تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۲۰۲۰ کال کې ۷۸ پښتو داستاني اثار چاپ شول
- Author, ایمل پسرلی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې د نورې نړۍ غوندې د افغانستان او پښتونخوا ډېر کاروبارونه د کورونا وبا له امله په ښار بندیو کې پښه نیولي یا بیخي په ټپه ودرېدل. خو د پښتو داستاني اثارو چاپ ظاهراً تر ډېرو نورو کلونو ښه و.
په پېښور کې د کتاب کور خپرندویې ټولنې مشر یار اکبر شینواری په دې باور دی چې د ۲۰۱۹ کال ځینو بریالیو داستاني اثارو په حقیقت کې د ۲۰۲۰ کال لپاره لار هواره کړه. ښاغلی شینواری په ځانګړې توګه د نصیر احمد احمدي د ناولونو یادونه کوي چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته یې ډېر مینه وال وموندل.
د دغه کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۲۵ داستاني اثار چاپ شول. ورپسې څو میاشتې د کورونا وبا له امله هر څه ټکني شول. د سوداګریزو فعالیتونو له بیا پیلېدا سره د کتابونو د چاپ بازار تود شو.
په کابل، پېښور، جلال اباد، کوټه او کندهار کې د خپرندویو شرکتونو د مالوماتو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې ۷۸ پښتو داستاني اثار چاپ شول چې ډېره برخه یې د ناولونو وه.
چاپ شوي ناولونه
په کابل کې د سروش کتاپخپرونی شرکت نجیب الله ځیرک وايي ٬٬ په داستاني اثارو کې ناول د خلکو ډېر خوښېږي. ،، شاید همدا دلیل و چې په تېرو دولسو میاشتو کې ټول ټال ۴۸ پښتو ناولونه چاپ شول .
په دغو ناولونو کې یو د ساینس فېکشن ناول و. دا ښايي لومړنی پښتو ساینس فېکشن ناول وي چې نوې لیکوالي نومېږي او نور الله سلطان زوی لیکلی دی.
د ساینس فېکشن په اړه په تېرو کلونو کې په پښتو ژبه مقالې لیکل شوي، د میاشتنۍ مجلې داستانونو یوه ګڼه ورته ځانګړې شوې وه، ځینې لنډې کیسې یې هم په پښتو ژبه لیکل شوې او یا له نورو ژبو ژباړل شوې وې خو ناول یې شاید تر اوسه پکې نه و.
ښاغلي سلطانزوی په یوه بل ناول کې، چې د همدې کال په ترڅ کې چاپ شو، د وژل شوي مرستندوی جاپاني ناکامورا د ژوند کیسه وکړه.
۱۲ ناولونه له نورو ژبو پښتو ته د ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې وژباړل شول. د ژباړونکو په کتار جبار فراز بیا هم ډېر فعال و. ښاغلي فراز په تېرو څو کلونو کې ګڼ ناولونه ژباړلي دي چې ډېر یې څو ځلي چاپ شوي دي. د دوی دوه ژباړل شوي ناولونه په تېرو ۱۲ میاشتو کې په دویم ځل چاپ شول.
په ژباړونکو کې د مېرمنو ونډه هم د پام وړ وه. له ۴۸ ناولونو څخه پنځه پښتنو مېرمنو یا لیکلي او یا هم ژباړلي وو.
د پښتو ناولونو د خورا فعالو لیکوالو نصیر احمد احمدي او پروېز شېخ دوه دوه ناولونه په دغه کال کې چاپ شول. دوی له هغو ناول لیکونکو دي چې تر اوسه یې تر لسو ډېر ناولونه چاپ شوي دي او په تېرو څو کلونو کې یې پرله پسې ناولونه چاپېږي. د ښاغلي احمدي ځینې ناولونه څو څو ځله چاپ شوي او ځینې یې په نورو ژبو هم ژباړل شوي دي.
د خبریال او لیکوال اکمل داوي لومړنی ناول، د اکبر خان مینه، تاریخي ناول و چې په ۲۰۲۰ کال کې چاپ شو. دې ناول ان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پام ورواړاوه. اکمل داوي ته چې په واشنګټن کې مېشت دی افغان ولسمشر زنګ وواهه او هیله یې وښوده چې پر تاریخي مسایلو نورې لیکنې هم وشي.
په پېښور کې د کتابکور پلورنځي مسوولین وايي په ۲۰۲۰ کال کې هغه تاریخي ناولونو، چې د پښتنو تاریخي څېرې یا پېښې یادوي ډېر لوستونکي لرل.
