کورونا وېروس؛ ولې امریکا کې د وسلو پېر زیات شوی؟

د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې امریکایان د کورونا وېروس له چټکې پراختیا سره پر مبارزه بوخت دي، تېره میاشت په دې هېواد کې د پېرل شویو توپکو شمېر تېرو شلو کلونو کې له بل هر هغه وخت ډېر دی چې پکې د امریکا فدرالي اداره یا اېف بي ای د امریکایانو په لاس د اخیستلو شویو وسلو معلومات را ټولوي.

د امریکایانو له لوري د وسلو د دې بې مخینې پېر لامل څه دی؟

دا چې هره ورځ پر کورونا د اخته کسانو شمېر ډېرېږي او بل امریکایانو ته سپارښتنه کېږي چې د امکان تر حده له خپلو کورونو ونه وځي، داسې فکر کیږي چې دوی یې په غبرګون کې د وسلو پیرلو ته مخه کړې.

شنونکي وايي، یوازې د ناامنۍ له وېرې خلک وسله نه پېري.

شمېرې څه وايي؟

اېف بي ای، چې په ۱۹۹۸ کې د وسله پېرونکو د مخینې ارزولو پروګرام پیل کړل، د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې یې د ۳ میلیونو او ۷۰۰ زرو کسانو ارزونه وکړه چې وښيي د ۱۹۹۸ راهیسې لوی تر ټولو لوی شمېر وو.

دا شمېر ښيي چې امریکا کې د وسلو پیرودونکو شمېر د ۲۰۱۹ په مارچ کې یو میلیون او لس زره کسان زیات شوی دی.

یوازې د مارچ په ۲۱مې دوه لکه او لس زره کسان د وسله پېرونکو په ډله ور زیات شوي او دا شمېر بې ساری دی.

امریکايي رسنۍ د اېف بي ای د معلوماتو له مخې وايي، چې یوازې په مارچ میاشت کې له دوو میلیونو زیاته وسله پیرل شوې ده.

د دې هېواد ایلینوی ایالت د پنځه میلیونو ټوپکو په پیرلو سره تر ټولو لوړ ځای لري او تګزاس، کنټاکي، فلوریډا او کالیفورنیا ایالاتونه په ورپسې درجو کې راځي.

په ټوله امریکا کې وسله پلوري(پلورنکي) وايي، په خلکو کې د وسلو د پیر تقاضا(غوښتنه) دومره زیاته شوې چې ژر تشې المرۍ نه شي ډکولی.

له دې مخکې د ۲۰۱۵ په دیسمبر کې چې د کلیفورنیا په سان برنارډینو کې ډزې وشوې او له امله یې یو شمېر کسان ووژل شول، ډېرې وسلې پلورل شوې وې. هغه وخت د بارک اوباما حکومت پر جنګي ټوپک د محدودیت لګولو امکان مطرح کړل او له همدې امله خلکو درې میلیونه او ۳۰۰ زره وسلې وپېرلې.

د وسلې اخیستلو د چټک ډېروالي لامل؟

د امریکا د جورجیا ایالتي پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد او د دغه هېواد د وستکارۍ(وسله جوړونې) صنعت کارپو پوهاند تیموتي لېټن وايي، هغه څوک چې په لومړي ځل وسله اخلي ‌‌ډېره انګېزه یې د کورونا وېروس له امله ده.

د اندېښنې اول عامل دا دی چې ښايي یوه ورځ مدني ټولنه- اور وژونکې اداره، پولیس او روغتیایي چوپړونه- هر څه ګډوډ شي، په داسې حالت کې د ده په ټکو وسله د انسان ژغورولو سره مرسته وکړي.

دویم لامل لکه د وسلې د مالکیت حق په څېر- چې د امریکا اساسي قانون کې هم پېژندل شوی دی- د امریکایانو پر ازادیو د حکومت له جدي تېري اندېښنه ده.

پروفیسور لیتون وايي:" د عمومي روغتیا اړوند ډېری تدابیرو لکه د روغتیايي اندېښنو په دلیل په کور پاتېدلو، د خلکو د تګ راتګ محدودولو، د هغه څه محدودلو چې خلک یې پېرلی شي، ډېری ډلې وېرولي چې حکومت به خپل بالقوه توان له اندازې د ډېر واک او ظلم لپاره ناوړه وکاروي."

"ځینې خلک اندېښمن دي چې حکومت به وپاشل شي او د دوی ملاتړ به ونه کړي، یو شمېر نور بیا ته اندېښمن دي چې دولت به ځواکمن شي او د دوی ازادي به محدوده کړي."

د وسلو یوه نوي پیرونکي بي بي سي ته وویل، د مارچ په ۱۲مه یې پرېکړه وکړه چې د لومړي ځل لپاره دوه ډوله وسلې وپیري یانې له هغه یوه ورځ وروسته چې د امریکا د باسکټبال ټولې لوبې وځنډولې.

"کله چې د پولیسو مرسته ترلاسه نه کړم، نو ستونزمنه ده چې لنډ مهاله ګډوډي له پامه وغورځوم په داسې حال کې چې ټوپک یې یوه ارزانه بیمه ده."

هغه زیاتوي د خوراکي توکو زېرمه او نورې اړتیاوې ښې دي خو که ونه شو کولی له ځانه د دفاع په خاطر څه ولرو بیا هېڅ ګټه ونه کړي.