ولې بیا د کېم جونګ اون د مړینې اوازه خپره شوې؟
ولې بیا د کېم جونګ اون د مړینې اوازه خپره شوې؟
د خپرېدو وخت
د شمالي کوریا په دولتي رسنیو کې ویل شوي چې ولسمشر یې کیم جونګ اون روغ رمټ دی خو اوازې دا وې چې هغه د مغزي سکتې له امله مړ شوی دی.
په امریکا کې مېشت د هغه یوه چینايي مخالف پرته له کوم ثبوت وړاندې کولو ادعا کړې وه چې کېم جون اون په کوما حالت کې د بیجینګ یوه روغتون ته وړل شوی او هلته مړ شوی دی. خو له دې اوازې وروسته د شمالي کوریا دولتي ورځپاڼې (رودونګ سینمون) ځینې عکسونه خپاره کړل چې پکې ښکاري، دغه ۴۲ دېکتاتور ولسمشر له خپلې لور سره د جامو او بوټانو یوه نندارتون ته ورغلی دی.
ولې د کېم جون اون د مړینې اوازې بیا بیا خپرېږي؟

