اوکرایین وايي، لومړی ځل یې د ډرون په مټ ټپي سرتېری د جګړې له ځایه لېږدولی

د ویډیو تشریح، اوکرایین وايي، لومړی ځل یې د ډرون په مټ ټپي سرتېری د جګړې له ځایه لېږدولی
اوکرایین وايي، لومړی ځل یې د ډرون په مټ ټپي سرتېری د جګړې له ځایه لېږدولی
د خپرېدو وخت

د اوکرایین پوځ هغه ویډیو خپره کړې چې د دوی په وینا، په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د یوه ټپي سرتېري د لېږدولو لپاره د ډرون کارول ښيي.

د اوکرایین د وسله‌والو ځواکونو ۹۲مې بریدګرې لوا ویلي، د ځمکې له لارې د ژغورنې عملیات ممکن نه وو، ځکه ټپي سرتېری د ځمکنیو ماینونو په منځ کې ایسار و او په سیمه کې د روسیې د ډرونونو فعالیت هم ډېر و.

د دې لوا په وینا، یوه درنه شپږپره‌ییزه بې‌پیلوټه الوتکه (هېکساکاپټر) چې له لرې کنټرولېده، وتوانېده د ژغورنې د دې "ډېرو ستونزمنو" عملیاتو پر مهال خپل ثبات وساتي.