سعودي کې يوۀ ښوونکي خپل شپږ همکاران وژلي

د عکس سرچینه، Twitter Al Riyadh TV
د خپرېدو وخت
په سعودي عرب کې يوه ښوونکي خپل شپږ همکاران وژلي دي. پېښه په جنوبي ايالت جازان کې رامنځ ته شوې ده .
ځايي خبري رسنۍ وايي پوليسو د پېښې ځاى ته تلونکې لارې تړلې دي . د رويټرز خبري اژانس د کورنېو چارو د وزارت د وياند له خولې ويلي دي چې بريد گر نيول شوى دى.
چارواکي وايي تر اوسه نه ده روښانه چې بريد ګر ولې خپل همکاران وژلي، داسې ډله ايزې وژنې په سعودي کې کمې لېدل شوي دي.
جازان ايالت د يمن له پولې سره نژدې پروت دی او سعودي هلته د شيعه حوثي ياغيانو پر وړاندې هوايي بريدونه ترسره کوي.
د سعودي حکومتي رسنيو د پېښې ځای کې د امبولانسونو تصويرونه خپاره کړي دي.