په کوټه کې د تکتو کتاب خپرندویې ټولنې کفیل قربان وايي٫ دافغانستان تاریخ، تېرې پاچایۍ، د افغانستان معاصر تاریخ او له لویه سره د پښتنو د تاریخ په تړاو کتابونه او ناولونه په بلوچستان کې ډېر لوستونکي لري او لامل یې هم دا دی چې په کوټه کې په قامي سوال خلک پوه دي او ځان پوهول غواړي. پخوا دلته د افسانو او کیسو کتابونه کم لوستل کېدل خو اوس لږ ښه شوي دي.
په ننګرهار کې د ګودر کتابخپرندوی شرکت مسوول عزت الله ځواب د پښتو کتاب لوستونکو په اړه وايي ٬٬لوستونکي د مینې، مبارزې او کامیابۍ داستانونه خوښوي، په ځانګړې توګه ناولونه، د مشهورو لیکوالو کیسې او طنزونه خلک ډېر خوښوي. د هر مسلک خاوندان چې فقط لوستل وکړلی شي داستاني کتابونه اخلي ".
په کابل کې د اکسوس خپرندوی شرکت صفي الله ناصري بیا په دې باور دی چې ٬٬په ټوله کې لوستونکي داستاني اثار ډېر خوښوي او تر ډېره پولیسي او د مینې اړوند ناولونه غواړي ".
په ۲۰۲۰ کال کې چاپ شوي پښتو نالونه
۱. ټال ، نصیر احمد احمدي، ناول
۲. اکبر خان، مینه او جګړه، اکمل داوی، ناول
۳. او بیا څوک نه و، ژباړه، جبار فراز، ناول
۴. لېونی کابل، اصف مشال، ناول
۵. د سوفي نړۍ، ژباړن شفیق امیرزی او وږمه وردګ، ناول، دویم چاپ
۶. کوچینی شهزاده، ژباړنه، هوسۍ طارق، ناول
۷. د انسانانو ښکار، حاجي محمد رزمي، ناول
۸. بسپنه، عبدالهادی حماس، ناول
۹. وطن مې، د ناکامورا د ژوند ريښتینی داستان، نورالله سطانزوی، ناول
۱۰. فاحشه، ژباړن محمود مرهون، ناول
۱۱. ګلګوټه ساحه، میر حسن خان اتل، ناول
۱۲. ارمانجن شهید، بریال وزیروال، ناول
۱۳. ځوان زخمي پاچا، عبدالهادي احمدزی، ناول، دویم چاپ
۱۴. هغه راهب چې فراري موټر یې خرڅ کړ، ژباړن، جبار فراز، ناول، دویم چاپ
۱۵. څلورم نفر، ژباړه جبار فراز، ناول، دویم چاپ
۱۶. د پیل او توتي کیسه، اسماعیل څپه، د ماشومانو لپاره ناول
۱۷. جنګ، محبوب ګل یاسر، ناول
۱۸. د ګودر ماښام، رحیم شاه رحیم، ناول
۱۹. د هدیرې ناوې، ژباړنه فرشته سیدي، ناول
۲۰. د سینګار هټۍ، داکتر لیاقت تابان، ناول
۲۱. ۲۵ اکتوبر، عصمت الله زهیر، ناول
۲۲. سنۍ درخته انځیریز وه، پروفیسر راز محمد راز، ناول
۲۳. د عراقي سپي خاطرې، ژباړونکی عزت الله شینواری، ناول
۲۴. زوړ سړی او سیند، ژباړن استاد شپون، ناول، نوی چاپ
۲۵. رنګه غوږونه، نصیر احمد احمدي، ناول
۲۶. بغاوت، محمد خان ذهین، ناول
۲۷. میین جمهوریت، عبدالهادي احمدزی، ناول
۲۸. مبارز یتیم، فاروق اتل، ناول
۲۹. د یوویشتمې پېړۍ لیک، محبوب شاه محبوب، ناول
۳۰. راشه کنه مرم درپسې، نور محمد لاهو، ناول
۳۱. زما لاس، لعل پاچا ازمون، ناول
۳۲. کافره، امین سمسور، ناول
۳۳. نوې لیکوالي، نور الله سلطان زوی، ساینس فېکشن ناول
۳۴. چاند ګل، کلثوم زېب، ناول
۳۵. مجرم څوک دی، ژباړنه منزه غفوري، ناول
۳۶. نارنج کلا، نیک محمد بارک موسوي، ناول
۳۷. کابل ته مه وایه چې وران شې، تصیب الله سیماب، ناول دویم چاپ
۳۸. ناځوانه، محراب الدین ناصري، ناول
۳۹. خاپونه، امیر شاه یاد، ناول
۴۰. تا وګټله، شفیع الله تاند، ناول، دویم چاپ
۴۱. حی بن یقظان، ژباړونکی رشید احمد، ناول
۴۲. سړي په څه باندې ژوندي وي، ژباړن محمد شاهد ساپی، ناول
۴۳. تړلی تار، محمد الیاس الهام، ناول
۴۴. د مرګ مسافر، ژباړن باطن شاه عبدالرحیمزی، ناول
۴۵. یوه ورځ لکه ټول عمر، اکبر کرګر، ناول
۴۶. وکیله، شفیع الله تاند، ناول
۴۷. احساس ، پروېز شیخ، ناول
۴۸. ناتار، پروېز شېخ ، ناول
چاپ شوې لنډې کیسې
تر ناولونو وروسته تر ټولو ډېر چاپ شوي داستاني اثار د لنډو کیسو و. د ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې د لنډو کیسو ۲۰ ټولګې چاپ شوې چې درې یې د بهرنیو کیسو ژباړې وې.
