په کوټه کې د هغه کس د ځان‌وژنې تر شا څه کیسه ده چې ځان نه مخکې یې خپله ښځه او څلور بچي هم وژلي؟

اصف خان کامرې ته مخامخ ګوري او پيک لرونکې خولۍ یې پر سر ده.

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د اصف خان شاوخوا ۱۳ دقیقې یوه ویډيو پر خواله رسنیو په دې ورځو کې ډېره لاس‌په‌لاس شوې چې دی پکې پر ځينو دولتي مامورانو تور پورې کوي چې دی او اولادونه یې ځوروي.
    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو، کوټه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د بلوچستان په کوټه کې پولیسو د محمد اصف په نوم د هغه کس تر ځان‌وژنې وروسته د پوښتنو ګروېږنو په موخه دوه تورن کسان نیولي چې د ادعا له مخې، ځان نه مخکې یې خپله مېرمن او څلور ماشومان هم وژلي دي.

چارواکي وايي چې اصف خان د کوټې د (وحدت کالونۍ) اوسېدونکی و او ورور یې پولیسو ته په عریضه کې پر ځینو دولتي مامورانو تور پورې کړی چې له څه مودې راهیسې یې هغه ځوراوه او له امله یې ورور له سخت ذهني فشار سره مخ شوی و.

د عریضې یا (اېف‌ای‌ار) له مخې، د ماشومانو عمرونه د یوه او ۱۴ کلونو ترمنځ وو.

په دې ورځو کې پر خواله رسنیو هغه ویډیو هم ډېره لاس‌په‌لاس شوې چې اصف خان له ځانه کړې او پر ځينو کسانو تور پورې کوي چې ماشومان یې او دی ځوروي او له چارواکو غوښتنه کوي چې د هغوی په مخنیوي کې مرسته ورسره وکړي.

د کوټې پولیس وايي چې په ویډيو کې د لګول شوو تورونو پر بنسټ یې د دې پېښې پلټل پیل کړي دي او هغه کسان یې نیولي او پوښتنې ترې روانې دي چې اصف خان یې په ویډیو کې نومونه اخیستي دي.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بوګټي هم د پېښې د پلټنو امر کړی دی. د هغه ویاند په یوه پیغام کې ویلي، "حکومت به په دې دردوونکې پېښې کې ټول ښکېل کسان د قانون منګولو ته سپاري او د انصاف پر ځای کولو لپاره به هر ممکن ګام پورته کوي".

په عریضه کې څه لیکل شوي؟

د اصف خان کور ښکاري چې کریمي رنګه دروازه یې تړلې، سپينه ټوټه پکې راځوړنده ده، زرغون رنګه او سپينه کټاره لري او څنګ ته یې یوه ونه ولاړه ده.

په عریضه کې د محمد اصف ورور ظریف خان د مدعي په توګه په خپل بیان کې ویلي چې هغه تېره دوشنبه (جون اتمه) د خپل ورور کور ته ورغی او چې دروازه یې ور وټکوله نو چا ورته خلاصه نه کړه. وروسته یې څو ځله زنګ هم ورته وهلی خو ورور یې ټلیفون هم نه پورته کاوه او دی بازار ته ترې تللی دی.

د ظریف خان په خبره، دی په ښار کې له سودا اخیستلو وروسته کور ته پر لار و چې لور یې زنګ ورته وکړ او ورته ویې ویل چې تره یې محمد اصف یوه ویډيو او څو عکسونه ورلېږلي دي چې پکې ښکاري، هغه خپل ماشومان وژلي دي.

په عریضه کې د ورکړي بیان له مخې ظریف خان وايي، کور ته په رسېدو دی د ویډيو او عکسونو په کتلو لګیا و چې د زوی موبایل ته یې د اصف خان زنګ راغی.

دی وايي، ورور یې و راټه او ویې پوهاوه چې څه چې شوي، هغه شوي خو ځان دې نه وژني.

خو دی زیاتوي چې له خپلې کورنۍ سره په ګډه د اصف کور ته ور روان شول او چې ور یې ور وټکاوه نو له هغې خوا د دوو ډزونو غږ شو.

