تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: د ایران یو څه کنګل شوې پیسې ازادې شوې، له امریکا به خوراکي توکي پرې پېرل کېږي
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ترمپ وايي، د ایران ځینې کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړې دي.
هغه همدا راز سویس کې له ایران سره د مذاکراتو د لومړي پړاو له پایلو هم رضایت ښودلی دی.
د امریکا ولسمشر ویلي: "تېره شپه د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه ازاده شوه او ټاکل شوې دغه پیسې د خوارکي توکو اخیستلو لپاره وکارول شي."
نوموړی وایي، دغه خوارکي توکي به په ځانګړې توګه له متحدو ایالتونو او امریکايي کروندګرو پېرل کېږي.
"غلې دانې، سویا او هر څه ته چې اړتیا لري، زموږ له کروندګرو به پېرل کېږي. نو زموږ بزګران ډېر خوښ دي. ډېرې اړېکې راسره نیول شوې چې ښيي، هغوی له دې موضوع ډېر راضي دي."
هممهاله د ایران د مرکزي بانک ریییس عبدالناصر همتي ویلي چې د دغو لومړیو "شپږ میلیارد ډالرو" د کارېدو څرنګوالی د هغه هوکړې د منځپانګې له مخې ټاکل شوی چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د امریکا او ایران ترمنځ لاسلیک شوې وه.
هغه په دې لړ کې د لومړنیو اړتیا توکو او درملو یادونه کړې.
د ښاغلي همتي اشاره ظاهرآ هغې هوکړې ته ده چې د جو بایډن د حکومت پر مهال د ۵ امریکايي اتباعو د ازادېدو بدل کې پر سویلي کوریا د تېلو د پلور له درکه د ایران د ۶ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنې د ازادېدو لپاره شوې وه.
په هغې هوکړه کې ویل شوي وو، چې دا پیسې به د قطر بانکونه ته تر لېږدول کېدو وروسته د داسې توکو پېرلو لپاره کارېږي، چې ایران باندې یې د پلورل کېدو محدودیت او بندیز نه وي.
د تسنیم خبري اژانس په وینا، اوس د دغه هېواد د مرکزي بانک رییس ویلي، که د امریکايي توکو بیه او کیفیت تر نورو هېوادونو مناسب وي، نو دوی پکې څه ستونزه نه لري.
تر دې ورمخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جیډي وېنس هم په سویس کې د امریکا او ایران د لومړي پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته په دغو خبرو کې یې د 'ښه پرمختګ' خبر ورکړی و.
ښاغلي وېنس همداراز اعلان وکړ چې ایران د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس ته د بېرته ګرځېدو سره هوکړه کړې ده.
نوموړي همدا راز د ایران د ځينې کنګل شو یو شتمنیو "خوشې کېدو" په تړاو وویل چې " موږ غواړو داسې یوه تګلاره جوړه کړو چې خوشې شوې شتمني له ایرانیانو سره مرسته وکړي، نه دا چې د ترهګرۍ مالي ملاتړ پرې وشي."
د امریکا مرستیال ولسمشر همداراز وویل چې د هرمز تنګی پرانېستی دی.
له دې اعلان وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي " له اتومي اژانس سره به زموږ تعامل لکه د معمول روان وي."
ښاغلي بقايي د ایران یوه خبري اژانس ایرنا ته ویلي " د اتومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره به د یران تعامل د اسلامي شورا له خوا د تصویب شویو اصولو او د ایران د ملي امنیت شورا د پرېکړو له مخې دوام وکړي."
ایرنا د باخبره سرچینو په حواله لیکلي " د ۱۸ ساعته اوږدو خبرو په ترڅ کې د اتومي انرژۍ په اړه خبرې نه دي شوې او ایران کومه نوې ژمنه هم نه ده منلې."
نوموړي دا خبرې د امریکا د مرستیال ولسمشر له هغو خبرو څو ساعته وکړې چې په ټکو یې ایران ایران د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس ته د بېرته ګرځېدو سره هوکړه کړې ده.
د دغو خبرو له پای ته رسېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي د امریکايي لوري سره د خبرو په ترڅ کې ، "د تېلو او پېټروکېمیکل صادراتو باندې لګېدلی بندیز وځنډول شو، سمندري کلابندي پایته ورسېده" او د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې".
ښاغلي عراقچي دا څرګندونې پرخپله اېکسپاڼه کړې دي او ویلي یې دي چې "د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره د ایران پلان منل شوی دی".
د لومړي پړاو پایلو ته په کتو د شخړې ښکیلو اړخونو ایران او امریکا او دواړو منځګړو قطر او پاکستان دا خبرې مثبتې او له ښه پرمختګ څخه برخمنې بللې دي.
امریکا د اګست تر پایه پورې د ایران پر تېلو او پټرو کیمیکلونو بندیزونه لېرې کړل
د امریکا د خزانې وزارت یوه عمومي اجازه صادره کړه چې د اګست تر ۲۱مې پورې به د ایراني خامو تېلو، پټرو کیمیکل محصولاتو او پټرولیم محصولاتو تولید، تحویل او پلور ته اجازه ورکړي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د تېرې اونۍ لاسلیک شوي تفاهم لیک له مخې، متحده ایالاتو موافقه وکړه چې د ایران د خامو تیلو، پټرولیم محصولاتو او مشتقاتو صادراتو لپاره معافیت ورکړي. دا معافیتونه اړوند خدمات هم پوښي، چې د بانکدارۍ، بیمې او ترانسپورتي معاملات هم پکې شامل دي.
له دې اعلان سره د ایران په خامو نفتو او پټروکیمیاوي محصولاتو هغه بندیزونه هم ختمیږي چې امریکا ته یې د دې توکو د واردولو مخه نېوله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپله اېکس پاڼه د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې " "پر تېلو او پېټروکېمیکل صادراتو باندې لګېدلی بندیز وځنډول شو."
د ایران ولسمشر پاکستان ته ځي
د ایران ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د سې شنبې پر ورځ پاکستان ته ځي.
اټکل کېږي چې دا به یو ورځنی رسمي سفر وي.
د ایران د ولسمشرۍ دفتر د عمومي اړیکو مسول حبیب عباسي ویلي د ایران او امریکا تر منځ د پاکستان د منځګړیتوب پر رول خبرې د دغې سفر یوه مهمه موخه ده.
ښاغلي عباسي ویلي، د تېرو ځینو تړونونو او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا بحث هم د خبرو اجنډا کې شامل دي.
د خبرو له پیله د چین هر کلی
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ایران او امریکا تر منځ د هوکړې عملي کېدو پر لور سویس کې د خبرو له پیله هرکلی کړی او ویلي یې دي چې " له ټولو داسې هڅو ملاتړ کوي چې منځني ختیځ کې د سولې سبب ګرځي."
د چین د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزیر په حواله راغلې چې " په شوې هوکړه عمل او د اوربند دوام به د ایران او امریکا تر منځ د همکاریو نوی څپرکی خلاص کړي."
نوموړي همداراز ویلی چین له ایران څخه د خپل "حاکمیت او عزت" او له خلیج فارس هېوادونو سره د ښو اړیکو په موخه ملاتړ کوي. چین په سیمه کې د سولې امنیت په موخه په خپل مثبت رول ټینګار کړی دی.