له څو کلونو وروسته د مخکښ کیسه لیکوال زرین انځور د لنډو کیسو نوې ټولګه ، تار تار ستار هم په همدې کال کې خپره شوه. د وکیل سوله مل شینواري د لنډو کیسو اوومه ټولګه بل زندان هم چاپ شوه.
د لنډو کیسو په ۲۰ ټولګو کې تور ګلاب یوازینۍ مجموعه وه چې یوې مېرمن، کلثوم زېب لیکلې وه.
په ژباړل شویو ټولګو کې د هند د نیمې وچې د مشهور لیکوال سعادت حسن منټو د کیسو دوه ټولګې چاپ شوې چې یوې ته یې د منټو او بلې ته یې د معتاده ښځه نوم ورکول شوی و. ښاغلیو تسل او شاهي یې ژباړونکي وو. د نړیوالو کیسو کیسې په ټولګه کې چې ۲۶ نړیوالې کیسې پکې ژباړل شوې وې د نورې نړۍ د کیسو غوره بېلګې راغلې وې.
په ۲۰۲۰ کال کې د لنډو کیسو چاپ شوې پښتو ټولګې:
۱. ژوند په موسمونو کې، ایمل پسرلی، لنډې کیسې
۲. ابوالهول چې پېښه وکړه، حیات ژوند، لنډې کیسې
۳. پټ پټونی، ایاز الله ترکزی، لنډې کیسې
۴. تور ګلاب، کلثوم زېب، لنډې کیسې
۵. توکلي لاړې، پروفیسر بهرام زخمي، لنډې کیسې
۶. دستار، نصیب الله سیماب، لنډې کیسې
۷. دوې لارې، مجیب الرحمن محمودي، لنډې کیسې
۸. تړمې اوبه، شمشېر خلیل، لنډې کیسې
۹. د دستار سړي، ګل محمد بیتاب، لنډې کیسې
۱۰. ملي غورځنګونه، محبوب ګل یاسر، لنډې کیسې
۱۱. د صحرا بادونه، فېروز اپرېدی، لنډې کیسې
۱۲. سندلۍ، سعادت مشواڼی، لنډې کیسې
۱۳. تار تار ستار، زرین انځور، لنډې کیسې
۱۴. معتاده ښځه، ژباړن طارق تسل، لنډې کیسې
۱۵. منټو، ژباړونکی منتشر شاهي، لنډې کیسې
۱۶. تور غاړې، محمد فیصل ځلاند، لنډې کیسې
۱۷. نوکارې څهرې، ډاکټر همدرد یوسفزی، لنډې کیسې
۱۸. بل زندان، عبدالوکیل شینواری، لنډې کیسې
۱۹. د اوبو څلی، واجد ودان خلیل، لنډې کیسې
۲۰. د نړیوالو کیسو کیسې، ایمل پسرلی، ۲۶ بهرنۍ لنډې کیسې او کره کتنه یې
چاپ شوې ډرامې
د ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې د ډرامو پنځه ټولګې چاپ شوې چې دوه یې ژباړې وې. عمومآ په پښتو ژبه د چاپېدونکو داستاني اثارو په کتار کې ډرامې ډېرې لږې وي.
خو په تېرو دولسو میاشتو کې د پنځو اثارو چاپ د پام وړ دی. خو ولې د ډرامې ټولګې په پښتو ژبه لږ چاپېږي؟ په کابل کې د دانش خپرندویې ټولنې سپین سهار وايي: ٬٬په افغانستان کې خپلې تلویزیوني ډرامې نشته، بهرنۍ ډرامې خپروي، په خصوصي ډګر کې ځینې خلک ډرامې ثبتوي چې معیار یې ډېر کښته وي، کله چې ډرامه پر سټېج نه وي، په تلویزیون نه وي، طبعآ لیکوال یې هم لیکلو ته زړه نه ښه کوي. په پښتونخوا کې ټلویزیونونه پښتو ډرامې لري او لیدونکي یې هم شته خو هلته بیا د پښتو کتابونو رانیونکي لږ دي، په همدې دلیل یې هلته چې لیکوال شته د کتابونو چاپ یې لږ دی ".
