بې پولې ډاکټران: پاکستان کې افغان ناروغان د نیول کېدو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ځي

کراچۍ کې د دوو افغان کډوالو د نیول کېدو انځور.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پاکستاني پولیسو د استوګنې له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو نیول زیات کړي دي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان وایي، پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د نیول کېدو او جبري ایستل کېدو له وېرې ډاکټرانو او روغتونونو ته له تګ څخه ډډه کوي، یا هم خپله درملنه ځنډوي.

د دغه سازمان په وینا، دې وضعیت د هغوی پر روغتیا جدي منفي اغېزې کړې دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي او هغو کسانو ته چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، د خوندیتوب مناسب تدابیر برابر کړي.

ځینو افغان کډوالو د دغه سازمان کارکوونکو ته ویلي، د دې له امله، چې په روغتیايي مرکزونو کې د هویت اسنادو د پلټنې او نیول کېدو وېره لري، د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره نه ورځي.

دغه سازمان وایي، دا وضعیت د هغو روغتیايي ستونزو د زیاتېدو لامل شوی، چې مخنیوی یې کېدای شي؛ له هغې ډلې د ماشومانو خوارځواکي او د میندوارۍ پر مهال روغتیايي ستونزې دي.

په راپور کې د یوه افغان کډوال له قوله راغلي، سره له دې چې د کډوالۍ د ثبت کارت یې درلود، د پولیسو د عملیاتو پر مهال ونیول شو.

هغه ویلي، له خوشې کېدو وروسته یې د بیا نیول کېدو له وېرې خپله میندواره مېرمن روغتون ته په وخت ونه رسوله، او د هغه په وینا، د همدې ځنډ له امله یې ماشوم سقط شو.

افغان کډوال خپل توکي راټولوي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، بې پولې ډاکټرانو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي

بې پولې ډاکټران همداراز وایي، د بلوچستان په ایالت کې د دې سازمان په ګرځنده کلینیکونو کې د افغان کډوالو ترمنځ د خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت شوې ده.

د راپور له مخې، نږدې درېیمه برخه هغه ماشومان، چې معاینه شوي، په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو، او د خوارځواکۍ شاوخوا ۹۰ سلنه ناروغان افغان کډوال وو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

دغه سازمان وایي، د فشارونو زیاتېدو د کډوالو هغه وړتیا هم کمزورې کړې، چې د خپلو کورنیو لګښتونه برابر کړي، ځکه ډېر یې د نیول کېدو او ایستل کېدو له وېرې خپلې دندې او د عاید سرچینې له لاسه ورکړې دي.

پاکستان کې د بې پولې ډاکټران د دفتر مشر مارکو دن هارتوخ ویلي:

"ډېر مهمه ده چې هغه کسان، چې ملاتړ ته اړتیا لري، ونه ایستل شي، او هر ډول بېرته ستنېدنه باید په خپله خوښه، په خوندي ډول او انساني کرامت سره ترسره شي. "

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې، او شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې، هغه افغان وګړي ونیسي او وباسي چې د اعتبار وړ ویزه نه لري.

یو افغان کډوال پېښور کې د خپل نړېدلي کور د کنډوالو ترمنځ لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د پاکستان د حکومت د فشارونو له زیاتېدو وروسته، پېښور کې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه نړول شوي دي

که څه هم دا تګلاره په لومړي سر کې په لویو ښارونو لکه اسلام‌اباد او کراچۍ کې پلې کېده، خو اوس نورو سیمو ته هم غځېدلې ده.

ځايي اوسېدونکي او امنیتي چارواکي وایي، په بېلابېلو سیمو کې د تلاشۍ پوستې جوړې شوې، د هویت اسناد څېړل کېږي او هغه کډوال نیول کېږي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري.

ورسره هممهاله، له پېښوره خپاره شوي انځورونه ښيي، چې یو شمېر افغان کډوال د فشارونو د زیاتېدو له امله اړ شوي خپل کورونه ونړوي، خپل توکي په لنډ وخت کې راټول کړي او افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، تر اوسه له دوه نیمو میلیونو څخه ډېر افغانان د پاکستان د کډوالو د بېرته ستنولو د پروګرام په چوکاټ کې له دغه هېواده وتلي دي.

په دغو کسانو کې هغه خلک هم شامل دي، چې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېدل، او همدارنګه هغه کسان چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي وو.

افغان کډوال په پېښور کې د خپلو کورونو له نړېدو وروسته افغانستان ته د بېرته ستنېدو تیاری نیسي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، یو شمېر افغان کډوال پېښور کې د خپلو کورونو له نړېدو وروسته افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شوي دي