امو نهنګان د شپږیزه کرېکټ لیګ یوولسم پړاو اتلولي وګټله

امو نهګان

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, نورګل شفق او راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

امو نهنګان لوبډلې د شپږیزې یوولسم پړاو په پایلوبه کې سپين‌غر پړانګان ته په ماتې ورکولو سره اتلولي وګټله.

سپين‌غر پړانګان لوبډلې ورته ۱۶۷ منډې هدف ټاکلی و چې امو نهنګان په ۱۶ اوور کې ورته پوره کړ او د تېر کال په څېر یې سږ کال هم اتلولي خپله کړه.

د امو نهنګانو له لوري عمران میر او کرامت الله د پيلیزو یا د سر توپ‌وهونکو په توګه لوبغالي ته کوز شول. عمران میر ډېر ښه بېټېنګ وکړ او تر ټولو ډېرې ۷۷ منډې یې جوړې کړې.

کرامت الله په شپږو منډو وسوځېد او شاهد الله په ۱۹ خو حسن‌ عیسی‌خېل یو ځل بیا ښه توپ‌وهنه وکړه او د لوبې تر پایه په ۶۳ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

د نننۍ لوبې په ۱۶ اوور کې د فرید ملک په توپ عیسی‌خېل څلوریزه ووهله او ۱۶۷ منډو هدف باندې یې خبره ور واړوله او بری یې خپل کړ.

د ویډیو تشریح، د شپږیزې کرېکټ لیګ د یوولسم پړاو د اتلولۍ ګټلو شېبه

د سپين‌غر پاڼۍ څنګه وه؟

لوبغاړي

د عکس سرچینه، ACB

په رحمت‌ ولي مسرور کرېکټ لوبغالي‌ کې د نننۍ لوبې پچه یا ټاس د سپین غر پړانګانو لوبډلمشر دروېش رسولي وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

خو د سپين‌غر پړانګان لوبډلې د توپ‌وهنې پيل ښه نه و او د سر پنځه لوبغاړي یې يو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل.

نن عصمت عالم د دې لوبډلې یوازېنی توپ‌وهونکی و چې وېکټ یې وساتله او تر ټولو ډېرې ۶۷ منډې یې جوړې کړې. بل یوه لوبغاړي هم سپين‌غر پړانګان ته تر ۳۰ هم رنزونه وا نه ړول.

د امو نهنګان له لوري ښه توپ‌اچونه یا بالېنګ وشو.

فضل حق فاروقي، ګلبدین نایب، عبدالله احمدزي او قیس احمد د سپين‌غر دوه دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډلسمشر یامین احمدزي یوه وېکټ ترلاسه کړه.

کرېکټ سږکال به څوک کپ څوک ګټي؟

د عکس سرچینه، ACB

تر نننۍ لوبې مخکې د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ سپین غر پړانګانو سږ کال له خپلو ۸ سیالیو ۶ ګټلې، یوه یې بایللې او یوه د باران له کبله لغوه شوې وه.

د یامین احمدزي امو نهنګانو بیا د نننۍ لوبې په ګډون په ۹ سیالیو کې ۵ ګټلې او ۳ یې وبایللې.

د یادونې ده چې سپین غر پړانګانو او امو نهنګانو په سږنۍ شپږېزه کې دوه ځله سره مخامخ شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالۍ په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوې او سږکال یې یوولسم پړاو و.

سپین‌غر پړانګانو د دغه لیګ څلور، امو نهنګانو درې، مس عینک اتلانو او کابل بازانو دوه-دوه اتلولۍ ګټلې دي.

بند امیر ښامارانو یوازې یو ځل د دغه لیګ اتلولي ګټلې ده.

سږکال شپږیزه کې چا ډېرې منډې جوړې کړې؟

رحمان الله ګوربز تر بل هر لوبغاړي ډېرې منډې کړې دي

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، رحمان الله ګوربز تر بل هر لوبغاړي ډېرې منډې کړې دي

سږ کال د مس عینک اتلانو لوبډلمشر رحمان‌الله ګوربز په شپږیزه لیګ کې د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو د لیست په سر کې دی.

