افغانستان کې د وګړو د شمېر ډېروالی کومې اندېښنې راولاړوي؟
افغانستان کې د وګړو د شمېر ډېروالی کومې اندېښنې راولاړوي؟
د خپرېدو وخت
افغانستان کې د احصائیې ملي ادارې ویلي، د هېواد اوسمهالی نفوس یې له ۳۷ میلیونو اوښتی خو ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۶ تر پایه دا شمېر له ۴۸ میلیونه اوړي.
د وګړو د شمېر له ډېرېدو سره د دغه هېواد پر اقتصاد فشار زیاتېږي ځکه لوی شمېر خلک یې کار نه لري او د روغتیا او ښونیزو اډانو په څېر ټولنیز چوپړونه یې هم له نازک حالت سره مخ دي.
سید عبدالله نظامي له کابله نور حال لري.



