له ۱۳ کلونو انتظار وروسته، د "GTA 6" لوبه بازار ته وړاندې شوه؛ په افغانستان کې به د لاسرسي وړ وي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له ۱۳ کلونو انتظار وروسته، د "GTA 6" لوبه نن سهار د دې مشهورې ویډیويي لوبې مینهوالو ته وړاندې شوه.
په بریتانیا کې د دې لوبې مینهوالو له څو میاشتو وړاندې د هغې د پېرلو لپاره مخکې له مخکې نوبت نیولی و. د لوبې الټیمیټ (Ultimate) نسخه شاوخوا ۹۰ پونډه او معیاري نسخه یې نژدې ۷۰ پونډه پلورل شوې ده.
په افغانستان کې هم د "GTA 6" لوبه په بېلابېلو بیو وړاندې کېږي.
د ځینو پلورونکو د معلوماتو له مخې، د دې لوبې د آفلاین نسخې بیه ۲۴۹۹ افغانۍ، د آنلاین او آفلاین نسخې بیه ۳۴۹۹ افغانۍ او یوازې د آنلاین نسخې بیه ۳۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.
خو لا څرګنده نه ده چې افغان پلورونکو د دې لوبې د مخکیني پلور زمینه څنګه برابره کړې او ایا وړاندې شوې نسخې یې په مستقیم ډول له رسمي لارو ترلاسه کړې دي که نه.
په کابل ښار کې د "جوان تکنالوژۍ" پلورنځي مالک د GTA 6 لوبې د مخکیني پلور په اړه بيبيسي ته ویلي:
"د لوبغاړو هرکلی په رښتیا هم بېساری و. له هماغو لومړیو ورځو چې د لوبې مخکینی پلور پیل شو، د خلکو لېوالتیا ډېره زیاته وه."
هغه زیاته کړې چې ګڼ شمېر د ویډیويي لوبو مینهوالو د دې لوبې د پېرلو او مخکې له مخکې سپارښتنې په اړه پوښتنې کړې دي.
"ډېر پېرودونکي د دې لوبې د ترلاسه کولو لپاره زموږ پلورنځي ته راغلل. ان داسې کسان هم وو چې له مخکې یې د دې لوبې د پېرلو لپاره پلان جوړ کړی و. "
د هغه په وینا، په زړه پورې خبره دا ده چې GTA 6 یوازې د مسلکي لوبغاړو ترمنځ مشهوره نه ده، بلکې د بېلابېلو عمرونو ګڼ شمېر کسان یې هم مینهوال دي او د خپرېدو شېبې ته یې انتظار کاوه.
هغه په افغانستان کې د دې لوبې د وړاندې کېدو په اړه وویل چې ډېری غوښتنې یې د ډیجیټلي نسخو او د پلیسټېشن (PlayStation) د قانوني حسابونو له لارې د پېرلو په اړه وې. سربېره پر دې، د لوبې فزیکي نسخه، یعنې ډیسک، هم شته.
نوموړي وویل چې د دې لوبې هرکلی څرګندوي چې په کابل کې د ویډیويي لوبو بازار ښه ظرفیت لري او افغانان هم د نړۍ د نورو هېوادونو د خلکو په څېر له نویو او مشهورو لوبو سره لېوالتیا لري.
دغه پلورونکي د GTA 6 هرکلی د خوښۍ وړ وباله او ویې ویل چې دا هرکلی د یوې عادي ویډیويي لوبې له وړاندې کېدو ډېر لوړ دی.

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
په بریتانیا کې هم د دې لوبې هرکلی دومره زیات و چې د دغه هېواد ځینو ښوونځیو والدینو ته خبرداری ورکړی چې د یوې مشهورې ویډیويي لوبې خپرېدل باید د زدکوونکو د درسي ټولګیو د غیرحاضرۍ لامل نه شي.
ښوونځیو ټینګار کړی چې د لوبې د خپرېدو په ورځ به د زدکوونکو غیرحاضري یوازې هغه مهال د منلو وړ وي چې د نه حاضرېدو لپاره یې قانع کوونکی دلیل موجود وي.
هغو کاروونکو چې لوبه یې له وړاندې پېرلې وه، کولای شول د رسمي خپرېدو له وخت څخه مخکې د لوبې فایلونه ډاونلوډ کړي. د "GTA 6" د الټیمیټ نسخې حجم شاوخوا ۲۱۲ ګیګابایټه دی.
دا لوبه اوس مهال د پلیسټېشن ۵، پلیسټېشن ۵ پرو، اېکسباکس سېریز اېکس او اېکسباکس سېریز اېس لوبو کنسولونو لپاره د لاسرسي وړ ده.
تر دې وړاندې خپره شوې "GTA 5" لوبه، له ماینکرافټ (Minecraft) وروسته، د تاریخ دویمه تر ټولو ډېره پلورل شوې ویډیويي لوبه بلل شوې ده.
د راپور له مخې، دغې لوبې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۸۸ میلیارده ډالره عواید ترلاسه کړي دي.
د دې نوې لوبې له خپرېدو سره هممهاله، په ټولنیزو رسنیو کې د هیجان او پخوانیو خاطرو څپه خپره شوې ده. ګڼ شمېر د محتوا جوړوونکو د GTA د پخوانیو نسخو د خاطرهانګېزو کرکټرونو او صحنو په بیا جوړولو سره میلیونونه لیدنې ترلاسه کړې او نوي پلویان یې ځان ته جذب کړي دي.
په افغانستان کې هم د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پوښتنه کړې چې کله پیسې او چټک انټرنېټ نه وي، نو دا لوبه به څنګه وکړای شو؟



















