افغانستان ته د ترکي او قطري پلاوو سفر؛ د کابل او اسلام اباد د خبرو لړۍ بېرته پیلېږي؟

ترک افغانستان

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د ترکیې او قطر لوړ پوړي پلاوي په ناڅاپي‌ سفر د سې شنبې په ورځ کابل او "کندهار" ته ولاړل او د طالبانو حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره یې وکتل.

د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن او د قطر د امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس د طالبانو حکومت د دفاع له وزیر مولوي یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره لیدنې او خبرې درلودې.

که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې په کندهار کې بحثونه پر څه شوي او دا چې له مولوي هبت الله اخوندزاده سره کتنه شوې او کنه،‌ خو دا سفر له ډېرو اړخونو "مهم" بلل کېږي.

د طالبانو حکومتي اعلامیو او ترکیې د حکومتي‌ سرچېنو له مخې، خپاره شوي مالومات وايي چې تر ډېره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې ورټولې وې. خو د څو مهمو سرچینو له خولې، له پاکستان سره د افغانستان درېدلې خبرې او د دواړه هېوادونو ترمنځ د اړیکو په بېرته ممکنه جوړېدو هم ډېر بحثونه شوي دي.

خو ولې د قطر او ترکیې لوړ پوړي امنیتي پلاوي په ناڅاپي سفر افغانستان ته ځي؟

ترکی

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت

زه لږ تر لږه درې سرچېنو سره چې په دغو خبرو کې ناست وو، پر دې وغږېدم چې د نورو مسایلو تر څنګ، د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه څه وویل شول.

ښاغلی کالن له کابله مخامخ اسلام اباد ته لاړ او هلته یې د پوځ له مشر اصف منیر او یو شمېر استخباراتي چارواکو سره لیده کاته درلوده.

وروسته له هغه چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ‌ په ریاض کې د ۲۰۲۵ کال په ډیسمبر کې له مخامخ خبرو وروسته مذاکرات بې پایلې شول، د دواړ لوریو ترمنځ په چین کې هم اوږدې خبرې وشوې.

خو د یوې سرچینې وینا په تېرو نژدې لسو میاشتو کې د چین ترڅنګ قطر، سعودي عرب، ترکیې او متحده عربي اماراتو د خبرو د بېرته پیل هڅه کړې ده خو کومه عملي پایله یې نه لرله.‌

دا سفر داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکي تر بل هر وخت سړې دي، نژدې لس میاشتې کېږي د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول ځمکنۍ لارې تړلې، سوداګرې هم تر ټولو ټیټې کچې ته ښکته شوې او دپيلوماتیکه ښکېلتیا هم په نشت حساب ده.

په عین حال کې، د سعودي عرب او یمن ترمنځ هم کړکېچ په پراخېدو دی، د ایران او امریکا ترمنځ هم خبرو کې ډېر پرمختګ نه ښکاري. ترکیه او پاکستان د مکې تړون له مخې مجبور دي چې که د یمن حوثیان پر سعودي‌ عرب بریدونه ډېر کړي، په دې کړکېچ ور ښکېل شي.

قطر او ترکیه چې له وړاندې د کابل او اسلام اباد ترمنځ په خبرو کې منځګړي وو، اوس بیا هڅه کوي چې دغه درېدلی بهیر بېرته پیل کړي.

کله چې د ۲۰۲۵ کال په‌ پای کې په ریاض کې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې، داسې باور و چې د سعودي په مشرۍ به د خبرو یوه نوی بهیر پیلېږي. خو د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ او پاکستان له خوا پر افغانستان هوايي‌ بریدونو دغه بهیر ټکنی کړ.‌

"خبرو او لارې پرانیستو ته چمتو یوو"

په کابل کې د قطري او ترکیې پلاوو او د طالبانو حکومتي چارواکو ترمنځ‌ د خبرو پر مهال طالب چارواکو ویلي، دوی له "پاکستان سره خبرو او د لارو پرانیستو ته چمتو دي" خو په دې شرط چې "پاکستان به یې د سیاسي موخو لپاره" بیا نه تړي.

د یوې بلې سرچینې په وینا، چې په دغو بحثونو کې یې برخه لرله، دا هم وویل شول چې د طالبانو حکومت لوړ پوړ چارواکو ترکي او قطري پلاوو ته وویل چې "موږ پاکستان ته د دې ضمانت ورکوو چې د افغانستان خاوره به د دوی پر ضد نه کارول کېږي، خو پاکستان به هم دا ضمانت را کوي چې زموږ پر ضد به یې خاوره نه استعمالېږي."

پاکستان بیا بیا ویلي، د پاکستاني طالبانو وسله وال په افغانستان کې د دوی پرضد بریدونه همغږي کوي او د طالبانو له حکومته غواړي چې د ټي‌ټي‌پي‌ پر ضد ګامونه واخلي.‌

یوه بله سرچېنه چې په دغو خبرو کې یې ونډه لرله، بي‌بي‌سي ته وویل، د طالبانو حکومتي چارواکو د یو داسې "رسمي چوکاټ" د جوړېدو وړاندیز هم پلاوو ته کړی چې له مخې یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د "اندېښنو" د له منځه وړلو لپاره وي.‌

افغانستان

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت دفاع وزارت

تازه نن پنجشنبه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ساجد حیدرخان ویلي، چمتو دي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ لارې پرانیزې خو په دې شرط چې "د افغانستان له خاورې" د پاکستان پرضد بریدونه بشپړ ودرول شي.‌

د طالبانو حکومت تل دا ډول تورونه رد کړي او ټي‌ټي‌پي‌ یې د پاکستان خپله کورنۍ موضوع بللې ده.‌ خو داسې ښکاري لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ټي‌ټي‌پي د اړیکو د ترېنګلتیا یو مهم لامل دی.

د مکې تړون، د پاکستان او ترکیې رول

په پاکستان کې د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکی احسان ټېپو مسېد وايي، په مکې تړون کې د ترکیې ګډون ته په پام داسې اټکل کېږي چې د کابل او اسلام اباد د اړیکو په ښه کېدو کې انقره مهم رول لوبولی شي.‌

ښاغلي مسېد بي‌بي‌سي ته وویل، که د حوثیانو او سعودي عرب ترمنځ کړکېچ ډېرېږي، ترکیه ښايي‌ دا مهمه وګڼي چې د پاکستان لپاره په سیمه کې بل سرخوږی جوړ نه شي‌ او له همدې امله هڅه کوي کابل او اسلام اباد بېرته د خبرو میز ته راولي.‌

‌د نوموړي په وینا، "سره له دې چې پاکستان کې د وسله والو برېدونه ډېر شوي خو پاکستان پر افغانستان بیا برید نه دی کړی، د حقاني وروستۍ څرګندونې چې د دواړو هېوادونو له خوا د ادعاوو ثابتولو لپاره یې د میکانیزم جوړولو غوښتنه کړې او درېیم د ترکیې د استخباراتو مشر سفر دا په ډاګه کوي، دواړه لوري خبرو ته لېواله ښکاري."

خو له دې هر څه سره سره، کابل او اسلام یو پر بل باوري‌ نه ښکاري، او شنونکو په باور تر هغې چې دواړه لوري‌ په خپلو غوښتنو له سره کتنه ونه کړي، د دایمي حل لپاره ډېرې نښې نه ښکاري.‌