د ټرمپ ګواښ ته د پزشکیان ځواب: ایران په زور نه تسلمېږي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې دا هسې "یو خیال دی" چې د زور په کارولو سره به ایران تسلیمۍ ته اړ ایستل شي.

ښاغلي پزشکیان دا څرګندونې پرخپله اېکس‌پاڼه کړې دي او لیکلي یې دي چې، "ایران خپله هره ژمنه پوره کړې او د جګړې د مخنیوي لپاره یې هره لاره ازمایلې ده؛ زموږ له لوري ټولې لارې خلاصې دي".

خو ښاغلي پزشکیان زیاته کړې، "دا هسې ځان دوکه کول دي چې ایران به په جبر تسیلمۍ ته اړ ایستل شي. په ډېپلوماسۍ کې د یوه بل درانوی کول تر جګړې ډېر هوښیار، خوندي او پایېدونکی عمل دی".

د ایران ولسمشر دا څرګندونې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته کوي چې ویلي یې دي، له ایران سره خبرې په وروستي پړاو کې دي او ګواښ یې کړی چې که یوې هوکړې ته سره و نه رسېږي نو نور بریدونه به پرې وکړي.

د ټرمپ پرله‌پسې ګواښونه

د اوربند لپاره د (ایپک فیوري) عملیاتو له درولو نږدې شپږ اونۍ وروسته د جګړې پای ته رسولو په موخه په پیل شوو مذاکراتو کې تر اوسه کوم د پاموړ پرمختګ نه برېښي.

ډونلډ ټرمپ روانه اونۍ ویلي وو، د نورو بریدونو تائیدولو ته نژدې شوی و خو خبرو ته د نور وخت ورکولو لپاره یې دا پرېکړه وځنډوله.

پر چهارشنبه له خبریالانو سره مرکه کې ولسمشر ټرمپ وویل: ''موږ له ایران سره د خبرو په وروستي پړاو کې یو. وګورو، چې څه کېږي. یا به موږ یوې هوکړې ته ورسېږو، یا به موږ ځینې داسې اقدامات کوو، چې ډېر د خوښې وړ به نه وي، خو هیله مې دا ده، چې خبره به تر هغه بریده نه رسېږي.''

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړه: ''موږ دې بهیر ته یو فرصت ورکوو. زه بیړه نه لرم. زه د ډېرو خلکو وژل کېدو پر ځای د سر د کم زیان ته لومړیتوب ورکوم. وضعیت هر لور ته تللای شي.''

بل لور د ایران حکومت ډونلډ ټرمپ د جګړې بیا پیلولو په هڅو تورن کړی، او خبرداری یې ورکړی چې د هر برید پر وړاندې به د ایران د غبرګون اغېز له منځني ختیځه هاخوا احساس کېدای شي.

له دې مخکې، د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي برید د بیا پیلولو وړاندیز په ځواب کې وویل، "ډاډه اوسئ چې که تاسو د جګړې ډګر ته راستانه شئ نو ډېرو حیرانتیاوو سره به مخامخ شئ."

اکسیوس: ټرمپ او نتنیاهو د ایران پر موضوع 'سخته' ټیلفوني اړیکه درلوده

بل لور د امریکا اکسیوس خبري شبکې راپور ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ او بنیامین نتانیاهو ترمنځ د ایران په تړاو خبرې"سختې" وې او د اسرائیلو لومړی وزیر پرون سه شنبه (می ۲۹مه) د ټیلیفوني اړیکې له لارې "ډېر غوسه" و.

د اکسیوس خبریال بارک راوید د چهارشنبې په ورځ په خپل راپور کې لیکلي چې هغه د معلوماتو درې سرچینې موندلي دي، خو هغه د دې سرچینو نومونه نه دي یاد کړي.

د بارک راوید په وینا: "بنیامین نتانیاهو د خبرو په تړاو خورا بدبین دی او غواړي جګړه بیا پیل کړي چې د ایراني نظام ډېری وړتیاوې کمزورې کړي او د حیاتي اډانې په له منځه وړلو سره حکومت ته زیان ورسوي."

د هغه څه پر بنسټ چې اکسیوس یې په خپل رپوټ کې وايي، د اسرائیلي لومړي وزیر د دې دریځ پر وړاندې ډونلډ ټرمپ باوري دی، چې (هوکړې ته د رسېدو امکان شته، خو که داسې کومه هوکړه و نه شي، د جګړې بیا پیلولو ته چمتو دی. "