په کېږدۍ کې د زدکړو په هیله
په کېږدۍ کې د زدکړو په هیله
د خپرېدو وخت
د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې نا دولتي موسسو، 'ګلوبل ايجوکېشن فاونډېشن' او 'دوستي وېلفئر' ادارې په ګډه د بېوزلو هلکانو او نجونو لپاره ځايي ټولګي جوړ کړي دي. په خیبر کې د دې ځايي یا سیمه ییزو ټولګیو شمېر شاوخوا ۶۰۰ ته رسېږي، چې په ډېرو کې هلکان او نجونې تر شنه اسمان لاندې، کېږدیو او يا هم په يوه کوټه کې زدکړې کوي. د دغو ټولګیو ښوونکيو هم د بېوزلۍ، کلتوري محدوديتونو او نورو ستونزو له امله په ډېرې سختۍ زدکړې ترلاسه کړې دي.
په خیبر ضلع یا ولسوالۍ کې لا هم کلتوري محدوديتونه او امنيتي ستونزې د زدکړو پر وړاندې له اصلي خنډونو ګڼل کېږي، ځکه په دې ويډيو کې د ښوونکیو او زدکوونکو نومونه بدل شوي او د هغوی پېژندګلوي پټه ساتل شوې ده.
په پېښور کې زموږ همکار رحمان الله په خیبر ولسوالۍ کې د دغو ښوونځيو له يو شمېر ښوونکو او زدکوونکو سره خبرې کړې دي:



