ژوندۍ پاڼه, پر لارک له برید وروسته اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران برید؛ د تېلو بیه تر دوه سلنې لوړه شوه

امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې؛ هغه برید چې د سپاه پاسداران په وینا، یو شمېر پوځیان او ملکیان په کې وژل شوي او ټپیان شوي دي او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه. څو ساعته وروسته، سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د دغه برید په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا دوې اډې په توغندیو او بې‌پيلوټه الوتکو په نښه کړې دي. د اردن پوځ هم ویلي چې د دغه هېواد د هوايي دفاع سیسټمونو اته هغه توغندي شنډ کړي دي چې د دوشنبې په سهار د اردن هوايي حریم ته ننوتي وو.

لنډیز

  • سپاه پاسداران په قطر او اردن کې د امریکا پر اډو د ځوابي بریدونو خبر ورکړ
  • امریکا له میاشتې وروسته لومړی ځل پر ایران هوایي بریدونه وکړل
  • د ایران د ملکي هوايي چلن سازمان پر لارک له برید وروسته د مهراباد هوایي ډګر تړل کېدل رد کړل
  • سپاه پر لارک جزیره د امریکا برید تایید کړ او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه
  • د سپاه ویاند: امریکا به پر لارک د برید پایلې په اقتصادي او پوځي برخه کې پرې کړي

ژوندی پوښښ

  1. د ایران د بهرنيو چارو وزارت: په لارک ټابو برید د ایران له ملي حاکميت سرغړونه ده

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې پر لارک ټاپو د امریکا برید غندلی او دا یې د ایران له "ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه" بللې ده.

    په اعلاميه کې ويل شوي چې د تېرې شپې د امریکا له برید وروسته، "عامه او شخصي ملکيتونو ته زيانونه رسېدلي دي".

    ایران بيا په اردن کې د امریکا پر اډې برید کړی او دا یې "د ځان د دفاع حق" یاد کړی او د ملګرو ملتونو له مشر او د امنيت له شورا یې غوښتي چې "د نړيوالې سولې او امنيت د ساتنې لپاره خپل مسوليتونه" ترسره کړي.

  2. د ایران ولسمشر: د جګړې غوښتونکي نه يوو خو يرغلګرو ته پرېکنده ځواب ورکوو

    د ایران ولسمشر

    د عکس سرچینه، IRINBEWS

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان قزغزستان ته له تګ وړاندې په تهران کې وويل، هېواد یې د جګړې غوښتونکی نه دی خو په وینا یې د "هر ډول تېري پر وړاندې به چوپ پاتې نشي او پرېکنده ځواب به ورکړي."

    ښاغلي پزشکیان وويل، ایران له وړاندې دا پیغام نړۍ ته رسولی دی او زياته یې کړه، "په سيمه کې بې ثباتي او ناکراري د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او ټول به له ستونزو سره مخامخ کړي".

    نوموړي دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه کړې چې امریکايي ځواکونو د لارک پر ټاپو برید وکړ او په ځواب کې یې ایران په اردن کې د امریکا پوځي موخې په نښه کړې.

    د ایران ولسمشر د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د قرغزستان پلازمېنې بيشکيک ته تللی دی.

  3. وروستی, ټرمپ پر خارګ د برید په اړه د مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ویډیو خپره کړه

    د ویډیو تشریح، "د خارګ جزیره له خاورو سره خاورې کېدونکې ده!!!"

    د امریکا ولسمشر، دونلد ټرمپ پر ټروټ سوشل شبکه د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مټ جوړه شوې یوه ویډیو خپره کړې ده چې په کې د تېلو لوی بنسټونه د چاودنو او اورګېرنې په حال کې لیدل کېږي.

    ښاغلي ټرمپ د دغې ویډیو په شرح کې لیکلي: "د خارګ جزیره له خاورو سره خاورې کېدونکې ده!!!"

    د دغې ویډیو خپرېدل په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی. امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې وې او سپاه پاسداران هم اعلان وکړ چې د دغه برید په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا دوې اډې په توغندیو او (بې‌پيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.

