د ګوزڼ قربانۍ چې محدودیت یې د بریا پر وړاندې خنډ نه شو

د ویډیو تشریح، د ګوزڼ قربانۍ چې محدودیت یې د بریا پر وړاندې خنډ نه شو
د ګوزڼ قربانۍ چې محدودیت یې د بریا پر وړاندې خنډ نه شو
د خپرېدو وخت

معلولې افغانې محبوبې اخترزاده په امریکا کې خپل شخصي شرکت جوړ کړی.

آغلې اخترزاده چې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې اوسېږي، لومړنۍ زدکړې یې افغانستان کې کړي او بیا په بورسیې د زدکړو لپاره دغه هېواد ته تللې ده.

هغې د ټېکنالوژۍ برخه کې زدکړې کړي چې اوس د ریلایبل آی ټي په نامه د یوې کمپنۍ مشره ده.

آغلې اخترزاده وايي، د ژوند لوی ملاتړی یې پلار و.

محبوبه اخترزاده افغانستان او امریکا کې د خپل ژوند په توپیرونو او پرمختګ بي‌بي‌سي ته غږېدلې ده.