په ۲۰۲۰ کې د ډرامو چاپ شوي کتابونه
۱. بادشاه اېډیسن، ژباړه شعیب خان خټک، ډرامه
۲. شالون او ولمه، سیال یوسفي، ډرامې
۳. نیم حکیم، ممتاز علي خان خټک، ډرامې
۴. پتیرا او یوش، سید اصغر هاشمي، ننداره
۵. شین مرغه، ژباړن ارین جلالزی، ډرامه
نور چاپ شوي داستاني اثار
په نورو داستاني اثارو کې د استاد سعد الدین شپون داستاني کلیات په ۲۰۲۰ کال کې د ښاغلي لعل پاچا ازمون په زیار چاپ شول. د پوهاند رښتین پښتو نکلونه او د ښاغلي ابراهیم سپېڅلي داستاني طرحې د اوبو پر مخ ګامونه هم د چاپ په ګاڼه وپسولل شول.
خو د ماشومانو لپاره کیسې بیا هم لږ وې. شاعرې او کیسه لیکوالې اناهیتا روهي چې په تېرو وختونو کې هم ماشومانو او زلمو ته ځینې اثار خپاره کړي و په ۲۰۲۰ کال کې یې د ځنګله بوډۍ په نامه ماشومانو ته کیسې خپرې کړې. هو ممم په نامه ماشومانو ته د کیسو یوه بله ټولګه هم د اغلیو رڼا پاڅون، موسکا او مامون په هڅو راټولې او چاپ شوې.
د مصور بنسټ چې کلونه پخوا یې د ماشوم ادب لپاره کار پیل کړی و او ګڼ کتابونه یې چاپ کړي و په روان کال کې د بیا فعالیت غږ وکړ. د مصور بنسټ اداري مسووله شفیقه خپلواک وايي په ۲۰۲۱ کال کې به دوی ماشومانو ته اته داستاني اثار چاپوي.
د ۲۰۲۰ کال چاپ شوي نور داستاني اثار
۱. د اوبو پر مخ ګامونه، ابراهیم سپېڅلی، داستاني طرحې
۲. د استاد شپون داستاني کلیات، ټولونکی ازمون،
۳. پښتو کیسې، پوهاند رښتین، نکلونه
۴. هومممم، راټولوونکې، رڼا پاڅون، موسکا او مامون، ماشومانو ته کیسې
۵. د ځنګله بوډۍ، ژباړونکې، اناهیتا روهي، د ماشومانو لپاره کیسې
۲۰۲۱ کال کې هیلې
د تېرو دوو لسیزو د چاپ شویو پښتو داستاني اثارو لړۍ ته په پام هیله دا ده چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به پښتو داستاني اثار لا ډېر چاپ شي. د سروش خپرندوی شرکت نجیب ځیرک وايي ٬٬ که کورونا او یا بله کومه وبا نه وي نو لا به زیات اثار چاپ شي.،،
په کوټه کې د تکتو کتاب کفیل قربان د بلوچستان د پښتو کتابونو لوستونکو په برخه کې هیله ښيي چې ٬٬ په ۲۰۲۱ کال کې به د نورو اثارو تر څنګ داستاني ادبیات او کیسه ییز ادب ته هم لا ډېره مخه وکړي.،،
په پېښور کې د کتابکور یار اکبر شینواری بیا ډاډه دی چې ٬٬ زما په خیال په ۲۰۲۱ کال کې به د پښتو ناولونو، افسانو او ډرامو کتابونه ډېر چاپ شي. واردمخه ما ته ګڼو لیکوالانو ویلي چې ناولونه، کیسې او ډرامې یې چاپ ته تیارې دي. د تېرو څو کلونو ټرېنډ یا دود ته په پام زما په خیال شاید په دې نوي کال کې د پښتو تر ۱۰۰ ډېر ناولونه، افسانې او د ډرامو کتابونه چاپ شي.،،
د اکسوس خپرندوی شرکت صفي الله ناصري وايي ٬٬ بیا به هم د داستاني اثارو پرتمینه څپه خپره وي ځکه چې لوستونکي یې زیات دي، نویو ځوانانو د تخلیق په دې برخه کې ښه وړتیا موندلې ده البته د کتابونو په رانیولو کې د لیکوال رول لوستونکو ته ډېر مهم دی، لوستونکي ډېر کله د کتاب د موضوع له اهمیت پرته لیکوال ته هم ترجیح ورکوي.،،
خو په ننګرهار کې د ګودر کتاب پلورنځي عزت الله ځواب اندېښنه لري چې ٬٬ که په اینټرنیټ باندې د پي ډي ایف خپرېدل همداسې دوام وکړي د کتابونو د نور بازار په څېر به د داستاني اثارو بازار هم سوړ شي.،،