پاکستان سره د لارو تړل کېدو او د ایران جګړې څنګه افغان ماشومان اغېزمن کړي؟
پاکستان سره د لارو تړل کېدو او د ایران جګړې څنګه افغان ماشومان اغېزمن کړي؟
د خپرېدو وخت
ملګري ملتونه وايي، که له پاکستان سره د افغانستان شخړه او د ایران جګړه د بیو او ترانسپورتي لګښتونو د زیاتېدو لامل شوې نه وای، نو کولی یې شول افغانستان کې له خوارځواکۍ سره یو میلیون نورو مخامخ ماشومانو ته هم خواړه ورسوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۵ کال افغانستان کې د خوارځواکۍ پېښې تر ریکارډ کچې لوړې شوې او دا چې سږ کال وضعیت تر هغې هم پسې خراب دی.
ډبلیواېفپي د روان زېږدیز کال پیل کې ویلي وو چې سږکال به د افغانستان له ۴۰ میلیون وګړو، پېنځه میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ ژوند ګواښوونکې کچه تجربه کړي.



