تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پښتونخوا کې د شاتو کاروبار: اقليمي بدلون او ناوړه اقتصادي حالت پرې اغېز کړی
د مې شلمه، د شاتو مچيو نړيواله ورځ ده. ملګري ملتونه وايي دا ورځ يې د مچيو ارزښت، پر وړاندې يې د ګواښونو او پايېدونکي پرمختګ کې يې د ونډې په اړه د پوهاوي زياتوالي لپاره غوره کړې ده.
خو خيبر پښتونخوا چي پاکستان کې د شاتو د توليد يو لوی مرکز بلل کېږي، سوداګر يې وايي د اقليمي بدلون، د ځنګلونو وهلو د زهرجنو داروګانو پاشلو سره د شاتو توليد کم شوی دی.
دا تېره څه موده د اقتصادي کړکېچ له امله هم دا کاروبار اغېزمن شوی، او ځينې کاروباريان يې وايي پر دې غور ته اړ شوي، چې لاس ترې واخلي.
رحمان الله پرې راپور رالېږلی.