالفینو ټولې پخوانۍ بېعدالتۍ وبښل شوې او کله چې هغوی وسله پر ځمکه کېښوده، نو حسابکتاب پای ته ورسېد.
هغه څرګنده کړه چې اوس هم هېواد او نظام د هغوی خپل دی او کولای شي بېرته راستانه شي.
نوموړي وویل، اوس هم د مقابل لوري د جګړې یتیمانو او معلولینو ته مرستې ورکوي، ځکه هغوی خپل "رعیت او ولس" ګڼي.
د طالبانو مشر شعر ولوست

مولوي هبتالله اخندزاده د خپلې وینا پر مهال وویل، څو ورځې وړاندې "فقیر محمد درویش" د هغه په حضور کې یو شعر ولوست، چې د یووالي او همغږۍ پر محور څرخي:
ستوري د اسمان یو، یو مو رنګ یو مو رڼا ده
یو مو دی امیرالمؤمنین، یو مو صدا ده
هغه د دغه شعر له لوستلو وروسته بیا د ځواک له دریځه پر دې ټینګار وکړ چې د فتنو پر وړاندې به پر خپل دریځ ټینګ ولاړ وي او له خلکو یې هم وغوښتل چې د یووالي د ساتلو لپاره قربانۍ ورکړي.
هڅه کوم د هر کور لپاره نفقه وټاکم
د طالبانو حکومت مشر د خپلې وینا په پای کې د خپل حکومت اقتصادي پروګرامونو ته هم اشاره وکړه او د خلکو د معیشت ښه کولو لپاره یې هوډ څرګند کړ.
هغه وویل، د ټولنې د پرمختګ، هوساینې او اقتصادي پیاوړتیا په اړه فکر کوي او زیاته یې کړه که خدای وس راکړي، "د هر کور لپاره به نفقه وټاکم."
د هغه په خبره، پر دې طرحه او حکومتي اراده همدا اوس کار روان دی.
مولوي هبتالله اخندزاده په نننیو څرګندونو کې د افغانستان وروستیو پېښو او بدلونونو ته هېڅ اشاره و نه کړه.
هغه له پاکستان سره د طالبانو حکومت د وروستیو نښتو او همدا راز له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې په اړه څه و نه ویل.
هغه همدا راز د تېرونو اخترونو په څېر، بیا هم د ښځو د زدکړو، کار او نور حقونو او ازادیو له یادونې په څنګ تېر شو.
دا داسې موضوعات دي، چې نړیواله ټولنه او د افغانانو یوه لویه برخه یې په دوامداره توګه د حل غوښتنه کوي.