هغه په ۷ سیالیو کې له څه باندې ۲۴۴ سټرایک رېټ او د منډو ۶۸ اوسط سره ۴۱۰ منډې کړې دي.‌

د یادونې ده چې ګوربز په وروستیو دوو سیالیو کې سر په سر دوه چټکې سلیزې او په ورمخکې سیالیو کې دوه پنځوسیزې کړې وې.

د افغانستان ملي لوبډلې دغه تکړه پیلیز توپوهونکي،‌ چې د تېزې لوبې او د میدان هر لور ته توپ وهلو د وړتیا درلودو له کبله مشهور دی، سږکال په دغو سیالیو کې ۳۶ شپږیزې او ۳۴ څلوریزې وهلې، چې تر بل هر لوبغاړي ډېرې دي.

په هغه پسې دویم ځای نن پایلوبه کې د لوبېدونکي سپین‌غر بازانو محمد اکرم نیولی دی.

د ډېرو منډو جوړوونکو نوملړ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، سږنۍ شپږیزه کې د ډېرو منډو د جوړوونکو لوبغاړو نوملړ

محمد اکرم سږ کال شپږیزه لیګ کې له څه باندې ۱۹۳ سټرایک رېټ او د منډو ۴۸ اوسط سره ۳۳۹ منډې کړې او د پرله پسې ښې توپوهنې له کبله یې د ډېرو پام ځان ته ور واړاوه.

نوموړي تېرو سیالیو کې پر دوو پنځوسیزو سربېره د همدې امو نهنګانو لوبډلې پر وړاندې په ۴۸ توپونو ۱۰۳ چټکې منډې کړې وې.

محمد اکرم سپین غر بازانو لپاره تېرو ۷ سیالیو کې ۲۶ شپږیزې او ۲۸ څلوریزې وهلې دي.

د بند امیر ښامارانو صدیق الله اتل په ۸ سیالیو کې له ۳۳۸ منډو سره درېیم او د امو نهنګانو عمران میر بیا په ۸ لوبو کې له ۲۵۴ منډو سره د دغه نوملړ څلورم ځای خپل کړی دی.

او ډېر لوبغاړي چا سوځولي؟

د ډېرو لوبغاړو سوځوونکو لیست

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، خلیل ګوربز له ۱۴ وېکټو سره د دغه نوملړ په سر کې دی

شپږیزه کې د ډېرو وېکټو د ترلاسه کوونکو لوبغاړو د نوملړ په سر کې هم د مس عینک اتلانو سوکه توپ اچوونکي خلیل ګوربز دی.

هغه په ۷ سیالیو کې ۱۴ لوبغاړي سوځولي دي.‌

د همدې مس عینک ضیا‌الرحمان شریفي له ۱۲ وېکټو سره دویم او د امو نهنګانو ګلبدین نایب او یامین احمدزی بیا له ۱۱ -۱۱ وېکټو سره په ترتیب درېیم او څلورم ځای لري.

د شپږیزې د تېر پړاو اتولي هم امو نهنګان لوبډلې ګټلې وه.

د کرېکټ بورډ مسؤلان وايي چې د شپږیزې په څېر کورنیو لیګونو د افغانستان د کرېکټ د ودې او پرمختګ په برخه کې اغېزناک رول لوبولی دی او افغان کرېکټ ته یې نوي او تکړه لوبغاړي ورکړي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د کورني کرکټ دا شل اووریزې سیالۍ لومړی ځل په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې او له هغه راهیسې یې لس پړاوونه ترسره شوي دي چې سږنی یې یوولسم و. تېر لس واړه پړاوه په پلازمېنه کابل کې شوي خو سږنی په خوست کې وشو.

کرېکټ بورډ ویلي چې ښايي د شپږیزې راتلونکي پړاوونه د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې هم ترسره شي.

کرېکټ بورډ د شپږیزې په څېر د کورني کرېکټ لوبې د افغانستان د کرېکټ راتلونکي لپاره مهمې او ګټورې بولي او وايي چې د افغانستان ملي لوبډلې ته یې تکړه لوبغاړي ور په برخه کړي دي.