افغان زنداني په ګوانتانامو کې ځان وژنه کړې

ګوانتانامو زندان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ۲۰۰۲ کال راهیسې چې امریکا د ګوانتانامو زندان څخه کار اخیستل پیل کړي دا اتم زنداني دی چې دلته مري.
د خپرېدو وخت

په ګوانتانامو زندان کې یو تن افغان بندي مړ شوی دی، چې امریکايي چارواکو ځان وژنه بللې ده.

اوه دېرش کلن عنایت الله له القاعدې سره د تړاو په تور د ۲۰۰۷ کال له سپتمبر راهیسې په ګوانتانامو کې بندي وو.

له ۲۰۰۲ کال راهیسې چې امریکا د ګوانتانامو زندان څخه کار اخیستل پیل کړي دا اتم زنداني دی چې دلته مري.

د پنځو مخکنیو بندیانو مړینه ځان وژنه بلل شوې وه.

په ۲۰۰۶ کال کې د دغه زندان درېو بندیانو ځان وژنه وکړه . هغه مهال امريکايي مامورينو ويلي وو چې دغو کسانو په خپله ځان غرغره کړی وو.

له هغه راهيسې چې د ګوانتانامو زندان جوړ شوی دی د ځان وژنې د لسګونو پېښو مخنيوی شوی دی.

په ګوانتانامو کې د افغانستان ، پاکستان او عربي هېوادونو پرته د يو شمېر نورو هېوادونو تبعه هم بندیان دي.

د امريکا ولسمشر واک ته له رسېدو وروسته وويل چې دی به د ګوانتانامو زندان وتړي، خو تر اوسه يې لا په اړه په پرېکړه کې نه دی بريالی شوی.