د طالبانو حکومت کابل او غزني کې د خاتمالنبیین خصوصي پوهنتون وتاړه

د عکس سرچینه، خاتمالنبیین پوهنتون
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت اعلان کړی چې د یوه خصوصي پوهنتون خاتمالنبیین جواز یې لغوه کړی دی. تېره اونۍ د خاتم النبیین مدرسه او د تمدن په نوم خصوصي ټلویزیون هم تړل شوي وو.
یوې سرچینې بيبيسي ته ویلي چې د لوړو زدکړو وزارت یو پلاوی دغه پوهنتون ته ورغلی او پوهنتون یې تړلی دی.
د خاتم النبیین پوهنتون او مدرسې بنسټګر آیتالله محسني و، چې په ۲۰۱۹ کال (۱۳۹۸ لمریز) کې په کابل کې مړ شو.
د لوړو زدکړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي وايي، د دې پوهنتون له مسؤلینو سره د څو پرلهپسې ناستو سربېره، د هغه څه له امله چې نوموړي یې "د لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ نه پلي کول، اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی، د پوهنتون له حیثیت او اعتباره ناسمه ګټه اخیستنه او د پوهنتون له اصولو سره په ټکر کې کړنې" بللې دي، په کابل کې د دغه خصوصي پوهنتون او په غزني کې د هغې د څانګې جوازونه لغوه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند وايي، د یاد پوهنتون محصلین کولای شي خپلو زدکړو ته په نورو خصوصي پوهنتونونو کې دوام ورکړي. دغه پوهنتون د پخواني افغان جمهوري نظام پر مهال جوړ شوی و.
اوس مهال په کابل کې دغه پوهنتون کې شاوخوا ۳۲۰۰ محصلین د لیسانس او ماسټرۍ په کچو کې د طب، انجینرۍ او ټولنیزو علومو په ګډون په نهو پوهنځیو کې زدکړې کوي. د غزني په څانګه کې یې هم شاوخوا ۷۰۰ محصلین لري.
تر دې وړاندې، د خاتمالنبیین مدرسه، چې په افغانستان کې د شیعه ګانو له مهمو دیني ښوونیزو مرکزونو وه، د طالبانو د حکومت د امنیتي ځواکونو په حضور کې وتړل شوه او تخلیه کړل شوه. د دې مدرسې یو شمېر مسؤلان او استادان هم نیول شوي وو، چې وروسته بېرته خوشي شول.
د طالبانو حکومت سرچینو پرون بيبيسي ته ویلي چې دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي، چې هممهاله د "ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون" مشري هم کوي، د هغې ځانګړې محکمې د حکم د عملي کولو امر صادر کړ چې د "دولتي ځمکو د بېرته ترلاسه کولو" لپاره جوړه شوې ده.
"امارتي" ځمکه

د عکس سرچینه، خاتمالنبیین پوهنتون/فېسبوک
په کابل کې د خاتمالنبیین مدرسې د تخلیه کولو لپاره د طالبانو د امنیتي ځواکونو هڅې له یو شمېر غبرګونونو سره مخ شوې.
تر دې وړاندې، د طالبانو حکومت سرچینو بيبيسي ته ویلي وو چې د آیتالله محسني له خوا جوړ شوی د خاتمالنبیین پوهنتون، مدرسه او تمدن ټلویزیون به د هغې ځانګړې محکمې د حکم له مخې تخلیه شي. دغې محکمې د یادو بنسټونو ځمکه "امارتي" یا دولتي بللې او حکم یې کړی چې باید "دولت ته وسپارل شي".
د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو حکومت د خاتمالنبیین پوهنتون، مدرسه او تمدن ټلویزیون د "حرکت اسلامي ګوند" اړوند ګڼي؛ خو د خاتمالنبیین بنسټ مسؤلان دا ادعا ردوي.
د خاتمالنبیین مدرسې سرچینې وايي، هغه مهال چې آیتالله محسني دغه بنسټونه جوړول، له سیاسي رهبرۍ او سیاسي فعالیتونو یې ځان ګوښه کړی و. د دوی په وینا، د تمدن ټلویزیون شبکه پر هغې ځمکې جوړه شوې چې "له شخصي مالک اخیستل شوې او شرعي او قانوني قباله لري".
دوی زیاتوي چې د خاتمالنبیین مدرسې ځمکه هم د پخواني افغان حکومت پر مهال په رسمي ډول او د "شرعي قبالې" له مخې دوی ته سپارل شوې وه او د خاتمالنبیین پوهنتون ودانۍ هم په کرایه نیول شوې ده.



