ظریف خان په خپل بیان کې ویلي چې د پولیسو ور رسېدو وروسته یې چې دروازه پرانیسته نو د کور په بېلابېلو برخو کې یې د خپلې وریندارې، دریو ورېرو او یوه وراره په وینو لړلي مړي ولیدل خو په خپله اصف لا ژوندی او په ټپي حالت کې پروت و چې روغتون ته یووړل شو.

اصف خان په روغتون کې ساه ورکړه او مړ شو.

ظریف خان په عریضه کې ویلي چې د خپل زوی په موبایل کې یې د ورور ټوله ویډيو وکتله چې دی پکې پر څو دولتي مامورانو تور پورې کوي چې ځوراوه یې او د ماشومانو پر سر یې "بلېک‌مېل" کاوه، ډاراوه یې او ګواښونه یې ورته کول.

ظریف خان دعوه کړې چې د همدې وېرې له امله یې ورور له ذهني فشار سره مخ شوی و چې وروسته یې د خپلې ښځې، اولادونو او ځان په وژلو لاس پورې کړ.

د اصف خان یوه ويډيو چې شاوخوا ۱۳ دقيقې اوږده ده، پر ټولنيزو رسنيو لاس په لاس کېږي.

په دې ويډيو کې اصف خان د بلوچستان له اعلی وزير مير سرفراز بګټي، د پاکستان له لومړي وزير او ولسمشر د مرستې غوښتنه کوي او ګواښ کوي چې که غږ یې وانه اورېدل شي، خپل او د ماشومانو ژوند به واخلي.

اصف خان تور لګوي چې د هغه د دولتي کور د نيولو هڅه کېږي او د ماشومانو په نامه بلک مېل يا ګواښل کېږي.

په دې اوږده ويډيو کې اصف خان ليدل کېږي چې څو ځله په ژړا شي.

د اصف خان ورو ظريف خان بي بي سي ته وويل، د هغه ورور له تېرې يوې نيمې مياشتې راهیسې ډېر اندېښمن و.

د پوليسو اړوندې حوزې افسر محمد ارشد بي بي سي ته وويل، د پېښې پلټنې د جدي جرمونو د پلټنې څانګې ته سپارل شوې دي.

نوموړي وويل، لومړنۍ پلټنې ښيي چې محمد اصف د ځينو خلکو له خوا ځورول شوی و خو په دې اړه وروستي معلومات به له بشپړې څېړنې وروسته په ډاګه شي.

د حکومت دريځ

کوټه کې امبولانس

د بلوچستان د اعلی وزير د سياسي او رسنيزو چارو مرستيال شاهد رند په وینا، د اصف خان د ويډيو له مخې دوه مشکوک دولتي کارکوونکي نيول شوي او د نورو شواهدو، بيانونو او عدلي شواهدو پر بنسټ به د پلټنې ساحه پراخه شي.

شاهد رند په خپل بيان کې ويلي چې د بلوچستان اعلی وزير مير سرفراز بګټي د پېښې خبر اخيستی او د سملاسي روښانه او بې طرفه پلټنو امر یې کړی دی.

د بيان له مخې د پېښې د ټولو اړخونو پلټنه کېږي او اړوندو ادارو ته لارښوونې شوې چې حقايقو ته د رسېدو لپاره ټول ګامونه پورته کړي.

نوموړي وويل، د بلوچستان حکومت په بشپړ ډول د قانون په حاکميت باور لري او هېځ کس یا چارواکی له قانون پورته نه دی. "که چېرې د پلټنو پر مهال د یوه کس د ښکېلتيا په اړه شواهد وموندل شي د هغه پر وړاندې به له قانون سره سم چلند وشي."

بل پلو د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت د رسنيو مرستيال بابر يوسفزی ويلي، اصف خان په خپله ويډيو کې د ځينو خلکو په اړه شکايتونه کړي وو او ادعا یې کړې وه چې هغوی يې ځوروي. نوموړي وويل، د دې تورونو په رڼا کې پوليسو دوه کسان نيولي او پلټنې ترې روانې دي.