د اروپا په فوټبال اتلوليو کې کوم هيوادونه بخت ازمويي

دا د اروپا د فوټبال اتلوليو ١٤ مې سيالۍ دي چې په پولنډ او اوکراين کې ترسره کيدونکې دي
د عکس تشریح، دا د اروپا د فوټبال اتلوليو ١٤ مې سيالۍ دي چې په پولنډ او اوکراين کې ترسره کيدونکې دي
د خپرېدو وخت

کوربه هيوادونه اوکراين او پولنډ دغو سياليو ته بې له غوراوي غوره شوي وو ځکه چې په خپله خاوره يې دا اتلولۍ ترسره کيږي.

د نورې اروپا هيوادونو پاتې ١٤ ځايونو ته دوه کاله سيالۍ وکړې او لوى هيوادونه ټول په کې ځاى شول.

اسپانيا، جرمني، ايتاليا، انگلستان، فرانسه، هالنډ، پرتگال، يونان، د ايرلنډ جمهوريت، روسيه، کرويشيا، ډنمارک، چيک جمهوريت او سويډن د غوراوي له پړاوه تير شول.

اسپانيا د تيرو سياليو اتل دى، جرمني درې ځله، فرانسې دوه وارې، يونان او ډنمارک يو يو ځل د اروپا اتلولۍ گټلي دي.

چيک جمهوريت هغه مهال دا سيالۍ گټلې وې چې لا چيکسلواکيا وه او روسيې هم هغه مهال د اتل لقب خپل کړى و چې لا شوروي اتحاد وه.

د سږ کال په اتلوليو کې شامل ټول هيوادونه په څلورو گروپنو سره وېشل شوي دي.

په اې گروپ کې چيک جموريت، له يونان ، روسيې او پولنډ سره مخامخ دي.

په بي گروپ کې ډنمارک، جرمني، هالنډ او پرتگال سيالي کوي.

په سي گروپ کې تير اتل اسپانيا، ايتاليا، د ايرلنډ جمهوريت او کرويشيا بخت ازمويي.

او په ډي گروپ کې فرانسه، انگلستان، سويډن او اوکراين له يو بله د وړاندې کيدو هڅه کوي.

له هر گروپ څخه دوه هيوادونه دويم پړاو ته رسيږي.

دويم پړاو وارد واره د منځلوبو يا کواټر فاينل دي چې د هغوى گټونکي نيمه پايلوبو ته رسيږي.