د افغانستان پخوانی ديپلومات او څېړونکی عبدالغفور روان فرهادي ومړ

د عکس سرچینه، UN
د افغانستان د فرهنګ او ډيپلوماسۍ یو له مخکښو څېرو عبدالغفور روان فرهادي د يکشنبې په ماښام (۲۶ جولای) د امریکا د سنفرانسيسکو په ښار کې د ۹۶ کلونو په عمر ومړ.
نوموړی د تاریخ، شعر او ادبي نقد په برخه کې يو پېژندل شوی ليکوال او د افغانستان له تکړه ډيپلوماتانو څخه و چې له يوې لسيزې زيات یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب کړی و.
د هغه زوی طارق فرهادي، بي بي سي ته په خبرو کې تائید کړه چې پلار یې د "زيات عمر" له کبله وفات شوی دی.
د کلاسیک ادب، عرفان او معاصرې ډيپلوماسۍ تر منځ يو پول

عبدالغفور روان فرهادي د ۱۳۰۸ لمريز کال د وږي (سنبلې) په لومړۍ نېټه چې د ۱۹۲۹ کال د اګست له ۲۳ سره سمون خوري په کابل کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدکړې یې په کابل کې ترسره کړې او په ۱۹۴۹ کال کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو د زدکړې لپاره پاريس ته ولېږل شو.
په ۱۹۵۲ کال کې یې د پاريس د سياسي مطالعاتو د انستټېټوټ د نړيوالو اړيکو له څانګې فارغ شو.
فرهادي د سياسي علومو تر څنګ د سوربون پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې د سانسکريت، اوستا او عمومي ژبوهنې په برخه کې زدکړې هم وکړې.
په ۱۹۵۵ کال کې یې د هرات د خواجه عبدالله انصاري د اثارو، افکارو او عرفان په اړه خپله دوکتورا ترلاسه کړه.
دغه څېړنه وروسته د "خواجه عبدالله انصاري" تر سرليک لاندې په تهران کې چاپ شوه.
ښاغلی فرهادي د فرهنګي کړيو په منځ کې د يوه ژور څېړونکي، ژبپوه او پياوړي ژباړن په توګه پېژندل کېده.
ښاغلی فرهادي پر پنځو ژبو، دري، پښتو، فرانسوي، انګليسي او عربي پوهېده او انګليسي ته یې د مولانا جلال الدين بلخې د شعرونو په ژباړه کې هم رول درلود.

د عکس سرچینه، John F. Kennedy Presidential Library
روان فرهادي د سراج الاخبار د مقالو د ترتيب او تدوين مسووليت هم پر غاړه درلود.
دا څو سوه مخيزه ټولګه په ۱۳۵۵ لمريز کال کې د سيد جمال الدين افغاني د مړينې د اتيايمې کليزې په مناسبت خپره شوه.
نوموړي لسګونه څېړنيز اثار، ژباړې او ادبي نقدونه خپاره کړي چې ځينې مهم یې په لاندې ډول دي:
خواجه عبدالله انصاري، منازل السائرين (ژباړه)، د عارفانو په شعر کې د عاشقانو حال، د ماورا النهر تاجکي ژبه، د پښتو ژبې د تلفظ او صرف تاريخ، د محمود طرزي مقالې او داسې نور.
ښاغلي فرهادي په فرانسوي ژبه تر پنځلسو زيات کتابونه او لسګونه مقالې په کورنيو او بهرنيو علمي او فرهنګي خپرونو کې خپرې کړې.
د عرفان، او د افغانستان د فرهنګي تاريخ په برخو کې د هغه اثار د څېړونکو لپاره له معتبرو او ارزښتناکو علمي سرچينو ګڼل کېږي.
شپېته کاله د افغانستان د ډيپلوماسۍ په خدمت کې

روان فرهادي کابل ته له بېرته ستنېدو وروسته د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په څانګه کې خپله دنده پيل کړه.
هغه په همدې وخت کې د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې هم درس ورکاوه.
په ۱۹۵۶ او ۱۹۵۸ کلونو کې د افغانستان سفارت له خوا په کراچۍ ښار کې د لومړي منشي په توګه وګومارل شو.
په ۱۹۶۱ کال کې بېرته کابل ته راستون شو او د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د رياست او د فرهنګي اړيکو د رياست مسوول وټاکل شو.
يو کال وروسته په ۱۹۶۲ کال کې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت مستشار په توګه وټاکل شو.
په ۱۹۶۴ کې د ډاکتر محمد يوسف د صدارت پر مهال د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو، وروسته د محمد هاشم ميوندوال او نور احمد اعتمادي د صدراتونو پر مهال یې د وزيرانو د عالي شورا د منشي دنده هم ترسره کړه.
په ۱۹۷۲ کال کې په پاريس کې د افغانستان سفير وټاکل شو خو د ۱۳۵۲ لمريز کال له کودتا څو مياشتې وروسته له خپلې دندې ګوښه کړل شو.
هغه په ۱۹۹۳ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي په توګه وټاکل شو او تر ۲۰۰۶ کال پورې په همدې دنده پاتې شو.
ښاغلی فرهادي د يوې مودې لپاره د پاريس په پوهنتون کې او شپږ کاله د برکلي په پوهنتون کې د فارسي ادبياتو تاريخ تدريس کړ.
روان فرهادي د خپل ژوند وروستي کلونه د امریکا د کليفورنيا په ایالت کې تېر کړل.



















