BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
پاکستان او د طالبانو حکومت په انګور اډه کې پر یوه بل د برید پیلولو تور پورې کوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي چې د پکتیکا ولایت په انګور اډه سیمه کې یې د "پاکستاني نظامیانو" د برید په غبرګون کې "ځوابي بریدونه" کړي دي. د دغه وزارت ویاند صدیق الله نصرت پرخپله اېکسپاڼه اعلامیه کې ویلي، "تېره ورځ یوه بجه پاکستاني نظامیانو د پکتیکا ولایت انګور اډې بازار او کمیسارۍ ته ډرون الوتکې را واستولې چې بې له کومې پېښې او دلیل یې په کمیسارۍ او نږدې امنیتي تاسیساتو څلور بریدونه وکړل".
اسرائیل ټولټاکنې؛ نتنیاهو او ایزنکوټ تر دې دمه د اکثریت ترلاسه کولو کې پاتې ښکاري
په اسرائیلي ټاکنو کې د نژدې ۶۰ سلنې کارول شویو رایو تر شمېرنې وروسته تر اوسه داسې نه ښکاري، چې له دواړو مخکښو سیاسي بلاکونو یا ائتلافونو یو هم د اکثریت ترلاسه کولو پر لور ځي. ګادي ایزنکوټ د تازه رامنځته شوي "یاشار" ګوند مشري کوي او د "بدلون ایتلاف" مخکښه څېره ګڼل کېږي او تر اوسه برالا شوې پایلې ښيي چې د بنیامن نتنیاهو د لیکود ګوند د تر ټولو ستر واحد ګوند په توګه د راڅرګندېدو احتمال ډېر دی. نتنیاهو د یوه "پیاوړې" ښي اړخې حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، خو ایزنکوټ بیا ټینګار کوي چې اسرائیلیانو د نتنیاهو د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره رایه ورکړې ده.
نتنیاهو اسرائيلو ته: که رایه و نه کاروئ نو عرب ګوندونه به برلاسي شي
د اسرائيل لومړي وزیر له ښي اړخو اسرائيلیانو غوښتنه کړې چې د رایې اچونې مرکزونو ته ورشي او خپله رایه وکاروي؛ کنه نو په وینا یې، عرب ګوندونه به برلاسي شي. بنیامین نتنیاهو پرخپله اېکسپاڼه لیکلي، "داسې خبرونه را رسېدلي چې د رایې اچونې مرکزونو ته بسونه ور روان دي او په عرب مېشتو سیمو کې د خلکو اوږدې لیکې ور جوړې دي".
کرېکټ: افغانستان زیمبابوې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه
د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د درېیو شل اوریزو لوبو په لومړنۍ لوبه کې افغان لوبډلې زیمبابوې ته د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه، خو د زیمبامبوې ټوله لوبډله د ۱۴۰ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده.
ایران: په څلور هېوادیزه غونډه کې هوکړه وشوه چې په سیمهیيز امنیت کې باید "بهرنۍ لاسوهنه" نه وي
ایران ویلي چې په تهران کې په څلور هېوادیزه غونډه کې هوکړه شوې چې د سیمې امنیت باید په خپله هېوادونه وساتي او "بهرنۍ لاسوهنې" ته اجازه ور نه کړي. دا خبرې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي په تهران کې د "مکې تړون" غړو هېوادونو پاکستان، سعودي عربستان او د ترکيې له لوړپوړو پوځي او استخباراتي چارواکو سره د دوشنبې ورځې په ناستې کې له ګډون وروسته کړې دي.
مصر د سعودي او حوثیانو جګړه کې ورګډېږي؟
د حوثيانو انصار الله ډلې د سياسي شورا غړي، محمد علي الحوثي، د مصر پارلمان له لوري، ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د دفاعي ګامونو پورته کولو واک ورکول یمن سره د "جګړې اعلان" ګڼلی، قاهره بیا ټينګار کوي چې ملاتړ يې یوازې د سعودي خاورې دفاع پورې محدود دی.
