پاکستان اووه تنه ‌طالب بندیان خوشي کوي

د خپرېدو وخت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی ویلي، افغانستان کې به د سولې بهیر د پیاوړتیا لپاره اووه تنه طالب بندیان خوشي کړي.

په یوه خبر پاڼه کې د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي، هغه ‌‌طالب بندیان چې خوشي کېږي، منصور دادالله، سعید ولي، عبدالمنان، کریم اغا، ګل محمد او محمد زی دي. پاکستان پروسږ کال هم ۲۷ طالبان خوشي کړي وو.