BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • تورخم

    د طالبانو حکومت: د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي دي

    د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د طالبانو حکومت ځايي‌ چارواکي وايي، تورخم کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې د ډیورنډ "فرضي کرښې" افغان اړخ ته دوه ماشومان وژل شوي او دوه ملکي‌ وګړي‌ ټپي شوي دي. په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه مرګژوبله کرښې ته څېرمه په پراته 'خان اباد' کلي‌ کې اوښتې ده. په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په ټپیانو کې یو تن سیمه‌ییز اوسېدونکی او بل د "هارو" په نوم د مرستندویه موسسې کارکوونکی دی.

  • د افغانستان او زېمبابوې لوبه

    کرېکټ: زېمبابوې پچه وګټله او لومړی یې افغانستان ته د منډو وار ورکړ

    د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د دريو شل اوريزو لوبلړۍ د دويمې لوبې پچه زېمبابوې وګټله او لومړی یې افغانستان ته د منډو بلنه ورکړه.

  • یک دهقان افغان در خانه‌اش در ولایت بدخشان تریاک خام را در دست دارد.

    ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تریاکو تولید د تېر کال پرتله زیات شوی، د طالبانو حکومت دا خبره ردوي

    د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو دفتر (یو این او ډي سي) د ۲۰۲۶ کال د سروې له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید د تېر کال په پرتله په څرګند ډول زیات شوی دی. دغه سروې نن (پنجشبنه اکتوبر ۲۹مه) خپره شوې ده. بل لور په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي د ملګرو ملتونو دغه تازه شمېرې ردوي او له هغو شمېرو سره یې په ټکر کې بولي، چې د دوی د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو راټولې کړې دي.

  • په خبرتیا کې ویل شوي چې د حوثیانو دغو بریدونو د سعودي عرب په هوايي ډګرونو او نورو مهمو بنسټیزو تاسیساتو اغېز کړی.

    په سعودي عرب کې د امریکا سفارت له خپلو غیر ضروري کارکوونکو غوښتي چې دغه هېواد پرېږدي

    په سعودي عرب کې د امریکا سفارت وایي، د امریکا حکومت له خپلو غیر ضروري کارکوونکو او د هغوی له کورنیو غوښتي چې د امنیتي ګواښونو له امله د اکتوبر له درېیمې اوونۍ وروسته له دغه هېواده ووځي. د امریکا سفارت په هغه خبرتیا کې چې څو ساعته مخکې خپره شوې، ویلي چې د یمن د حوثیانو لخوا د سعودي عرب پر هوايي ډګرونو د توغندیزو او بې پېلوټه الوتکو بریدونو له امله به د امریکا دولتي کارکوونکي تر بلې خبرتیا پورې په سعودي عرب کې د هر هوايي ډګر د کارولو لپاره ځانګړې اجازې ته اړتیا ولري.

  •  انګور اډې ته څېرمه سیمه کې یو پاکستانی پوځي د اغزن تار ترڅنګ ولاړ دی.

    پاکستان او د طالبانو حکومت په انګور اډه کې پر یوه بل د برید پیلولو تور پورې کوي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي چې د پکتیکا ولایت په انګور اډه سیمه کې یې د "پاکستاني نظامیانو" د برید په غبرګون کې "ځوابي بریدونه" کړي دي. د دغه وزارت ویاند صدیق الله نصرت پرخپله اېکس‌پاڼه اعلامیه کې ویلي، "تېره ورځ یوه بجه پاکستاني نظامیانو د پکتیکا ولایت انګور اډې بازار او کمیسارۍ ته ډرون الوتکې را واستولې چې بې له کومې پېښې او دلیل یې په کمیسارۍ او نږدې امنیتي تاسیساتو څلور بریدونه وکړل".

  • د اسراییلو ولسمشر

    اسرائیل ټولټاکنې؛ ولسمشر یې وایي، ټاکنې باید بل پړاو ته لاړې نه شي

    د اسراییل ولسمشر ایزېک هرزوګ وایي، هڅه دې وشي چې ټاکنې بل پړاو ته لاړې نه شي. " موږ باید هر هغه څه وکړو چې زموږ له وسه پوره دي چې ټاکنې بل پړاو ته لاړې نه شي". په اسراییلو کې د رایو شمېرنه لا روانه ده او تر دې دمه نتنیاهو او سیال یې ایزنکوټ د اکثریت په ترلاسه کولو کې پاتې ښکاري.