"د افغانستان او پاکستان طالبان په ژبه سره پوهېږي"؛ د ملک خان مرجان څرګندونو ولې غبرګونونه پارولي؟
"د پاکستان مرکزي حکومت دې قبایلو ته موقع ورکړي چې [له افغانستان سره] د ستونزې حل را وباسي". دا د ملک خان مرجان په نوم د خیبر پښتونخوا د هغه قومي مشر خبرې دي چې تر بېړني حالت او والي واکمنۍ نافذېدو وروسته هلته د یوې حکومتي شورا مرستیال مشر دی او پر خواله رسنیو لاس په لاس شوو دغو څرګندونو یې بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.
پاکستاني چارواکي وايي دغه هېواد کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام درول شوی
د پاکستان د ګمرکونو د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي رییس عرفان جاوېد ویلي چې پاکستان کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام درول شوی دی. هغه ویلي، دا بهیر د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د غوښتنې پر بنسټ ځنډول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ یوه افغان سوداګر مطیعالله بيبيسي ته تایید کړه وه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له کبله په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسارو توکو لیلام پیل شوی دی.
"نباتي غوښه"د افغانستان په کروندو کې ارزښمن خواړه؛ ولې سویا بین د خلکو پر دسترخوان نشته؟
افغانستان د نړۍ له یوې تر ټولو سختې خوارځواکۍ سره مخ دی، د دغه هېواد په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې د پروټینونو یو غني محصول کرل کېږي چې لا هم ډېری افغانان پرې خبر نه دي. بي بي سي د (دهقان) د راډیویي خپرونې د لومړۍ کلیزې په پلمه، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم پر څلورمه پیل شوې وه، دا وار له همدې پوښتنې سره چې چاره څه ده؟ د افغانستان کروندو ته ورغلې ده.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
درې عادي لارې چې خپل فزیکي فعالیت پرې ډېرولی شو
ټوله ورځ په ناستو تېرول ډېر اسانه دي. لومړی په کارځای کې د خپل مېز تر شا ناست یاست، بیا ښايي په موټر کې کښېنئ او وروسته څو ساعته کور کې په توشکه/کوچ تېر کړئ. خو ورځ چې په ختمېدو شي بیا مو پامېږي چې ټوله ورځ مو هېڅ فزیکي فعالیت نه دی کړی. په ټوله نړۍ کې ګڼو څېړنو موندلې ده چې بېحرکته ژوند کول د جدي روغتیايي ستونزو خطر زیاتولی شي.
د سعودي، ترکیې او پاکستان جګپوړي پوځي چارواکي نن تهران ته ځي
د ایران د ملي امنیت عالي شورا مرستیال منشي علي باقري تایید کړې چې د سعودي عرب دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین نن تهران ته ورځي او هلته به له ایراني چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړي. ورمخکې رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو له خولې راپور ورکړی و چې ټاکل شوې د "مکې تړون" د غړو هېوادونو دغه مشران نن په تهران کې د سیمهییزو همغږیو په اړه خبرې وکړي.
پولیو یا ګوزڼ څه شی دی او څنګه خپرېږي؟
پولیو یا د ماشومانو فلج یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره کوچني ماشومان پرې اخته کېږي. دا ویروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي، د کولمو له لارې وینې ته رسېږي او پر عصبي سیستم برید کوي. له هر ۲۰۰ اخته کسانو یو یې د نه رغېدونکي فلج (ډېر کله د پښو له فلجوالي) سره مخ کېږي، او له هر لسو فلج شوو کسانو یو د تنفسي عضلو د فلج کېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
د اومو شیدو روغتیايي ګټې څه دي؟
که چیرې موږ د اومو یا خامو، یا نه پاستورایز شویو شیدو د ګټو په اړه په خبرو او بحثونو باور وکړو، نو داسې برېښي چې دا د هر څه لپاره یو حل دی؛ د معافیتي سیسټم له پیاوړتیا نیولې تر شیدو او په ټوله کې له لبنیاتو سره د حساسیت مخنیوي او د هضم تر ښه کولو پورې به یې د هر څه درمل وګڼو.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , د اوونۍ بحث۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۶:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
ژوندۍ خپرونه واورئ, ژوندۍ پاڼه خبر او نظر۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۵:۰۰, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۳:۳۰, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