    د خارګ جزیره په پارس خلیج کې د ایران د تېلو د صادراتو یو له تر ټولو مهمو مرکزونو ده او د دغه هېواد د خامو تېلو د صادراتو لویه برخه د دغې جزیرې له ترمینلونو ترسره کېږي.

  4. وروستی, د ایران پوځ: په متحده عرب اماراتو کې مو د امریکا پر "المنهاد" پوځي اډه برید کړی

    د ایران پوځ وايي چې "په اماراتو کې د المنهاد په اډه کې د امریکایي ځواکونو او چورلکو د د درېدو" پر ځای برید کړی دی.

    د ایران د پوځ عامه اړیکو ویلي چې دا بریدونه پر لارک جزیره د تېرې شپې د امریکا د برید په ځواب کې ترسره شوي دي.

    تېره شپه امریکایي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې او سپاه پاسداران هم اعلان وکړ چې د دغه برید په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا دوې اډې په توغندیو او (بې‌پيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.

    د خارګ جزیره په پارس خلیج کې د ایران د تېلو د صادراتو یو له تر ټولو مهمو مرکزونو ده او د دغه هېواد د خامو تېلو د صادراتو لویه برخه د دغې جزیرې له ترمینلونو ترسره کېږي.

  5. وروستی, سپاه پاسداران وايي د هرمز تنګي پر سر یې یوه بې‌پيلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده

    د ایران رسنیو د سپاه پاسداران له قوله اعلان کړی چې د هرمز تنګي پر سر یوه امریکايي اېم‌کیو-۹ بې پیلوټه الوتکه رانسکوره شوې ده.

    د سپاه پاسداران عامه اړیکو د زیاتو تفصیلاتو له ورکولو پرته ویلي چې دا ډرون د "سپاه د نوي هوایي دفاع سیسټم" په مټ په نښه شوې ده.

    فارس خبري اژانس لیکلي چې دا ډرون د پارس خلیج په اوبو کې لوېدلې ده.

  6. وروستی, د سرو زرو بیه تر درې سلنې ډېرو لوېدو وروسته ثابته پاتې شوه

    د سرو زرو بیه د دوشنبې په ورځ له هغه وروسته چې په پخوانۍ ناسته کې تر درې سلنې زیاته ټیټه شوې وه، تقریباً بې بدلونې پاتې شوه.

    د رویټرز د راپور له مخې، د هر اونس نغدو سرو زرو بیه شاوخوا څلور زره او ۴۵۵ ډالره وه او د ډسمبر تسلیمۍ لپاره د امریکا د سرو زرو راتلونکې معاملې ۰/۶ سلنه کمې شوې.

    د سرو زرو د بیې وروستی لوېدل له هغه وروسته و چې د امریکا د مرکزي بانک رئیس کوین وارش وویل که د دوه سلنه موخې ته د انفلاسیون د راکمېدو په اړه کافي ډاډ ترلاسه نه شي، ممکن د سود د نرخ لوړول اړین وي.

    بازارونه اوس د امریکا د مرکزي بانک د سپټمبر په ناسته کې د سود د نرخ د لوړېدو احتمال ۵۷ سلنه ارزيابي کوي؛ دا شمېره د ښاغلي وارش له خبرو وړاندې ۳۶ سلنه وه.

    د سود د نرخ لوړېدل معمولاً د سرو زرو پر بیه فشار راوړي، ځکه د داسې شتمنۍ ساتل چې دوره يي ګټه نه لري، لږ زړه راښکونکي کېږي.

    رویټرز همدا راز په دغه راپور کې پر ایران د امریکا د اقتصادي فشارونو زیاتېدو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې تهران د واشنګټن نوي تحریمونه "دولتي ترهګري" بللې، په داسې حال کې چې مجتبی خامنه ای ته په منسوب پیغام کې پر هغو اقداماتو په بندیز ټینګار شوی چې "ټولنیز پیوستون" ته زیان رسوي.

