BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ډونلډ ټرمپ

    ټرمپ وايي د خليج هېوادونو په غوښتنه یې پر ایران نوی برید ځنډولی دی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې پر ایران د سې شنبې ورځې لپاره پلان شوی پوځي برید یې د "جدي مذاکراتو" په پار د خليجي هېوادونو په غوښتنه ځنډولی دی. نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ، ټروت سوشل يو پوسټ کې ليکلي چې د قطر، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو مشرانو ترې پر ایران د نه برید کولو غوښتنه کړې ده.

  • سان ډياګو جومات کې ډزې

    امریکا کې پر یوه اسلامي مرکز وسله وال برید؛ په جومات کې دری تنه او بهر دوه مشکوک بریدګر وژل شوي

    د امریکا په کليفورنيا کې د سان ډياګو ښار په تر ټولو ستر جومات کې د ډزو له کبله دری تنه وژل شوی دي. پوليس وايي دوه تنه مشکوک بریدګر هم په دې پېښه کې وژل شوي دي. د سان ډياګو د پوليسو مشر سکاټ وال له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې دا مهال په سیمه کې بل ګواښ نشته او له هغو کسانو سره چې په دې پېښه کې یې خپلوان له لاسه ورکړي غمشريکي یې ښودلې ده.

  • Shopkeeper is confronted by BBC journalist in vape shop

    د انګریز کانال له لارې بریتانیا ته د ناقانونه راتګ لګښت څنګه پرې کېږي؟

    د بي بي سي یوې څېړنې موندلې چې انساني قاچاقچیان کډوالو ته لارښونه کوي چې له انګریز کاناله په ناقانونه توګه د اړولو پیسې په بریتانیا کې د ثبت شویو کاروبارونو د یوې شبکې له لارې ورکړي. موږ په پټه د لندن په سوېل ختیځ کې د یوه دوکان د کارکوونکو ویډیو ثبت کړې ده. دوی یوه څېړونکې ته چې خپله اصلي دنده یې نه ده ورښودلې وايي، نږدې ۳۰۰۰ پونډ نغد ورکولی شي چې په فرانسې کې یې یوه قاچاقبر ته واستوي.

  • د عکس په ښۍ خوا کې د ملک طارق وزیر عکس دی چې لونګۍ یې پر سر ده، ږیره یې خرېیلې او غټ بریتونه لري، پيکه کریمي رنګ کمیس یې اغوستی. په چپه خوا کې د برید صحنه ښکاري چ یو سپين فولډر موټر پکې ولاړ دی او له سیمې لوګي پورته کېږي.

    د وزیرستان په واڼه کې چاودنه؛ د یوه قومي مشر په ګډون درې تنه وژل شوي

    د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستانه رپوټونه وايي چې هلته نن په یوه چاودنه کې د یوه مخور قومي مشر په ګډون لږترلږه درې تنه وژل شوي او ځينې نور ژوبل دي. ځايي پولیس وايي چې دا پېښه نن دوشنبه (غویی ۲۸/مې ۱۸) ځايي وخت سهار د کوز جنوبي وزیرستان د واڼه په رستم بازار سیمه کې د یوه ځای‌پرځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې رامنځ‌ته شوې ده. چارواکو ویلي چې په دغه برید کې د احمدزي وزیر قوم د یوه مخور مشر ملک طارق خان وزیر په ګډون لږترلږه درې تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

  • Afghanistan

    افغانستان او پاکستان کې څه باندې ۲۷ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی

    د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د نړیوالو همکاریو په مرسته د ۲۰۲۶ کال د ګوزڼ ضد واکسین دویم کمپاین پیل شوی، چې د مې له ۱۸ تر ۲۱ به د هېواد ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې ترسره او شاوخوا ۸،۳ میلیونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسین شي.‌ د پاکستان ۹۷ لوړ خطر لرونکو ولوسالیو کې هم د پولیو ضد ملي کمپاین پیل شوی دی.

لنډې ویډیوګانې

  • طارق وزیر
  • US JETS
  • ترکیه
  • Peshawar
  • خویندې
  • Children
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ
  • کپتان

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۸ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي