ملګري ملتونه: د سږ کال لومړيو دريو مياشتو کې له پاکستان سره د جګړې په ترڅ کې ۳۷۲ تنه ملکي افغانان وژل شوي

د ملکي تلفاتو له نيمايي زيات په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان له برید سره تړاو لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملکي تلفاتو له نيمايي زيات په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان له برید سره تړاو لري
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په خپل وروستي راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۳۱ نېټې پورې د طالبانو حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ د نښتو له کبله په افغانستان کې ټولټال ۳۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي ډېری ملکي تلفات د پاکستان له خوا د "غضب الحق" په نامه د عملیاتو له پیل وروسته رامنځته شوي چې له نيمايي زيات یې د مارچ پر ۱۶مه د پاکستان له خوا په کابل کې د "امید" په نامه د روږدو کسانو د درملنې پر يوه مرکز د هوايي برید پورې تړاو لري.

په راپور کې راغلي چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې له برید وروسته ډېر جسدونه سوځېدلي او د پېژندلو وړ نه وو چې له امله یې مرګژوبله ښايي له اعلان شوي شمېر هم لوړه وي.

د طالبانو حکومت ويلي وو، په دغه برید کې له ۴۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي. پاکستان بيا ادعا کړې وه چې ملکي تاسیسات او يا روغتون یې نه دی په نښه کړی.

د یوناما په راپور کې ويل شوي چې په قربانيانو کې ۷۲ مېرمنې، ۵۵۶ نارينه، ۴۸ نجونې او ۹۵ هلکان شامل وو.

په راپور کې راغلي چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې ډېره کچه به کابل کې ثبت شوې چې د ټولو ملکي تلفاتو ۵۵ سلنه جوړوي، ورپسې کونړ کې ۱۳ سلنه او پکتيکا ۱۱ سلنه ثبت شوې ده.

د ټولو مستند شويو پوځي بریدونو له ډلې، ۹۴ پېښې د پاکستان امنيتي ځواکونو او يوه د طالبانو حکومت امنيتي ځواکونو ته منسوب شوې ده.

له دې ډلې ۶۴ سلنه وګړي په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ۳۵ سلنه د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډيورنډ کرښه د توغنديو ډزو له کبله قرباني شوي او يوه پېښه هدفي وژنه بلل شوې ده.

د وژل شويو او ټپي شويو ملکي وګړو شمېر

په افغانستان کې د ښځو وضعيت

د یوناما په يوه بل راپور کې چې د افغانستان د بشري وضعيت په اړه خپور شوی راغلي چې له اوږدې مودې راهيسې د ملګرو ملتونو ښځينه کارکوونکو ته اجازه نه ورکول کوي چې د دې ادارې دفترونو ته ولاړې شي.

د راپور له مخې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر ۱۷مه رسنیو راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت چارواکو ښځې د دولتي ملکي کارکوونکو د معاشونو له لست څخه ايستلي دي او د هغو ښځينه کارکوونکو چې معاشونه کې کم شوي وو او د ۲۰۲۱ کال له اګست راهيسې دفترونو ته له تګ منع شوې وې هم ورکړه درول شوې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې په ځينو ولایتونو کې ښځو ته ويل شوي چې نورې دولتي کارکوونکې نه دي او له خپلو دولتي دندو ګوښه شوې دي او په نورو ولایتونو کې د ښځينه کارکوونکو معاشونه په بشپړ ډول بند شوي دي.

همدا راز د طالبانو حکومت د نژدې پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال له ۲۰۲۱ کال راهيسې تراوسه له زدکړو د محرمو نجونو شمېر ۲.۲ ميليونه ښودل شوی چې له منځنيو او لوړو زدکړو بې برخې شوې دي.