  7. وروستی, له هرمز تنګي د سوداګریزو کښتیو تګ‌راتګ په ورځ کې پنځو کښتیو ته کم شوی دی

    د کښتۍ چلونې معلومات ښيي چې د لیدلو وړ سوداګریزو کښتیو شمېر چې د اونۍ په وروستیو ورځو کې د هرمز له تنګي څخه تېرې شوې دي، په ورځ کې شاوخوا پنځو کښتیو ته کم شوی دی.

    رویټرز وايي چې د کښتۍ چلولو شرکتونه پر کښتیو د بریدونو له دوام وروسته په ډېر احتیاط عمل کوي.

    له دې سره سره، د تېرېدونکو کښتیو اصلي شمېر ممکن زیات وي، ځکه ځینو بېړیو په نښه کېدو د خطر کمولو لپاره خپل د اتوماتیک پیژندنې سیسټمونه مړه (ګل) کړي دي.

  8. وروستی, سنتکام: تر دې دمه مو د ایران د محاصرې په چوکات کې د ۸۳ سوداګریزو کښتیو لوری بدل کړی دی

    CENTCOM

    د عکس سرچینه، CENTCOM

    د امریکا مرکزي قومانداني (سېنټکام) وايي، د اګست تر ۳۰مې پورې د هغوی ځواکونو د ایران د مالي او سوداګریزې کلابندۍ (محاصرې) د پلي کولو په چوکات کې د ۸۳ سوداګریزو (کښتیو) لوری بدل کړی، درې کښتۍ یې له کاره غورځولي او دوې کښتۍ یې تلاشي کړې دي.

    سېنټکام دا شمېرې له یوه امریکايي ملوان له عکس سره خپرې کړې دي چې د "یواس‌اس دلبرت ډي. بلک" ویجاړونکې بېړۍ (ناوشکن) پر عرشه د "اېم‌اېچ-۶۰اېس سيهاوک" چورلکې ناستې ته لارښوونه کوي.

  9. وروستی, سپاه په اردن کې پر دوو امریکايي اډو د توغندیزو او بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه تایید کړل

    د سپاه پاسداران عامه اړیکو اعلان کړی چې د سپاه هوا فضا ځواک پر لارک جزیره د امریکا د برید په ځواب کې، په اردن کې د "ملک حسین" او "الازرق" دوه هوایي اډې بالستیک توغندیو او (بې‌پيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.

    سپاه ادعا کړې چې په دغو دوو اډو کې تخنیکي او ترمیماتي زیربناوې او د جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو ځایونه په نښه شوي او "درانه زیانونه" ورته اوښتي دي.

    دغې بنسټ همدا راز خبرداری ورکړی چې هر نوی برید به له "زیاتو ځپونکو ځوابونو" سره مخ شي او ټینګار یې کړی چې پر لارک برید به د هرمز پر تنګي د اسلامي جمهوریت کنټرول کمزوری نه کړي.

    تر دې وړاندې رویټرز د فاکس نیوز د خبریال او یوه امریکايي سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې ایران په اردن کې امریکايي ځواکونه په نښه کړي، خو تر هغه وخته کوم «پام وړ اغېز» نه و راپور شوی او تقریباً ټول ورتلونکي توغندي شنډ شوي وو.

  10. وروستی, امریکا په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو پر دوو ایراني اډو برید تایید کړ

    د امریکا د سمندري ځواکونو کپتان "تیم هاوکینز" فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې امریکايي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني اډې (پرتابګر) په نښه کړې دي.

    نوموړي وویل چې د سپاه پاسداران ځواکونه د هرمز تنګي په لور د سمندري ماین لرونکو راکټونو توغولو ته د چمتووالي په حال کې لیدل شوي وو.

    د ایران د صدا او سیما خبریال هم راپور ورکړی چې پر لارک جزیره برید په دوو پړاوونو کې او په لنډه وقفه کې ترسره شوی دی. هغه همدا راز ویلي چې د سیریک په سیمه کې غږونه اورېدل شوي چې د ده په وینا د ایران له دفاعي اقداماتو سره تړاو لري.

