د طالبانو پولیس وايي یوه ښځه او د هغې ماشوم یې له کورني بنده ژغورلي
د طالبانو پولیس وايي یوه ښځه او د هغې ماشوم یې له کورني بنده ژغورلي
د خپرېدو وخت
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، پولیسو د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په بیشکند کلي کې یوه مور او د هغې زوی، چې د دې ښځې د مېړه او د هغه د دویمې مېرمنې له خوا اوه کاله په یوه تنګه، تیاره او تړلې کوټه کې بندیان ساتل شوي وو، خوشي کړي دي.
هغه پر اېکس لیکلي چې دوی د امنیتي ځواکونو له خوا تر خوشي کېدو وروسته د درملنې لپاره د رستاق ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
ښاغلي قانع هغه انځورونه هم په خپله پاڼه کې خپاره کړي چې ویل کېږي د همدې مور او زوی دي. په دغو انځورونو کې ښکاري چې هغوی په ډېر خراب حالت او په یوه نامناسبه کوټه کې ساتل شوي وو.