  • نتنیاهو

    نتنیاهو اسرائيلو ته: که رایه و نه کاروئ نو عرب ګوندونه به برلاسي شي

    د اسرائيل لومړي وزیر له ښي اړخو اسرائيلیانو غوښتنه کړې چې د رایې اچونې مرکزونو ته ورشي او خپله رایه وکاروي؛ کنه نو په وینا یې، عرب ګوندونه به برلاسي شي. بنیامین نتنیاهو پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي، "داسې خبرونه را رسېدلي چې د رایې اچونې مرکزونو ته بسونه ور روان دي او په عرب مېشتو سیمو کې د خلکو اوږدې لیکې ور جوړې دي".

  • ایران

    ایران: په څلور هېوادیزه غونډه کې هوکړه وشوه چې په سیمه‌یيز امنیت کې باید "بهرنۍ لاس‌وهنه" نه وي

    ایران ویلي چې په تهران کې په څلور هېوادیزه غونډه کې هوکړه شوې چې د سیمې امنیت باید په خپله هېوادونه وساتي او "بهرنۍ لاس‌وهنې" ته اجازه ور نه کړي. دا خبرې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي په تهران کې د "مکې تړون" غړو هېوادونو پاکستان، سعودي عربستان او د ترکيې له لوړپوړو پوځي او استخباراتي چارواکو سره د دوشنبې ورځې په ناستې کې له ګډون وروسته کړې دي.

  •  حوثي وسله وال او د یمن حکومت په جګړه کې یو حوثي وسله وال لیدل کېږي.

    مصر د سعودي او حوثیانو جګړه کې ورګډېږي؟

    د حوثيانو انصار الله ډلې د سياسي شورا غړي، محمد علي الحوثي، د مصر پارلمان له لوري، ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د دفاعي ګامونو پورته کولو واک ورکول یمن سره د "جګړې اعلان" ګڼلی، قاهره بیا ټينګار کوي چې ملاتړ يې یوازې د سعودي خاورې دفاع پورې محدود دی.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • Keyframe #3
  • photo
  • African woman
  • scooters
  • Keyframe #4
  • اعجاز احمدزی
  • USA
  • Keyframe #5
  • هند کې مذهبي مېله
  • .
  • a man is looking in his phone
  • مجاهد

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • ملک خان مرجان

    "د افغانستان او پاکستان طالبان په ژبه سره پوهېږي"؛ د ملک خان مرجان څرګندونو ولې غبرګونونه پارولي؟

    "د پاکستان مرکزي حکومت دې قبایلو ته موقع ورکړي چې [له افغانستان سره] د ستونزې حل را وباسي". دا د ملک خان مرجان په نوم د خیبر پښتونخوا د هغه قومي مشر خبرې دي چې تر بېړني حالت او والي واکمنۍ نافذېدو وروسته هلته د یوې حکومتي شورا مرستیال مشر دی او پر خواله رسنیو لاس په لاس شوو دغو څرګندونو یې بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.

  • کراچۍ بندر

    پاکستاني چارواکي وايي دغه هېواد کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام درول شوی

    د پاکستان د ګمرکونو د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي رییس عرفان جاوېد ویلي چې پاکستان کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام درول شوی دی. هغه ویلي، دا بهیر د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د غوښتنې پر بنسټ ځنډول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ یوه افغان سوداګر مطیع‌الله بي‌بي‌سي ته تایید کړه وه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له کبله په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسارو توکو لیلام پیل شوی دی.

  • مصاحبه خبرنگاران بی‌بی‌سی با دو دهقان در لغمان

    "نباتي غوښه"د افغانستان په کروندو کې ارزښمن خواړه؛ ولې سویا بین د خلکو پر دسترخوان نشته؟

    افغانستان د نړۍ له یوې تر ټولو سختې خوارځواکۍ سره مخ دی، د دغه هېواد په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې د پروټینونو یو غني محصول کرل کېږي چې لا هم ډېری افغانان پرې خبر نه دي. بي بي سي د (دهقان) د راډیویي خپرونې د لومړۍ کلیزې په پلمه، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم پر څلورمه پیل شوې وه، دا وار له همدې پوښتنې سره چې چاره څه ده؟ د افغانستان کروندو ته ورغلې ده.

  • One woman carries a brown shopping bag while another uses a hoover while texting.

    درې عادي لارې چې خپل فزیکي فعالیت پرې ډېرولی شو

    ټوله ورځ په ناستو تېرول ډېر اسانه دي. لومړی په کارځای کې د خپل مېز تر شا ناست یاست، بیا ښايي په موټر کې کښېنئ او وروسته څو ساعته کور کې په توشکه/کوچ تېر کړئ. خو ورځ چې په ختمېدو شي بیا مو پامېږي چې ټوله ورځ مو هېڅ فزیکي فعالیت نه دی کړی. په ټوله نړۍ کې ګڼو څېړنو موندلې ده چې بې‌حرکته ژوند کول د جدي روغتیايي ستونزو خطر زیاتولی شي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۲
      سخت غوسه کېدل طبیعي غبرګون دی که ناروغي؟