    دا له جولای میاشتې راهیسې پر ایران د امریکا لومړنی برید دی.

  11. وروستی, پر لارک جزیره د امریکا له برید وروسته د تېلو بیه تر دوه سلنې زیاته پورته شوه

    د یکشنبې په ورځ د هرمز په تنګي کې پر لارک جزیره د امریکا د ځواکونو له لوري د توغندیو توغولو پر دوو ایراني توغوونکو اډو له برید وروسته، د دوشنبې په ورځ د تېلو بیه تر دوه سلنې زیاته لوړه شوه.

    د برنټ خامو تېلو بیه د ۲ ډالرو او ۲۲ سېنټو په زیاتېدو سره (چې ۲/۵۲ سلنه کېږي) هر بیرل ۹۰ ډالرو او ۳۲ سېنټو ته ورسېده.

    د امریکا د وېسټ ټګساس انټرمېډیټ خامو تېلو بیه هم د ۲ ډالرو او یوه سېنټ په لوړېدو سره (چې ۲/۴۱ سلنه کېږي) هر بیرل ۸۵ ډالرو او ۴۱ سېنټو ته ورسېده.

    دا برید چې د یکشنبې په ورځ ترسره شو، له جولای میاشتې وروسته پر ایران د امریکا لومړنی بربنډ او پیژندل شوی برید و.

  12. وروستی, سپاه پاسداران په قطر او اردن کې د امریکا پر اډو د ځوابي بریدونو خبر ورکړ

    توغندي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران سپاه پاسداران د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز په تنګي کې پر لارک جزیره د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په قطر کې د "العدید" او په اردن کې د "موفق السلطي" هوایي اډې په نښه کړې دي او هدفي بریدونه یې پرې کړي دي او ټینګار یې کړی چې "مستقیما یې ویشتلې" دي.

    د ایران دولتي تلویزیون له بېلابېلو سیمو د سیمې د موخو په لور د توغندیو توغولو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې سپاه پاسداران ویلي دا بریدونه د "مشروع دفاعي ځواب پیل" دی او خبرداری یې ورکړی چې دا عملیات به تر هغې دوام ولري او پراخ به شي چې د دوی په وینا "د امریکا تېري" ودرول شي.

  13. وروستی, په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د برید په اړه راپورونه

    د فاکس نیوز یوه خبریال پر اېکس (پخواني ټویټر) شبکه کې د یوه امریکايي سرچینې له قوله لیکلي چې ایران په اردن کې مېشت امریکايي ځواکونه په نښه کړي دي.

    تر دې وړاندې، ځينو عربي او ایراني رسنیو د اردن په سوېل "عقبه" سیمه کې د څو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړی و، خو اردنیو چارواکو تر اوسه د دغو چاودنو د لامل په اړه دقیق جزییات نه دي خپاره کړي.

    په ایراني رسنیو کې لومړني راپورونه هم د دې ښکارندویي کوي چې پر لارک جزیره د امریکا له برید وروسته د اردن په سوېل کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    دا پرمختګونه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې؛ هغه برید چې سپاه پاسداران ورته د ځواب ورکولو ژمنه کړې ده.

  14. وروستی, "پر لارک له برید وروسته د مهراباد هوایي ډګر نه دی تړل شوی"

    د ایران د ملکي هوايي چلن سازمان ویاند پر لارک جزیره د امریکا د یکشنبې شپې له برید وروسته د تهران د مهراباد هوایي ډګر د موقتي تړل کېدو په اړه راپورونه رد کړل.

    نوموړي وویل چې په هېواد کې د الوتنو وضعیت "عادي" دی او د مهراباد هوایي ډګر فعالیت بې له ودرېدو دوام لري.

    د هوايي چلن سازمان د ویاند په وینا، د ایران د نورو هوایي ډګرونو الوتنې او فعالیتونه هم په عادي توګه روان دي.

  15. وروستی, د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر: پر لارک برید به "بې‌ځوابه" پاتې نه شي

    د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون رئیس، ابراهیم عزیزي پر لارک جزیره د برید په غبرګون کې وویل چې دا اقدام به "بې‌ځوابه" پاتې نه شي.

    نوموړي پر اېکس (پخواني ټویټر) ولیکل چې "زموږ د ارادې بیا ازمویل" به د امریکا او اسرائیل د ماتو بیه اېساره او درنه کړي او زیاته یې کړه چې ایران به "ویجاړوونکی، دردناک او عبرت‌ناکه ځواب" ورکړي.

    دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح شوې چې سپاه پاسداران اعلان وکړ پر لارک جزیره برید کې یو شمېر پوځیان او ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه.

  16. وروستی, د سپاه ویاند: امریکا به پر لارک د برید بیه په اقتصادي او پوځي برخه کې پرې کړي

    حسین محبي

    د عکس سرچینه، Ilna

    د عکس تشریح، د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مسؤل حسین محبي

    د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مسؤل، حسین محبي، وايي چې امریکا به "په هم اقتصادي او هم پوځي برخه کې" پر لارک جزیره د برید پایلې پرې کړي.

    نوموړي دا برید د "اقتصادي جګړې" په جریان کې د ډونالډ ترامپ د حکومت له لوري یوه "سټرټېژیکه او وژونکې تېروتنه" وبلله او پر اېکس (پخواني ټویټر) شبکه کې یې ولیکل چې دا اقدام "به د ځواک انډول د هغه د طراحانو پر ضد بدل کړي" او "درنې بیې" به ولري.

    څو ساعته وړاندې د سپاه استخباراتي سازمان هم اعلان کړی و چې د "ایرانیانو له ۲۰۰ ورځني مقاومت" وروسته، د دغه نهاد په وینا، "دوښمن" د " (رواني) جګړې له لارې د ملي ثبات او زغملو له منځه وړلو» هڅه کوي.

  17. وروستی, سپاه پر لارک جزیره د امریکا برید تایید کړ او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه

    د سپاه پاسداران عامه اړیکو پر لارک جزیره برید تایید کړی او ویلي یې دي چې دغه برید د سپاه د "یو شمېر" ځواکونو او د سیمې د اوسېدونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوی دی.

    سپاه امریکا او اسرائیل د دې برید مسؤل وبلل او د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مسؤل حسین محبي پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي: "په لارک جزیره کې د ترهګر دوښمن تېري ته به د متجاوز په تنبيه کولو سره ځواب ورکړل شي."

    تر دې وړاندې د تسنیم خبري اژانس د لومړنیو او غیررسمي راپورونو له قوله په دې برید کې د دوو کسانو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

    اکسیوس او الجزیرې شبکې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې دي. د دغو چارواکو په وینا، د سپاه ځواکونه د هرمز تنګي په لور د سمندري ماین لرونکو راکټونو توغولو ته د دغو اډو په چمتو کولو بوخت وو.

  18. وروستی, امریکا له میاشتې وروسته لومړی ځل پر ایران هوایي بریدونه وکړل

    سنټکام

    د عکس سرچینه، CENTCOM

    متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز په تنګي کې په يوه وړه جزیره کې یې د ایران د توغندیو توغولو پر اډو هوایي بریدونه کړي دي؛ دا له جولای میاشتې وروسته پر ایران د امریکا لومړی برید دی.

    د ایران د خبري او تلویزیوني رسمي سازمان د راپور له مخې، د ایران سپاه پاسداران خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ پر "لارک" جزیره د امریکا په برید کې یو شمېر ایراني جنګیالي او ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي، او ژمنه یې کړې چې ځواب بې ورکړي او مسؤلین به سزا کړي.

    د امریکا د سمندري ځواکونو کپتان تیم هوکینز فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: "نن سهار وختي، امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني اډې وویشتې. د سپاه پاسداران غړي لیدل شوي وو چې د هرمز په تنګي کې د سمندري ماینونو لرونکو توغندیو توغولو ته چمتو کېدل."